《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - 译解目录


含义的翻译 段: (67) 章: 尼萨仪
وَّاِذًا لَّاٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ لَّدُنَّاۤ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟ۙ
او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وی وژل د یو بل، او وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړي مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکیدلی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• فعل الطاعات من أهم أسباب الثبات على الدين.
د نیکیو کول په دین باندې د مضبوط پاتې کیدلو د مهمو سببونو څخه دي.

• أخذ الحيطة والحذر باتخاذ جميع الأسباب المعينة على قتال العدو، لا بالقعود والتخاذل.
له دښمن سره د جګړې لپاره په احتیاط او ځان ژغورنې سره له ټولو مرستندویه توکو ګټه اخستل، نه په لاس تر ځنې کېناستلو او ذلت سره.

• الحذر من التباطؤ عن الجهاد وتثبيط الناس عنه؛ لأن الجهاد أعظم أسباب عزة المسلمين ومنع تسلط العدو عليهم.
ځان ساتل د وروسته وروسته کیدلو نه د جهاد څخه او د خلکو د جهاد څخه د ورسته کولو نه؛ ځکه چې جهاد د مسلمانانو د عزت غټ سبب دی او همدا رنګه په هغوی باندې د کافرانو د تسلط د بندولو غټ سبب هم دی.

 
含义的翻译 段: (67) 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - 译解目录

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

关闭