《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - 译解目录


含义的翻译 章: 穆团菲给尼   段:

المطففين

每章的意义:
تحذير المكذبين الظالمين من يوم القيامة وبشارة المؤمنين به.
د قيامت له ورځې د درواغ ګڼونکو ظالمانو وېرول او مؤمنانو ته پرې زېری ورکول.

وَیْلٌ لِّلْمُطَفِّفِیْنَ ۟ۙ
تباهي او زيان دی د ډنډه وهونکو لپاره.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ اِذَا اكْتَالُوْا عَلَی النَّاسِ یَسْتَوْفُوْنَ ۟ؗۖ
او هغوی داسې کسان دي چې کله له نورو پېمانه کوي خپل حق پرته له زيانه پوره ترلاسه کوي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا كَالُوْهُمْ اَوْ وَّزَنُوْهُمْ یُخْسِرُوْنَ ۟ؕ
او کله چې خلکو ته په پېمانه يا په تول څه ورکوي؛ نو په پېمانه او تول کې کموالی کوي، دا د مدينې د خلکو حال و هغه مهال چې نبي صلی الله عليه وسلم هغوی ته هجرت ور وکړ.
阿拉伯语经注:
اَلَا یَظُنُّ اُولٰٓىِٕكَ اَنَّهُمْ مَّبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ
ايا دغه کسان چې داسې ناوړه کار کوي باور نه لري چې هغوی به الله ته ور پاڅول کيږي؟!
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• التحذير من الغرور المانع من اتباع الحق.
له هغې لویۍ څخه منع کول چې د حق د پیروۍ لامل ګرځي.

• الجشع من الأخلاق الذميمة في التجار ولا يسلم منه إلا من يخاف الله.
بد حرص په سوداګرو کې له ناوړه خويونو څخه دی يوازې هغه څوک ترې خوندي وي چې له الله څخه وېريږي.

• تذكر هول القيامة من أعظم الروادع عن المعصية.
د قيامت سختۍ ور په يادول له ګناه څخه تر ټولو لوی منع کوونکی دی.

لِیَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ۙ
د حساب او بدلې لپاره په يوه داسې لويه ورځ کې چې په هغې کې ازموينې او سختۍ وي.
阿拉伯语经注:
یَّوْمَ یَقُوْمُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
په کومه ورځ چې خلک د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته د حساب لپاره دريږي.
阿拉伯语经注:
كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْفُجَّارِ لَفِیْ سِجِّیْنٍ ۟ؕ
امر داسې نه دی لکه تاسې يې چې تصور کوئ چې له مرګ څخه وروسته بيا را پاڅېدل نشته، پرته له شکه د کافرانو او منافقانو بدکارو خلکو عملنامې به په زيان کې په ترټولو ټيټه ځمکه کې وي.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سِجِّیْنٌ ۟ؕ
او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې سجين څه دی؟!.
阿拉伯语经注:
كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ؕ
پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي.
阿拉伯语经注:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ
په دغه ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره زيان او تباهي ده.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ یُكَذِّبُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ؕ
هغه کسان چې د بدلې هغه ورځ درواغ ګڼي چې په هغې کې الله خپلو بندګانو ته يې د دنيا پر کړنو بدله ورکوي.
阿拉伯语经注:
وَمَا یُكَذِّبُ بِهٖۤ اِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
او دغه ورځ يوازې هغه څوک درواغ ګڼي چې د الله له پولو اوښتونکی وي او زيات ګناه کوونکی وي.
阿拉伯语经注:
اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ
کله چې زموږ پر رسول نازل کړل شوي زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دا خو د پخوانيو امتونو کيسې دي، او د الله له لورې نه دي.
阿拉伯语经注:
كَلَّا بَلْ ٚ— رَانَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
امر داسې نه دی لکه دغو درواغ کڼونکو چې تصور کړی، بلکې د هغوی کړي ګناهونه پرې غالبه شول او د هغوی عقلونه يې ور پټ کړل؛ نو حق پر خپلو زړونو نه شي ليدلای.
阿拉伯语经注:
كَلَّاۤ اِنَّهُمْ عَنْ رَّبِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّمَحْجُوْبُوْنَ ۟ؕ
پرته له شکه هغوی به د خپل پالونکي له ليدلو څخه د قيامت په ورځ منع کړل شوي وي.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اِنَّهُمْ لَصَالُوا الْجَحِیْمِ ۟ؕ
بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي، چې ګرمي به يې زغمي.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ یُقَالُ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ؕ
بيا به د قيامت په ورځ هغوی ته د هغوی د ګواښلو په موخه وويل شي: دغه سزا چې تاسې ورسره مخ ياست هغه څه دي چې په دنيا کې مو درواغ ګڼله کله به چې مو رسول پرې خبرولئ.
阿拉伯语经注:
كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْاَبْرَارِ لَفِیْ عِلِّیِّیْنَ ۟ؕ
امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې تصور کړی دی، چې حساب او بدله به نه وي، پرته له شکه د پيروي کوونکو عملنامې به په عليين کې وي.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا عِلِّیُّوْنَ ۟ؕ
او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې عليين څه دی؟!.
阿拉伯语经注:
كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ۙ
پرته له شکه د هغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي.
阿拉伯语经注:
یَّشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ
دغه کتاب ته له هر اسمان څخه يوازې مقربې پرېښتې ور نېږدې کيږي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ
پرته له شکه زيات پيروي کوونکي به د قيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي.
阿拉伯语经注:
عَلَی الْاَرَآىِٕكِ یَنْظُرُوْنَ ۟ۙ
پر ښايسته تختونو ناست خپل پالونکي او هر هغه څه ته به ګوري چې زړونه يې پرې تازه کيږي او خوشحاليږي.
阿拉伯语经注:
تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِیْمِ ۟ۚ
کله چې ورته وګورې د هغوی په مخونو کې به د نعمتونو د ښايست او ښکلا اغېز وينې.
阿拉伯语经注:
یُسْقَوْنَ مِنْ رَّحِیْقٍ مَّخْتُوْمٍ ۟ۙ
خادمان به يې داسې شراب ورباندې څښي چې لوښي به يې مهر کړل شوي وي.
阿拉伯语经注:
خِتٰمُهٗ مِسْكٌ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكَ فَلْیَتَنَافَسِ الْمُتَنٰفِسُوْنَ ۟ؕ
له هغو به تر پايه د مشکو بوی ځي، په دغه نېکه بدله کې لازم دي چې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي، په داسې عمل سره چې الله راضي کوي او د هغه څه په پرېښودلو سره چې الله په غوسه کوي.
阿拉伯语经注:
وَمِزَاجُهٗ مِنْ تَسْنِیْمٍ ۟ۙ
له دغو مهر کړل شويو شرابو سره به د تسنيم له چينې ګډون وي.
阿拉伯语经注:
عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ
او دا په تر ټولو لوړ جنت کې يوه خالصه او صافه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي، او ټول مؤمنان څښاک ترې کوي چې له نورو سره به ګډه وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا كَانُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَضْحَكُوْنَ ۟ؗۖ
پرته له شکه هغه کسان چې د کفر جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې د ملنډو په ډول خندل چې ايمان يې راوړی وو.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا مَرُّوْا بِهِمْ یَتَغَامَزُوْنَ ۟ؗۖ
او کله به چې پر مؤمنانو تېرېدل ځينو به يې ځينوته د ملنډو او مسخرو په ډول سترګکونه وهل.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمُ انْقَلَبُوْا فَكِهِیْنَ ۟ؗۖ
او کله به چې خپلو کورونيو ته ور ګرځېدل پر کفر او مؤمنانو د ملنډو وهلو له امله به خوشحاله راګرځېدل.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا رَاَوْهُمْ قَالُوْۤا اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ
او کله به يې چې مسلمانان وليدل ويل به يې: پرته له شکه دغه خلک د حق له لارې لارورکي دي، چې د خپلو پلرونو دين يې پرې اېښی دی.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اُرْسِلُوْا عَلَیْهِمْ حٰفِظِیْنَ ۟ؕ
او الله هغوی د مسلمانانو پر اعمالو وکيلان نه وو ګرځولي ترڅو هغوی دا ډول وينا وکړي.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• خطر الذنوب على القلوب.
پر زړونو د ګناهونو خطر.

• حرمان الكفار من رؤية ربهم يوم القيامة.
د قيامت په ورځ د کافرانو د خپل پالونکي له ليدلو څخه بې برخې کېدل.

• السخرية من أهل الدين صفة من صفات الكفار.
پر دينداره خلکو ملنډې وهل د کافرانو له صفتونو څخه دي.

فَالْیَوْمَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنَ الْكُفَّارِ یَضْحَكُوْنَ ۟ۙ
نو د قيامت په ورځ به هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی پر کافرانو پورې خاندې لکه څنګه یې چې په دنيا کې کافرانو پورې خندل.
阿拉伯语经注:
عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۙ— یَنْظُرُوْنَ ۟ؕ
پر ښايسته تختونو به ناست وي هغه څه ته به ګوري چې الله د هغوی لپاره کوم تلپاتې نعمتونه چمتو کړي دي.
阿拉伯语经注:
هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟۠
پرته له شکه کافرانو ته د هغوی پر هغو کارونو چې په دنيا کې يې کړي وو سپکوونکی عذاب ورکړل شو.
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• خضوع السماء والأرض لربهما.
د اسمان او ځمکې خپل پالونکي ته عاجزي کول.

• كل إنسان ساعٍ إما لخير وإما لشرّ.
هر انسان هڅه کوونکی دی يا د خير او يا هم د شر.

• علامة السعادة يوم القيامة أخذ الكتاب باليمين، وعلامة الشقاء أخذه بالشمال.
د قيامت په ورځ د نېکبختۍ نښه د عملنامې په ښي لاس اخېستل او د بدبختۍ نښه د عملنامې په چپ لاس اخېستل دي.

 
含义的翻译 章: 穆团菲给尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - 译解目录

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

关闭