Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拉哈迈尼   段:
مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ
الله مالګين او خوږ دريابونه سره ګډ کړي په هغه ځای کې سره يوځای کيږي چې سترګې يې ويني.
阿拉伯语经注:
بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ
د هغو دواړو ترمنځ يو خنډ دی چې هر يو يې له دې څخه را ګرځوي چې پر بل دې تېری وکړي ترڅو خوږ همداسې خوږ پاتې شي او مالګين همداسې مالګين.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ
د دواړو دريابونو له ټولګې څخه لويې او کوچنۍ ملغلرې را وزي.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ
او يوازې هغه لوړ پاک ذات لره په دريابونو کې د غرونو غوندې روانو کښتيو کې تصرف کول دي.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ
هرڅه مخلوقات چې د ځمکې پر مخ دي هرومرو تباه کېدونکي دي.
阿拉伯语经注:
وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ
او ای رسوله! ستا پالونکی پاتې کيږي چې د لويۍ، احسان او پر بندګانو يې د پېرزوينې څښتن دی، نو هغه لره به هيڅکله فنا را نه شي.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ
او له هغه ټولې هغه پرېښتې چې په آسمانونو کې دي، او پېريان او انسانان چې په ځمکه کې دي خپلې اړتياوې غواړي، هره ورځ هغه د خپلو بندګانو له مړه کولو، ژوندي کولو، روزي ورکول او يا بل کوم کار کې وي.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ
ای انسانانو او پېريانو ژر به موږ تاسو سره حساب وکړو؛ نو هر چاته به د هغه څه بدله ورکړو چې له ثواب او سزا يې وړ دی.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ
او الله به د قيامت په ورځ چې کله پېريان او انسانان را غونډ کړي ووايي: اې د پېريانو او انسانانو ډلې! که چېرې د آسمانونو او ځمکې له کونجونو څخه په کوم کونج کې د ځانونو لپاره د وتلو لار پيداکولای شئ؛ نو دا کار وکړئ، خو هيڅکله به تاسې دا کار ونه شئ کړای مګر د يو ځواک او دليل په مرسته، او دا ځواک او دليل به تاسو له کومه کړئ؟
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ
اې انسانانواو پېريانو! پر تاسو به له داسې اوره لمبې چې له دوده خالي وي، او داسې دود را خوشي کړل شي چې لمبه به پکې نه وي، چې د دې منع کول به ستاسې په توان کې نه وي.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ
کله چې آسمان د پرېښتو د را کوزدېدو لپاره وچوي؛ نو د رنګ په روڼ والي کې به تېلو غوندې تک سور وي.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ
نو په دغه لويه ورځ کې به نه انسان او نه پېری يې له ګناهونو پوښتل کيږي، ځکه الله به د هغوی پر کړنو پوه وي.
阿拉伯语经注:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
阿拉伯语经注:
یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ
د قيامت په ورځ به ګناهکاران پر نښو يې پېژندل کيږي چې د مخونو توروالی او سترګو شينوالی دی، نو تندي به يې له پښو سره يوځای کړل کيږي او بيا به دوزخ خواته کشول کيږي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• الجمع بين البحر المالح والعَذْب دون أن يختلطا من مظاهر قدرة الله تعالى.
د مالګين او خوږ درياب ترمنځ داسې يوځای کول چې سره ګډوډ نه شي دا د الله تعالی د ځواک له څرګندو نښانو څخه دي.

• ثبوت الفناء لجميع الخلائق، وبيان أن البقاء لله وحده حضٌّ للعباد على التعلق بالباقي - سبحانه - دون من سواه.
د ټولو مخلوقاتو لپاره د له منځه تللو ثبوت، او د دې خبرې بيان چې پاتې کېدل يوازې الله لره دي دا بندګان دېته هڅوي چې له پاتې کېدونکي پاک ذات سره اړيکه جوړه کړي نه له هغه پرته له بل چا سره.

• إثبات صفة الوجه لله على ما يليق به سبحانه دون تشبيه أو تمثيل.
د الله لپاره پرته له تشبيه او تمثيل څخه د داسې مخ ثابتوالی چې له هغه سره ښايي.

• تنويع عذاب الكافر.
د کافر ډول ډول عذاب

 
含义的翻译 章: 拉哈迈尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭