Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Zukhruf   Câu:
وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ
او کوټو ته به مو يې دروازې ګرځولې وای[دسپینو زرو]، او کټونه هم چې تکیه یې پرې کولای د امتحان د پاره او د هغوی د رانیولو د پاره درجه په درجه.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر د دنيا د ژوند توښه ده، نو د نه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا د پالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي د هغو خلکو لپاره چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟
او څوک چې په قرآن کې د یې احتیاطۍ لیدنه کوي چې مخ اړولو ته يې و رسوي هغه ته به د شيطان په ګومارلو سزا ورکړو چې تل ورسره وي تر څو يې په سرکښۍ زياتوالی راولي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
او دغه ملګري چې له قرآنه پر مخ اړوونکو ګومارل شوي دي هغوی به د الله له دينه راګرځوي، نو د هغه امرونه به نه مني او له نواهيو به يې ډډه نه کوي او هغوی به ګومان کوي چې حق ته لارموندونکي دي، نو له همدې امله به هغوی له خپلې لارورکۍ توبه نه وباسي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟
تر دې چې د الله له ياده مخ اړوونکی د قيامت په ورځ موږ ته راشي د هيله کوونکي په توګه به وايي: کاشکې زما او ستا تر منځ ای ملګريه! د ختيځ او لوېديځ په اندازه واټن وای، څومره بد ملګری يې ته!.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
د قيامت په ورځ به الله کافرانو ته ووايي: نن به هيڅکله تاسو ته په عذاب کې ستاسو برخه اخستل ګټه در ونه رسوي حال داچې د شرک او ګناهونو له امله مو پرځانونو ظلم کړی دی، او هيڅکله به ستاسو شريکان له تاسو د عذاب کومه برخه وانخلي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
بېشکه دغه خلک د حق له اورېدو کاڼه دي، له ليدو يې ړانده دي، نو ای رسوله! ته د کڼو د اورولو يا ړندو د لارښوونې او يا د هغه چا د لارښوونې توان لرې چې له نېغې لارې څخه په څرګنده لارورکۍ کې دي؟!.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ
نو که چېرې دې بوځو، چې هغوی ته له عذاب ورکولو مخکې دې مړ کړو، نو بيا هم موږ له هغوی څخه د عذاب په ورکولو په دنيا او آخرت کې غچ اخېستونکي يو.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟
او يا ځينې هغه عذاب در ووينو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو، نو موږ بېشکه پر هغوی ځواکمن يو، هيڅ شی پر موږ د برلاسي کېدو توان نه لري.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
نو ای رسوله! پر هغه څه ټينګ ودرېږه چې د پالونکي لخوا دې درته وحې شوي دي او پر هغه عمل وکړه، بېشکه ته پر داسې حق لاره يې چې هيڅ ګډوډي پکې نشته.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟
او بېشکه دغه قرآن ستا لپاره او ستا د قوم لپاره شرف دی، او ژر به د قيامت په ورځ پر هغه د ايمان راوړلو، د هغه د لارښوونې د پيروۍ او هغه ته د بلنې په اړه وپوښتل شئ.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠
او ای رسوله! وپوښته هغه رسولان چې له تا مخکې مولېږلي وو: آيا هغوی مو له رحمان پرته معبودان ګرځولي وو چې لمانځل کېدل به؟!.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او له شک پرته موسی مو فرعون او د قوم سردارانو ته يې له خپلو نښانو سره لېږلی وو، نو هغوی ته يې وويل: بېشکه زه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي استازی يم.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟
کله چې زموږ له نښانو سره ورغی هغوی د ملنډو او مسخرو په ډول پرې خندل پيل کړل.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• خطر الإعراض عن القرآن.
له قرآن څخه د مخ اړولو خطر.

• القرآن شرف لرسول الله صلى الله عليه وسلم ولأمته.
قرآن د رسول صلی الله عليه وسلم او د هغه د امت لپاره شرف دی.

• اتفاق الرسالات كلها على نبذ الشرك.
ټول رسالتونه د شرک په ردولو کې متفق دي.

• السخرية من الحق صفة من صفات الكفر.
پر حق ملنډې وهل د کفر له صفتونو څخه يو صفت دی.

 
Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Zukhruf
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an - Mục lục các bản dịch

Do Trung tâm Diễn giải Nghiên cứu Kinh Qur'an phát hành.

Đóng lại