Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
16 : 27

وَوَرِثَ سُلَیْمٰنُ دَاوٗدَ وَقَالَ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَاُوْتِیْنَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِیْنُ ۟

سليمان مو يې په نبوت، پوهه او پاچايۍ کې د خپل پلار داود وارث وګرځاوه، هغه پر خپل ځان او خپل پلار د الله د لورېينې د ښکاره کولو په موخه وويل: ای خلکو! الله موږ ته د الوتونکو د غږونو پوهه راکړې ده او هر هغه څه يې راکړي دي چې نبيانو او پاچايانو ته يې ورکړي دي، پرته له شکه دغه څه چې الله پاک موږ ته راکړي دا يو ښکاره او څرګند غوراوی دی. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• التبسم ضحك أهل الوقار.
مسکا د وقار لرونکو خلکو خندا ده. info

• شكر النعم أدب الأنبياء والصالحين مع ربهم.
د نعمتونو شکر اېستل د انبياوو او نېکانو لخوا د خپل پالونکي پر وړاندې ادب دی. info

• الاعتذار عن أهل الصلاح بظهر الغيب.
د سمو خلکو لخوا عذر غوښتنه د زړه له کومي وي. info

• سياسة الرعية بإيقاع العقاب على من يستحقه، وقبول عذر أصحاب الأعذار.
د خلکو پر وړاندې سياست هغه چاته سزا ورکول دي چې وړ يې وي او د عذر لرونکو عذر منل دي. info

• قد يوجد من العلم عند الأصاغر ما لا يوجد عند الأكابر.
کله له کوچنيانو سره د هغه څه پوهه وي چې له لويانو سره نه وي. info