Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 段: (234) 章: 拜格勒
وَالَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَیَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا یَّتَرَبَّصْنَ بِاَنْفُسِهِنَّ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّعَشْرًا ۚ— فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
او کوم کسان چې مړه شي او شاته (داسې) ښځې ترې پاتي شی چې حاملې (بارداره) نه وي؛ نو په دې ښځو لازمه ده چې څلور میاشتې او لس ورځې به انتظار کوي او په دې ورځو کې به نه د خاوند له کوره وځي، نه به ډول او سنګار کوي او نه به له بل چا سره نکاح کوي، کله چې دا موده ختمه شي، نو په تاسو باندې څه ګناه نشته -اې ولیانو- په هغه څه کې چې دا ښځې یې د خپلو ځانونو په اړه کوې، هغه کارونه چې د عدت په موده کې ورباندې حرام وو، په ښې طریقه چې د شرعې او رواج خلاف نه وي، او الله تعالی خبردار دی ستاسو هیڅ یو پټ او ښکاره کار ترې نه شي پټېدلی، او خامخا به د هغو جزا درکوي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• مشروعية العِدة على من توفي عنها زوجها بأن تمتنع عن الزينة والزواج مدة أربعة أشهر وعشرة أيام.
د عدت مشروعیت د هغې ښځې لپاره چې خاوند یې مړ شوی وي دا ښځه به څلور میاشتې او لس ورځې ډول او سنګار نه کوي او له بل چا سره به نکاح هم نه کوي.

• معرفة المؤمن باطلاع الله عليه تَحْمِلُه على الحذر منه تعالى والوقوف عند حدوده.
د مؤمن پوهېدنه پر دې چې الله تعالی د ده (په هرڅه) خبر دی، مؤمن دې ته هڅوي چې له الله تعالی څخه ووېرېږي او د هغه له پولو نه وانه وړي.

• الحث على المعاملة بالمعروف بين الأزواج والأقارب، وأن يكون العفو والمسامحة أساس تعاملهم فيما بينهم.
د ښځې، خاوند او خپلوانو یو بل سره ښېګڼې ته هڅونه او دا چې بښنه او یو بل ته تېرېدل د دوی ترمنځ د تعامل بنسټ (اساس) وي.

 
含义的翻译 段: (234) 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭