Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Câu: (173) Chương: Al-Nisa'
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ۚ— وَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْتَنْكَفُوْا وَاسْتَكْبَرُوْا فَیُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّلَا یَجِدُوْنَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
نو هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او تصدیق یې کړی د هغه د پیغمبرانو، او عملونه یې کړي نیک عملونه خالص د الله تعالی لپاره د هغه د شرعې موافق، نو خامخا ورکوي به ورته پوره پوره ثوابونه د هغوی د عملونو چې هیڅ به ترې نشې کمیدلی، او خامخا زیاتي به ورکوي سره د دې نه د خپل فضل او مهربانۍ څخه، او هر هغه کسان چې مخ یې اړولی د الله تعالی د عبادت او تابعدارۍ څخه او لویي او تکبر یې کړی، نو عذاب به ورته ورکړي عذاب دردناک، او پیدا به نه کړي د الله تعالی نه بغیر څوک چې دوستانه ورسره وکړي نو فایده ورته ورسوي، او پیدا به نه کړي څوک مددګار چې ضرر به ترې دفع کړي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• بيان أن المسيح بشر، وأن أمه كذلك، وأن الضالين من النصارى غلوا فيهما حتى أخرجوهما من حد البشرية.
بیان د دی خبرې چې بیشکه مسیح عیسی -علیه السلام- بشر دی، او د هغه مور هم همداسې ده، او بیشکه ګمراهانو د نصاراو د دې دواړو په اړه له حد نه اوړیدنه کړې وه تر دې چې د بشریت له دایرې څخه یې ویستلي.

• بيان بطلان شرك النصارى القائلين بالتثليث، وتنزيه الله تعالى عن أن يكون له شريك أو شبيه أو مقارب، وبيان انفراده - سبحانه - بالوحدانية في الذات والأسماء والصفات.
د نصاراو د دې عقیدې د بطلان بیان چې اله(معبودان) درې دي، او بیان د پاکۍ د الله تعالی د دې خبرې څخه چې هغه لره دې څوک شریک او هم شکل او نژدې دوست (وزیر یا مددګار) وي، او بیان د یواځې والي د الله تعالی په یووالي د ذات، اسماء او صفاتو کې.

• إثبات أن عيسى عليه السلام والملائكة جميعهم عباد مخلوقون لا يستكبرون عن الاعتراف بعبوديتهم لله تعالى والانقياد لأوامره، فكيف يسوغ اتخاذهم آلهة مع كونهم عبيدًا لله تعالى؟!
ثبوت د دې خبرې چې بیشکه عیسی -علیه السلام- او ملایکې ټول پیدا کړی شوي بندګان دي، الله تعالی ته په بندګۍ اعتراف کولو او دهغه حکمونو ته د غاړې کیښودلو څخه تکبر او لویي نه کوي، نو څرنګه د هغوی څخه معبودان (د عبادت لایق) جوړېدی شي سره لدې نه چې هغوی د الله تعالی بندګان دي؟!.

• في الدين حجج وبراهين عقلية تدفع الشبهات، ونور وهداية تدفع الحيرة والشهوات.
په دین کې داسې عقلي دلیلونه شته چې شبهات دفع کوي، او رڼا او هدایت پکې هم شته چې شک او شهوات دفع کوي.

 
Ý nghĩa nội dung Câu: (173) Chương: Al-Nisa'
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an - Mục lục các bản dịch

Do Trung tâm Diễn giải Nghiên cứu Kinh Qur'an phát hành.

Đóng lại