Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

Số trang:close

external-link copy
13 : 96

اَرَءَیْتَ اِنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟ؕ

آيا پام دې دی که دغه ايساروونکی هغه څه درواغ وګڼي چې رسول ورسره راغلی او مخ ترې واړوي، آيا هغه له الله څخه نه وېريږي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 96

اَلَمْ یَعْلَمْ بِاَنَّ اللّٰهَ یَرٰی ۟ؕ

آيا دغه له لمانځه څخه ايساروونکی بنده نه پوهيږي چې الله هغه څه ويني چې هغه يې کوي، له هغه هيڅ هم نه پتيږي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 96

كَلَّا لَىِٕنْ لَّمْ یَنْتَهِ ۙ۬— لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِیَةِ ۟ۙ

امر داسې نه دی لکه دغه ناپوه چې فکر کړی، که چېرې زموږ د بنده له آزارولو او درواغجن ګڼلو را ونه ګرخي، هرومرو به يې اور ته په سختۍ سره کش کړو پداسې حال کې چې د سر له مخکېنۍ برخې به یې راونیسو. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 96

نَاصِیَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ۟ۚ

د دغه تندي څښتن په وينا کې درواغجن، په عمل کې تېروتی دی. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 96

فَلْیَدْعُ نَادِیَهٗ ۟ۙ

نو هغه مهال چې اور ته د سر له مخکېنۍ برخې را ونيول شي، خپل ملګري او د مجلس ياران دې راوبولي چې مرسته ترې وغواړي ترڅو يې له اوره وژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 96

سَنَدْعُ الزَّبَانِیَةَ ۟ۙ

ژر ده چې موږ هم له سختو پرېښتو څخه د دوزخ چوکيدارانې را وغواړو چې د الله له امر څخه سرغړونه نه کوي، د کوم څه امر چې ورته وکړي، او هغه څه کوي چې امر ورته کيږي، نو بيا دې وګوري چې کومه ډله زياته پياوړې او ځواکمنه ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 96

كَلَّا ؕ— لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ۟

امر داسې نه دی لکه دغه ظالم چې فکر کړی چې تاته به کوم زيان ورسوي، نو په امر او نهي کې يې پيروي مه کوه، او يوازې الله ته سجده کوه، او هغه ته په پيرويو نېږدې شه، ځکه دغه طاعات هغه ته څوک نېږدې کوي. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• فضل ليلة القدر على سائر ليالي العام.
د قدر د شپې غوراوی پر ټول کال باندې. info

• الإخلاص في العبادة من شروط قَبولها.
په عبادت کې اخلاص د هغو د قبوليت شرط دی. info

• اتفاق الشرائع في الأصول مَدعاة لقبول الرسالة.
په اصولو کې د ټولو دينونو اتفاق د رسالت د قبوليت لامل دی. info