Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
31 : 9

اِتَّخَذُوْۤا اَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَالْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ ۚ— وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوْۤا اِلٰهًا وَّاحِدًا ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— سُبْحٰنَهٗ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

يهودو او نصاراوو خپل علما له الله پرته داسې پالونکي معبودان وګرځول چې هغوی لره هغه څه روا کوي کوم چې الله پرې ناروا کړي دي او هغه څه پرې ناروا کوي چې الله ورته روا کړي دي، نصاراو مسيح عيسی د مريم زوی له الله سره معبود وګرځاوه، الله د يهودو او نصاراو علماو ته او همدارنګه عزیر او عيسی د مريم زوی ته يوازې دا امر کړی و چې يوازې د الله عبادت وکړي او هيڅوک ورسره شريک نه کړي، همغه پاک ذات يوازې دی، له هغه پرته پر حقه معبود نشته، له هغه څه پاک او سپېڅلی دی چې شريک دې ولري، لکه څنګه چې دغه مشرکان او نور وايي.
info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• في الآيات دليل على أن تعلق القلب بأسباب الرزق جائز، ولا ينافي التوكل.
په آیتونوکې دلیل دی په دې خبره چې درزق اسبابو ته لیوالتیاجايز ده او دا د توکل سره منافات نلري. info

• في الآيات دليل على أن الرزق ليس بالاجتهاد، وإنما هو فضل من الله تعالى تولى قسمته.
په آیتونو کې دلیل دی چې رزق په کوشش ندی، بیشکه دا د الله تعالی فضل دی د رزق تقسیم هغه پخپله کوي. info

• الجزية واحد من خيارات ثلاثة يعرضها الإسلام على الأعداء، يقصد منها أن يكون الأمر كله للمسلمين بنزع شوكة الكافرين.
جزیه په درې شیانوکې یو انتخاب دی چې اسلام یې دښمنانو ته وړاندې کوي او غرض پکې دا دی چې اختیار دې ټول د مسلمانانو په لاس کې شي او د کافرو څخه دې زوراو هر نوعه طاقت لاړ شي. info

• في اليهود من الخبث والشر ما أوصلهم إلى أن تجرؤوا على الله، وتنقَّصوا من عظمته سبحانه.
په یهودوکې دومره شر او خباثت دی چې دې اندازې ته یې رسولي چې په الله یې جرات کړی دی او (په خپل باور یې ) د هغه کبریا یې راکمه کړیده! info