Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Câu: (114) Chương: Chương Al-Nahl
فَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا ۪— وَّاشْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟
نو خورئ تاسې -ای بندګانو- د هغې روزۍ نه چې الله پاک تاسې ته درکړې هر هغه شي چې حلال وي او د هغه خوړل د پاکو شیانو د جنس څخه وي، او د الله تعالی شکر ادا کړئ په هغو نعمتونو چې په تاسې یې کړي داسې چې اقرار په دې نعمتونو خاص الله تعالی ته وکړئ او د هغه په خوشحالۍ کې یې ولګوئ، که چیرته تاسې یواځې د هغه بندګي کوئ او د هغه سره څوک نه شریکوئ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• الجزاء من جنس العمل؛ فإن أهل القرية لما بطروا النعمة بُدِّلوا بنقيضها، وهو مَحْقُها وسَلْبُها ووقعوا في شدة الجوع بعد الشبع، وفي الخوف والهلع بعد الأمن والاطمئنان، وفي قلة موارد العيش بعد الكفاية.
بدله د هر کار د هغه موافق ده (خپل عمل د لارې مل دی)؛ نو ځکه هر کله چې د کلي والا په نعمتونو ناشکري وکړه د هغه په بدل کې ورله د نعمتونو ضد ورکړل شو، او (دغه ضد) ختمول او اخیستل د هغو نعمتونو وو، او په دوی باندې ولږه راغله وروسته د موړوالي نه، او په ویره او ګډوډۍ کې شول وروسته د امن او ارامتیا نه، او د زندګۍ سرچینې پرې کمې شوې وروسته د پوره والي نه.

• وجوب الإيمان بالله وبالرسل، وعبادة الله وحده، وشكره على نعمه وآلائه الكثيرة، وأن العذاب الإلهي لاحقٌ بكل من كفر بالله وعصاه، وجحد نعمة الله عليه.
په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو ایمان لرل، او یواځې د الله تعالی بندګي کول، او د هغه شکر ایستل د هغه په ډیرو نعمتونو باندې واجب دي، او یقینا د الله تعالی عذاب په هغه چا پسې پیوسته کیدونکی دی چې په الله تعالی باندې کفر کوي او د هغه نافرماني کوي، او په هغه باندې د الله تعالی د نعمتونو ناشکري کوي.

• الله تعالى لم يحرم علينا إلا الخبائث تفضلًا منه، وصيانة عن كل مُسْتَقْذَر.
الله تعالی په مونږ باندې نه دي حرام کړي مګر هغه څه چې ګنده او خبیث وي د خپلې مهربانۍ د وجې نه،او د دې لپاره چې له هر یو ګنده او پلیت شي نه وژغورل شو.

 
Ý nghĩa nội dung Câu: (114) Chương: Chương Al-Nahl
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Mục lục các bản dịch

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Đóng lại