Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 段: (115) 章: 玛仪戴
قَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مُنَزِّلُهَا عَلَیْكُمْ ۚ— فَمَنْ یَّكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَاِنِّیْۤ اُعَذِّبُهٗ عَذَابًا لَّاۤ اُعَذِّبُهٗۤ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
نو الله تعالی د عیسی –علیه السلام- دعاء قبوله کړه، او ویې ویل: زه نازلوونکی یم دې دسترخوان لره کوم چې تاسو د هغه رانازلیدل غوښتلي وو، نو چاچې کفر وکړ وروسته د نازلیدو د دې نه نو نه دې ملامتوي مګر خپل ځان، نو خامخا زه به ده لره عذاب ورکړم سخت عذاب داسې سخت چې هیچاته ما نه دی ورکړی؛ ځکه چې ده دومره غټه حیرانوونکي او عجیبه نښه ولیدله، نو د ده کفر د عناد او ضد له امله دی، او الله تعالی د دوی وعده پوره کړه نو په دوی یې دغه دسترخوان رانازل کړ.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• توعد الله تعالى كل من أصرَّ على كفره وعناده بعد قيام الحجة الواضحة عليه.
الله تعالی د عذاب ویره ورکړې هغه چاته چې په خپل کفر او عناد باندې کلک ولاړ وي وروسته د ښکاره د لیل قایمولو نه په دې باندې.

• تَبْرئة المسيح عليه السلام من ادعاء النصارى بأنه أبلغهم أنه الله أو أنه ابن الله أو أنه ادعى الربوبية أو الألوهية.
د عیسی –علیه السلام- براءت د نصاراو د دې دعوې نه چې دوی ته عیسی –علیه السلام- ویلی وو چې دا الله دی او یا دا د الله تعالی زوی دی او یا هغه د ځان لپاره د پالونکي دعوی کړي او یا یې ځان د عبادت مستحق ګڼلی دی.

• أن الله تعالى يسأل يوم القيامة عظماء الناس وأشرافهم من الرسل، فكيف بمن دونهم درجة؟!
بیشکه الله تعالی به د قیامت په ورځ د غټو او عزتمندو خکلو نه د پیغمبرانو باره کې تپوس کوي، نو د هغه چا به څه حال وي چې د دوی نه په کمه درجه کې وي؟!

• علو منزلة الصدق، وثناء الله تعالى على أهله، وبيان نفع الصدق لأهله يوم القيامة.
د ریښتیاوو لویه مرتبه، او د الله تعالی ثنا ویل په ریښتیا ویوونکو باندې، او بیان د فایدې ورکولو ریښتیا ویوونکو ته د هغوی د ریښتیاوو د قیامت په ورځ.

 
含义的翻译 段: (115) 章: 玛仪戴
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭