《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - 译解目录


含义的翻译 段: (157) 章: 尼萨仪
وَّقَوْلِهِمْ اِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِیْحَ عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ رَسُوْلَ اللّٰهِ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ وَمَا صَلَبُوْهُ وَلٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ ؕ— مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ اِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ یَقِیْنًا ۟ۙ
او مونږ لعنت کړی په دوی (د خپل رحمت څخه مو شړلي) په سبب د وینا د دوی چې فخر کوونکي دي په دروغو سره: یقینا مونږ وژلی مسیح عیسی ځوی د مریم چې د الله تعالی رسول دی. او حال دا چې نه و وژلی دوی هغه لره لکه څرنګه چې دوی دعوی کوي او نه يې په دار کړی و، لیکن یو سړی یې وژلی و چې الله تعالی په هغه باندې د عیسی علیه السلام شکل اچولی وو او هغه يې په دار کړی و، نو دوی دا ګمان وکړ چې دا وژل شوی کس عیسی علیه السلام دی. او هغو کسانو چې د عیسی علیه السلام د قتل دعوی یې کړې وه د یهودیانو څخه او هغو کسانو چې دوی ته سپارلی و له نصاراو څخه، دواړه ډلې په حیرانتیا کې دي د حال د هغه نه او په شک کې دي، نو نشته دوی لره په عیسی علیه السلام باندې څه علم، بلکه دوی د ګمان تابعداري کوي، او بیشکه ګمان چې دی نشې بی حاجته کولی د حق څخه هیڅ شي، او دوی نه وو وژلی عیسی علیه السلام، او هیڅکله يې په دار کړی هم نه و.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• عاقبة الكفر الختم على القلوب، والختم عليها سبب لحرمانها من الفهم.
د کفر پايله پر زړونو مهر لګېدل دي او پر هغو مهر لګېدل له پوهېدو بې برخې کېدل دي.

• بيان عداوة اليهود لنبي الله عيسى عليه السلام، حتى إنهم وصلوا لمرحلة محاولة قتله.
بیانول د دښمنۍ د یهودیانو د الله تعالی پیغمبر عیسی -علیه السلام- سره، تر دي چې دوی داسې مرحلې ته رسیدلي وو چې د هغه د مرګ کوشش يې وکړ.

• بيان جهل النصارى وحيرتهم في مسألة الصلب، وتعاملهم فيها بالظنون الفاسدة.
د نصاراو د ناپوهۍ بیان او د دار ځړولو په مسئله کې د هغوی ګمان، او د دوی تعامل د دار په مسله کې په غلطو ګمانونو.

• بيان فضل العلم، فإن من أهل الكتاب من هو متمكن في العلم حتى أدى به تمكنه هذا للإيمان بالنبي محمد صلى الله عليه وسلم.
بیان د فضیلت د علم، ځکه چې د اهل کتابو څخه ځینې هغه څوک وو چې په علم کې پاخه وو تر دې چې خپل دې مضبوطوالي ورسول دوی ایمان راوړلو ته په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې.

 
含义的翻译 段: (157) 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - 译解目录

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

关闭