Check out the new design

Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an * - Mục lục các bản dịch


Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Tawbah   Câu:
كَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَّاَكْثَرَ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ؕ— فَاسْتَمْتَعُوْا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِیْ خَاضُوْا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
تاسو -ای د منافقانو ډلې- په کفر او ټوکو کې د مخکینیو دروغجنو امتونو په څېر یاست، هغوی له تاسو څخه زیات توان شتمنۍ او اولاد لرونکي وو، نو له خپلې لیکل شوې برخې چې د دنیا خوندونه او شهوتونه دي ګټه واخیسته، او تاسو هم -ای منافقانو- له خپلې ټاکلې شوې برخې څخه د مخکینو دروغجنو امتونو په څېر ګټه واخیسته، او د حق په دروغجن کولو او پېغمبر علیه السلام تورنولو کې د هغوی په څېر ور ننوتلۍ لکه څرنګه چې هغوی په دروغو او پېغمبرانو تورنولو کې ننوتي وو، همدا د بدو صفاتو خاوندان هغه خلک دي چې کړنې یې بربادې دي د الله تعالی په نزد د کفر له کبله، او همدوی زیانمن دي چې خپل ځانونه یې زیانمن کړي او هلاکت ته یې وړاندې کړې دي.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
اَلَمْ یَاْتِهِمْ نَبَاُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۙ۬— وَقَوْمِ اِبْرٰهِیْمَ وَاَصْحٰبِ مَدْیَنَ وَالْمُؤْتَفِكٰتِ ؕ— اَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
آیا دې منافقانو ته د هغو دروغجنو قومونو د کړنو خبر ندی راغلی، او د هغه څه چې دوی ته یې سزا ورکړل شوې وه: چې د نوح هود صالح او ابراهیم علیهم السلام قومونه وو، او د مدین خلک وو، او د لوط علیه السلام د قوم کلي وو؛ دوی ته پېغمبران په ښکاره دلیلونو او څرګندو حجتونو سره راغلي وو، پس نه و الله تعالی چې په دوی باندې ظلم وکړي، لیکن دوی پر خپلو ځانونو باندې په الله تعالی باندې په کفر او د پېغمبرانو په دروغجنولو ظلم کړی و.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَالْمُؤْمِنُوْنَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَیُطِیْعُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ سَیَرْحَمُهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او مومنان سړي او مومنانې ښځې ځینې د ځینو نورو مددګار او مرستندوی دي؛ ځکه چې ایمان سره یو ځای کړي دي، دوی په نیکیو امر کوي، او په هر هغه څه هم امر کوي چې الله تعالی ته خوښ وي لکه طاعت، توحید او لمونځ، او له بدیو څخه خلک منع کوي؛ او بدي هر هغه څه ته وایي چې د الله تعالی بد راځي چې ګناه ده لکه کفر او سود خوړل، او لمونځ په مکمل ډول ادا کوي، او د الله تعالی طاعت کوي، او د هغه د پېغمبر طاعت کوي؛ د همدې ښایسته صفتونو لرونکي به زر الله تعالی په خپل رحمت کې داخل کړي، بېشکه الله تعالی زورور دی، هېڅ څوک یې نشي مغلوبه کولی، او په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دی.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَمَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ ؕ— وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
الله تعالی د مومنانو سړو او ښځو سره ژمنه کړې چې دوی به د قیامت په ورځ جنتونو ته داخل کړي چې لاندې د قصرونو د هغې څخه ویالې بهېږي چې دوی به پکې تل پاتې اوسېږي، نه هلته مړه کېږي او نه یې نعمتونه پرې کېږي، او الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې ښایسته کورونو ته یې داخل کړي چې د اوسېدو ځایونه وي، او د رضا مندۍ ژمنه یې ورسره کړې چې الله تعالې یې پرې نازلوي چې تر ټولو ستر نعمت دی، دا یاده شوې بدله ستره بریا ده چې د دې په څېر بله بدله نشته.
Các Tafsir tiếng Ả-rập:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• سبب العذاب للكفار والمنافقين واحد في كل العصور، وهو إيثار الدّنيا على الآخرة والاستمتاع بها، وتكذيب الأنبياء والمكر والخديعة والغدر بهم.
په ټولو دورونو کې د کافرانو او منافقانو د عذاب لامل یو وي، او هغه د آخرت په مقابل کې دنیا غوره کول او له هغې څخه خوند اخیستل، او د پېغمبرانو تکذیب او هغوی سره چل ول دوکې او غداري کول.

• إهلاك الأمم والأقوام الغابرة بسبب كفرهم وتكذيبهم الأنبياء فيه عظة وعبرة للمعتبر من العقلاء.
د پخوانیو قومونو په هلاکت کې د هغوی د کفر او د پېغمبرانو د تکذیب له کبله د عقل خاوندانو لپاره وعظ او عبرت دی.

• أهل الإيمان رجالًا ونساء أمة واحدة مترابطة متعاونة متناصرة، قلوبهم متحدة في التوادّ والتحابّ والتعاطف.
د ایمان خاوندان نارینه او ښځینه سره یو تړلی امت دی، یو بل سره مرسته کوي او زړونه یې سره یو دي په مینه محبت او یو پر بل رحم کولو کې.

• رضا رب الأرض والسماوات أكبر من نعيم الجنات؛ لأن السعادة الروحانية أفضل من الجسمانية.
د ځمکې او اسمانونو د پروردګار رضا کول د جنتونو د نعمتونو څخه لوی دی؛ ځکه چې روحاني سعادت او نیکبختي د جسماني څخه غوره ده.

 
Ý nghĩa nội dung Chương: Al-Tawbah
Mục lục các chương Kinh Số trang
 
Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an - Mục lục các bản dịch

Do Trung tâm Diễn giải Nghiên cứu Kinh Qur'an phát hành.

Đóng lại