Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 段: (4) 章: 玛仪戴
یَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَاۤ اُحِلَّ لَهُمْ ؕ— قُلْ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ ۙ— وَمَا عَلَّمْتُمْ مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِیْنَ تُعَلِّمُوْنَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللّٰهُ ؗ— فَكُلُوْا مِمَّاۤ اَمْسَكْنَ عَلَیْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهِ ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- ستا ملګري چې الله تعالی دوی لره د څه شي خوراک جایز کړی؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره!-: بیشکه حلال کړي الله تعالی تاسو ته ټول هغه شیان چې پاک وي د خوراکونو څخه، او جایز کړی یې دی هغه چې ښکار کړی وي هغه ښکاري چې ښودنه ورته شوي وي د داړو والاو څخه لکه سپي او پړانګان، او د پنجو والا لکه باښې، تاسو ورته ښکار ښایئ د هغه نه چې الله تعالی په تاسو احسان کړي چې هغه پوهه ده په طریقو د ښکار سره، تر دې چې داسې شي چې امر ورته وکړي خبره مني، او چې منعه يې کړي منعه کیږي، نو خورئ د هغه څه نه چې نیولی یې وي د ښکار څخه اګر که مړ کړی یې هم وي، او یادوئ نوم د الله تعالی د هغه د لیږلو په وخت کې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه امرونو، او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی عملونو لره.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• تحريم ما مات دون ذكاة، والدم المسفوح، ولحم الخنزير، وما ذُكِرَ عليه اسْمٌ غير اسم الله عند الذبح، وكل ميت خنقًا، أو ضربًا، أو بسقوط من علو، أو نطحًا، أو افتراسًا من وحش، ويُستثنى من ذلك ما أُدرِكَ حيًّا وذُكّيَ بذبح شرعي.
حراموالی د هغه څه چې مړ شوی وي پغیر د حلالولو (ذبحه کولو) نه، او وینه بهیدونکی، او غوښه د خنزیر، او هغه څه چې د حلالولو په وخت کې پرې د غیر الله نوم یاد شوی وي، او هر هغه حیوان چې ساه یې خپه شوي وي او مړ شوی وي، او یا په وهلو سره مړ شوی وي، او یا د بره نه د راغورځیدو په وجه مړ شوی وي، او يا په ښکر وهل شوی او مړ شوی وي، او یا داړلی وي یو وحشي ځناور، او ددې ټولو څخه هغه مستثنی دی چې ژوندی راګیر کړی شي او په شرعې طریقې سره حلال کړی شي.

• حِلُّ ما صاد كل مدرَّبٍ ذي ناب أو ذي مخلب.
حلال دی هغه ښکار چې روزل شوي پنجه دار یا مښوکې والا ښکار کړی وي.

• إباحة ذبائح أهل الكتاب، وإباحة نكاح حرائرهم من العفيفات.
جایز دي حلالې د اهل کتابو، او جایز دي نکاح کول د ازادو پاک لمنو زنانه و سره د اهل کتابو نه.

 
含义的翻译 段: (4) 章: 玛仪戴
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭