Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
44 : 2

اَتَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَاَنْتُمْ تَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

څومره بده خبره ده چې تاسو بل چاته د ایمان او نېکۍ امر کوئ او خپله ترې بیا مخ اړوئ او ځانونه هېروئ، په داسې حال کې چې تاسو تورات هم لولئ، او په دې هم ښه پوهېږئ چې په تورات کې د الله د دین په پېروۍ او د هغه په پېغمبرانو د باور کولو امر شوی دی، نو آیا تاسو له خپلو عقولونو څخه ګټه نه اخلئ؟! info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• من أعظم الخذلان أن يأمر الإنسان غيره بالبر، وينسى نفسه.
له لویې رسوایي څخه یوه دا ده چې انسان نورو ته د نېکۍ لارښوونه کوي او خپل ځان هېروي. info

• الصبر والصلاة من أعظم ما يعين العبد في شؤونه كلها.
صبر او لمونځ له هغو اوچتو کړنو څخه دي چې د ژوند په ټولو چارو کې له بنده سره مرسته کوي. info

• في يوم القيامة لا يَدْفَعُ العذابَ عن المرء الشفعاءُ ولا الفداءُ، ولا ينفعه إلا عمله الصالح.
د قیامت په ورځ به نه سپارښت کوونکي او نه فدیه ورکول له انسان څخه عذاب لرې کړي او له نیک عمل پرته به هېڅ شی ورته ګټه ونه رسوي. info