Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 嘎姆勒   段:
وَمَاۤ اَمْرُنَاۤ اِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ ۟
او زموږ امر چې کله د يو شي اراده وکړو له دې پرته بل څه نه دی چې يوه کلمه ووايو چې هغه ته: شه، نو هغه څه کيږي چې موږ يې غواړو ډېر په منډه لکه د سترګو د رپ غوندې.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَهْلَكْنَاۤ اَشْیَاعَكُمْ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او پرته له شکه په کفر کې ستاسو غوندې پخواني امتونه مو تباه کړي دي؛ نو آيا پر دغه څوک پند اخېستونکی شته چې له کفره يې وګرځي؟!
阿拉伯语经注:
وَكُلُّ شَیْءٍ فَعَلُوْهُ فِی الزُّبُرِ ۟
او هرڅه چې بندګانو کړي دي؛ نو هغه د ساتونکو پرېښتو په کتابونو کې ليکل شوي دي چې هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي.
阿拉伯语经注:
وَكُلُّ صَغِیْرٍ وَّكَبِیْرٍ مُّسْتَطَرٌ ۟
او له کړنو او ويناوو هره وړه، او له هغو هره لويه د کړنو په پاڼو او لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، ژر پرې بدله ورکړل شي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَهَرٍ ۟ۙ
پرته له شکه هغه کسان چې د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ترې وېريږي په داسې جنتونو کې وي چې مزې به پکې کوي او په روانو ويالو کې به وي.
阿拉伯语经注:
فِیْ مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیْكٍ مُّقْتَدِرٍ ۟۠
په حق مجلس کې چې بې ځایه خبره او ګناه به پکې نه وي، د داسې څښتن په وړاندې چې د هر څه څښتن دی، داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه بې وسې کيږي، نو له هغوی به د هغه څه په اړه پوښتنه نه کيږي چې کوم تلپاتې نعمتونه ترلاسه کوي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• كتابة الأعمال صغيرها وكبيرها في صحائف الأعمال.
د اعمالو څخه د وړو او لويو ليکل يې د اعمالو په پاڼو کې.

• ابتداء الرحمن بذكر نعمه بالقرآن دلالة على شرف القرآن وعظم منته على الخلق به.
د مهربان الله له لوري د قرآن په نعمت پيل د قرآن پر شرف او پر خلکو يې د احسان پر لوی والي دلالت کوي.

• مكانة العدل في الإسلام.
په اسلام کې د عدالت مرتبه.

• نعم الله تقتضي منا العرفان بها وشكرها، لا التكذيب بها وكفرها.
د الله نعمتونه له موږ څخه د هغو د پېژندګلوۍ اوپر هغو د شکر غوښتنه کوي، نه د هغو د درواغ ګڼلو او له هغو څخه د نټه کولو.

 
含义的翻译 章: 嘎姆勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭