Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Câu: (5) Chương: Chương Al-Kahf
مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ وَّلَا لِاٰبَآىِٕهِمْ ؕ— كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ؕ— اِنْ یَّقُوْلُوْنَ اِلَّا كَذِبًا ۟
نشته دې دروغ جوړوونکو لره څه علم او دلیل په هغې دعوه چې دوی یې کوي د نسبت د زوی (نازولي) الله تعالی ته، او نشته د دوی هغو پلارانو (مشرانو) لره چې دوی یې تقلید کوي په دې کې څه دلیل، ډیره زیاته قبیحه ده دغه خبره چې د دوی د خولو نه په ناپوهۍ سره راوځي، نه وایي دوی مګر وینا د دروغو، چې هیڅ اساس او دلیل ورله نشته.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• الداعي إلى الله عليه التبليغ والسعي بغاية ما يمكنه، مع التوكل على الله في ذلك، فإن اهتدوا فبها ونعمت، وإلا فلا يحزن ولا يأسف.
الله تعالی ته بلنه ورکوونکي باندې تبلیغ او کوشش کول دي څومره چې یې وس وي، سره د توکل کولو نه په دې کې په الله تعالی باندې په دعوت کې، نو که چېرته دوی هدایت ومونده نو ډیره ښه ده، او که نه نو دا داعي دې نه غمجن کیږي او نه دې خفه کیږي.

• في العلم بمقدار لبث أصحاب الكهف، ضبط للحساب، ومعرفة لكمال قدرة الله تعالى وحكمته ورحمته.
د اصحاب کهفو په غار کې تیرې شوې موده باندې پوهه حاصلولو کې، د حساب یادول او د الله تعالی د قدرت، کمال، حکمت او مهربانۍ پیژندل دي.

• في الآيات دليل صريح على الفرار بالدين وهجرة الأهل والبنين والقرابات والأصدقاء والأوطان والأموال؛ خوف الفتنة.
په دې آیتونو کې ښکاره دلیل دی په تختولو (جلا ځای ته وړلو) د خپل دین او په پریښودلو د اهل او بچو او خپلولېو او ملګرو او وطنونو او مالونو: په فتنه کې د اخته کیدلو د ویرې د وجې نه.

• ضرورة الاهتمام بتربية الشباب؛ لأنهم أزكى قلوبًا، وأنقى أفئدة، وأكثر حماسة، وعليهم تقوم نهضة الأمم.
د ځوانانو په ښه رزونه باندې پاملرنې ته ډیره اړتیا ده؛ ځکه چې د دوی زړونه ډیر صفا دي، او سینې یې پاکې دي، او زیات حماست او جذبه لري، او په دوی باندې د امت ترقي او پرمختګ کیږي.

 
Ý nghĩa nội dung Câu: (5) Chương: Chương Al-Kahf
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Mục lục các bản dịch

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Đóng lại