Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 段: (44) 章: 尼萨仪
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یَشْتَرُوْنَ الضَّلٰلَةَ وَیُرِیْدُوْنَ اَنْ تَضِلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ
ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د یهودو د کار نه هغه چې الله تعالی ورته د تورات د علم څخه څه برخه ورکړی ده، بدلوي (اخلي) ګمراهي په هدایت باندې، او دوی ستاسو په ګمراه کولو باندې هم حرص کوونکي دي -ای مومنانو- د سمې لارې څخه هغه چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی؛ د دې لپاره چې تاسو د هغوی په کږې لاره روان شئ؟!.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• من كمال عدله تعالى وتمام رحمته أنه لا يظلم عباده شيئًا مهما كان قليلًا، ويتفضل عليهم بمضاعفة حسناتهم.
د الله تعالی د پوره عدل او د پوره رحمت څخه دا دی چې هغه په خپلو بندګانو باندې هیڅ ظلم نه کوي اګر چې څومره لږ هم وي، او مهرباني کوي په هغوی باندې په زیاتولو د نیکیو د هغوی.

• من شدة هول يوم القيامة وعظم ما ينتظر الكافر يتمنى أن يكون ترابًا.
د قیامت د ورځې د سختې ویرې له امله او د هغه غټ عذاب له وجې چې کافر یې انتظار کوي ارمان به کوي چې کاش که دا خاورې وی.

• الجنابة تمنع من الصلاة والبقاء في المسجد، ولا بأس من المرور به دون مُكْث فيه.
جنابت انسان د لمانځه کولو نه او په جومات کې د پاتې کیدلو نه بندوي، او په داسې حال کې په جومات باندې په تیریدلو کې څه پروا نشته پغیر د پاتې کیدلو نه په هغه کې.

• تيسير الله على عباده بمشروعية التيمم عند فقد الماء أو عدم القدرة على استعماله.
اسانتیا ده د الله تعالی له طرفه په خپلو بندګانو باندې چې تیمم یې ورته روا کړی دی په کوم وخت کې چې اوبه نه وي او یا یې د استعمالولو طاقت نه لري.

 
含义的翻译 段: (44) 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭