Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 穆资米拉   段:

مزمل

每章的意义:
بيان الأسباب المعينة على القيام بأعباء الدعوة.
د هغو لاملونو بيانول چې د بلنې په سختيو ګاللو کې مرسته کوونکي دي.

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ
اې په خپلو جامو کې ځان نغاړونکيه ( يعني نبي صلی الله عليه وسلم).
阿拉伯语经注:
قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ
له کمې برخې پرته په نوره شپه کې لمونځ کوه.
阿拉伯语经注:
نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ
که دې خوښه شي تر نيمايي شپې لمونځ کوه، او يا له نيمايي هم کمه برخه ترڅو درېيمې برخې ته ورسېږې.
阿拉伯语经注:
اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ
او يا پرې زيات کړه، ترڅو له دريو دوو برخو ته ورسېږې، او کله چې قرآن لولې څرګند يې لوله او په لوستلو کې يې له کرارۍ کار اخله.
阿拉伯语经注:
اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟
اې رسوله! پرته له شکه موږ پرتا قرآن نازلوو، چې هغه درنده وينا ده؛ ځکه په هغې کې فرائض، حدود، حکمونه، آداب او داسې نور دي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ
د شپې په حصو کې لوستل ډیر ښه وي او زړه د قرءت سره خورا زیات برابر وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ
پرته له شکه ستا لپاره له ورځې په خپلو کړنو کې بوختيا ده، چې د هغو له امله له لوستلو يې بوختېږې، نو د شپې لمونځ کوه.
阿拉伯语经注:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ
او الله په ډول ډول يادونو يادوه، او د الله پاک عبادت ته په بشپړ بېلوالي سره په اخلاص ځان بېل کړه.
阿拉伯语经注:
رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟
د ختيځ رب او د لوېديځ رب دی، له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو همغه وکيل ونيسه چې په خپلو ټولو چارو کې پرې بروسه کوې.
阿拉伯语经注:
وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟
او له ملنډو او ښکنځلو پر هغه څه صبر کوه چې درواغ ګڼونکي يې وايي، او په داسې ډول ترې بېل شه چې هيڅ اذيت پکې نه وي.
阿拉伯语经注:
وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟
او د دنيا په مزو ګټه اخېستونکو، درواغ ګڼونکو په کيسه کې مه کېږه، ما او هغوی پرېږده، او هغوی ته لږ موده انتظار وکړه تر څو يې وخت را ورسيږي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ
پرته له شکه په آخرت کې موږ سره درنې زولنې دي او بلېدونکی اور دی.
阿拉伯语经注:
وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫
او داسې خواړه چې د سخت تریخوالي له امله به په مرۍ کې نېښلي، او دردوونکی عذاب، چې دا پر هغه مخکېنيو زيات شی وي.
阿拉伯语经注:
یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟
دغه عذاب به په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته رسېدونکی وي په کومه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزيږي، او غرونه به د حالت د سختوالي له امله بهېدونکي تيت رېګ غوندې وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ
پرته له شکه موږ تاسو ته يو رسول درلېږلی وو چې د قيامت په ورځ ستاسو پر کړنو شاهد وي لکه څنګه مو چې فرعون ته يو رسول لېږلی و چې هغه موسی عليه السلام و.
阿拉伯语经注:
فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟
خو فرعون د خپل پالونکي لخوا ور لېږل شوي رسول څخه سرغړونه وکړه، نو هغه ته مو په دنيا کې په ډوبولو سخت عذاب ورکړ، او په آخرت کې د اور عذاب، نو تاسې له خپل رسول څخه سرغړونه مه کوئ چې همغه څه به در ورسيږي چې هغه ته رسېدلي و.
阿拉伯语经注:
فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟
که چېرې تاسې پر الله کفر وکړئ او رسول يې درواغجن وبولئ؛ نو په هغه سخته اوږده ورځ به څنګه ځانونه ساتئ او خوندي کوئ چې د وړو ماشومانو سرونه به د هغې ورځې د سختوالي او اوږدوالي له امله سپين شي.
阿拉伯语经注:
١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟
آسمان به د هغې له سختۍ څخه چا ودېدونکی وي، او د الله ژمنه هرومرو ترسره کېدونکې ده.
阿拉伯语经注:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠
پرته له شکه دغه نصيحت چې د هغه څه پر بيان مشتمل دی چې د قيامت په ورځ به کوم بد حالت او سختي وي دا يو پند دی چې مؤمنان ترې ګټه پورته کوي، نو څوک چې د خپل پالونکي لوري ته د رسوونکې لارې غوره کوونکی وو هغه غوره کړه.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• أهمية قيام الليل وتلاوة القرآن وذكر الله والصبر للداعية إلى الله.
د الله لوري ته د بلونکي لپاره د شپې د لمانځه، د قرآن د لوستلو، د الله د ياد او صبر کولو اهميت.

• فراغ القلب في الليل له أثر في الحفظ والفهم.
په شپه کې د زړه فارغ والی په ياد او پوهه کې ځانګړی اغېز لري.

• تحمّل التكاليف يقتضي تربية صارمة.
د ستونزو زغمل د پرېکنده روزنې غوښتنه کوي.

• الترف والتوسع في التنعم يصدّ عن سبيل الله.
په نعمتونو کې زيادت او پراخي د الله له لارې راګرځوي.

 
含义的翻译 章: 穆资米拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭