《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - 译解目录


含义的翻译 段: (124) 章: 阿里欧姆拉尼
اِذْ تَقُوْلُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ اَلَنْ یَّكْفِیَكُمْ اَنْ یُّمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلٰثَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُنْزَلِیْنَ ۟ؕ
یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې تا مومنانو ته ویل پداسې حال کې چې تا هغوی د جنګ بدر په میدان کې مضبوطول وروسته د هغه نه چې هغوی اوریدلی وو چې مشرکانو ته به مرسته راځي. آیا تاسو لره دا بس ندي چې الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په درې زره ملایکو سره چې له اسمان څخه رالیږلی شوې وې د الله تعالی له طرفه د دې لپاره چې تاسو د جنګ په میدان کې مضبوط شئ.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• مشروعية التذكير بالنعم والنقم التي تنزل بالناس حتى يعتبر بها المرء.
مشروعیت او جواز د پند ورکولو په یادولو د نعمتونو او هغو عذابونو چې په خلکو باندې راځي د دې لپاره چې انسان ترې عبرت واخلي.

• من أعظم أسباب تَنَزُّل نصر الله على عباده ورحمته ولطفه بهم: التزامُ التقوى، والصبر على شدائد القتال.
په خپلو بندګانو باندې د الله تعالی د نصرت نازلیدلو او په هغوی باندې د رحم او مهربانۍ کولو د غټو سببونو څخه دا دي: همیشه د الله تعالی څخه ویره کول، او د جنګ په سختیو باندې صبر کول دي.

• الأمر كله لله تعالى، فيحكم بما يشاء، ويقضي بما أراد، والمؤمن الحق يُسَلم لله تعالى أمره، وينقاد لحكمه.
اختیار د ټولو کارونو خاص الله تعالی لره دی، نو بس حکم کوي په څه چې يې وغواړي، او کوي څه چې وغواړي، او ریښتونی مومن د الله تعالی امر ته غاړه ږدي، او د هغه فیصلې ته تسلمیږي.

• الذنوب - ومنها الربا - من أعظم أسباب خِذلان العبد، ولا سيما في مواطن الشدائد والصعاب.
ګناهونه -او د هغې څخه سود دی- د انسان د شرمندګۍ او د ذلت له لویو لاملونو څخه دي، او خاصکر د سختیو او تکلیفونو په ځایونو کې.

• مجيء النهي عن الربا بين آيات غزوة أُحد يشعر بشمول الإسلام في شرائعه وترابطها بحيث يشير إلى بعضها في وسط الحديث عن بعض.
له سود څخه د نهي راتګ د احد د غزا د آیتونو په منځ کې دې خبرې ته اشاره کوي چې اسلام په خپلو حکمونو او د هغو - آيتونو - په تړاو کې بشپړ دی، په داسې ډول چې د خبرې په منځ کې ځينې يې ځينو ته اشاره کوي.

 
含义的翻译 段: (124) 章: 阿里欧姆拉尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - 译解目录

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

关闭