Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Chương: Ali 'Imran   Câu:
وَاِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِیْقًا یَّلْوٗنَ اَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتٰبِ لِتَحْسَبُوْهُ مِنَ الْكِتٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتٰبِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
او بېشکه له یهودو څخه یو ډله ده چې خپلې ژبې اړوي پر هغه څه چې د الله له لوري نازل شوي تورات څخه نه دي، څو تاسو ګومان کوئ چې دوی تورات وایي، خو هغه تورات نه دی، بلکې هغه د دوی له دروغو څخه دي چې په الله یې تړلي، او دوی وایي: هغه څه چې مونږ لولو د الله لخوا نازل شوي، خو هغه د الله لخوا نه دي، او په الله دروغ وایي په داسې حال چې دوی په الله او د هغه په پېغمبرانو خپل دروغ پېژني.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
مَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّؤْتِیَهُ اللّٰهُ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ یَقُوْلَ لِلنَّاسِ كُوْنُوْا عِبَادًا لِّیْ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ كُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُوْنَ الْكِتٰبَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ
هېڅ بشر ته نه ښایي چې الله تعالی ده ته له خپل لوري څخه نازل شوی کتاب ورکړی وي، او پوهه یې ورکړې وي، او پېغمبر یې غوره کړی وي؛ بیا خلکو ته ووایي: تاسو له الله پرته زما بندګان شئ، بلکې دوی ته وایي: تاسو عمل کوونکي عالمان شئ، د خلکو پالونکي شئ، د دوی د کارونو سموونکي شئ ځکه چې تاسو هغه کتاب زده دی چې خلکو ته نازل شوی، او لدې کبله چې تاسو له دې درس کاوه په یادو او په پوهه یې.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَلَا یَاْمُرَكُمْ اَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَالنَّبِیّٖنَ اَرْبَابًا ؕ— اَیَاْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ اِذْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠
او -همدا راز- نه ښایي ده ته چې تاسو ته امر وکړي په دې چې ملائکې او پېغمبران په الوهیت ونیسئ چې له الله پرته یې عبادت کوئ، آیا روا دي د ده څخه چې تاسو ته امر وکړي په الله باندې د کفر کولو پس له غاړې ایښودلو او تسلیمېدلو ستاسو ده ته؟!
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَاِذْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ النَّبِیّٖنَ لَمَاۤ اٰتَیْتُكُمْ مِّنْ كِتٰبٍ وَّحِكْمَةٍ ثُمَّ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهٖ وَلَتَنْصُرُنَّهٗ ؕ— قَالَ ءَاَقْرَرْتُمْ وَاَخَذْتُمْ عَلٰی ذٰلِكُمْ اِصْرِیْ ؕ— قَالُوْۤا اَقْرَرْنَا ؕ— قَالَ فَاشْهَدُوْا وَاَنَا مَعَكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې الله کلکه ژمنه له پېغمبرانو څخه واخیستله او ورته یې وویل: کله مې چې هم کوم کتاب تاسو ته درکړ چې پر تاسو یې نازل کړم، او کوم حکمت چې مې تاسو ته وښودلو، او که تاسو څخه یو کس هر څومره لوړې مرتبې ته ورسېده، او بیا تاسو ته زما لخوا پېغمبر راشي چې محمد صلی الله علیه وسلم دی باورونکی وي د هغه کتاب او حکمت چې تاسو سره دي؛ نو خامخا به تاسو په هغه څه باور لرئ چې هغه راوړي وي، او خامخا به یې مرسته کوئ په تابعداري کولو سره، نو آیا تاسو پدې اقرار کوئ -ای پېغمبرانو-، او زما کلکه ژمنه مو پرې واخیسته؟ نو په ځواب کې یې وویل: مونږ اقرار پرې کوو، الله تعالی وویل: په خپلو ځانونو او خپلو امتونو شاهدان اوسئ، او زه هم تاسو سره پر تاسو او هغوی له شاهدانو څخه یم.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
فَمَنْ تَوَلّٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
نو څوک چې د الله لخوا او د هغه د پېغمبرانو په شاهدۍ له دې کلکې ژمنې وروسته وګرځېد، نو همدوی د الله له دین او د هغه له تابعدارۍ څخه بهر دي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اَفَغَیْرَ دِیْنِ اللّٰهِ یَبْغُوْنَ وَلَهٗۤ اَسْلَمَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّكَرْهًا وَّاِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟
آیا د الله له هغه دین څخه پرته چې د بندګانو لپاره یې غوره کړی -چې اسلام دی- نور څه غواړي دا د الله له دین او تابعدارۍ څخه وتلي خلک؟! او ده لره غاړه ایښودلې او تسلیم شوي هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي له مخلوقاتو څخه، په خوښه ده ته د مومنانو د حال په څېر، او په نا خوښه د کافرانو د حال په څېر، بیا ده ته ټول مخلوقات د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• ضلال علماء اليهود ومكرهم في تحريفهم كلام الله، وكذبهم على الناس بنسبة تحريفهم إليه تعالى.
د یهودو د علماوو بې لارېتوب او د دوی چل د الله د کلام په اړولو کې، او په خلکو د دوی دروغ ویل په منسوبولو د تحریف د دوی الله تعالی ته.

• كل من يدعي أنه على دين نبي من أنبياء الله إذا لم يؤمن بمحمد عليه الصلاة والسلام فهو ناقض لعهده مع الله تعالى.
هر هغه څوک چې دعوه لري چې زه د الله د پېغمبرانو څخه د یو پېغمبر په دین یم، کله چې په محمد صلی الله علیه وسلم باور نلري نو دا د الله سره ژمنه ماتوونکی دی.

• أعظم الناس منزلةً العلماءُ الربانيون الذين يجمعون بين العلم والعمل، ويربُّون الناس على ذلك.
په خلکو کې ستره مرتبه د رباني علماوو ده چې علم او عمل سره یو ځای کوي، او خلک هم په همدې سره پالي.

• أعظم الضلال الإعراض عن دين الله تعالى الذي استسلم له سبحانه الخلائق كلهم بَرُّهم وفاجرهم.
ستر بې لارېتوب د الله له هغه دین څخه مخ اړول دي چې الله ورته مخلوقات تابع کړي دي، نیک کار او بد کار ټول.

 
Ý nghĩa nội dung Chương: Ali 'Imran
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an - Mục lục các bản dịch

Do Trung tâm Diễn giải Nghiên cứu Kinh Qur'an phát hành.

Đóng lại