Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 * - 译解目录


含义的翻译 章: 提尼   段:

تین

每章的意义:
امتنان الله على الإنسان باستقامة فطرته وخلقته، وكمال الرسالة الخاتمة.
پر انسان د الله احسان د هغه د فطرت، پيدايښت او وروستي پيغام په بشپړتيا سره.

وَالتِّیْنِ وَالزَّیْتُوْنِ ۟ۙ
الله پر انځر او د هغه د را شنه کېدو پر ځای لوړه وکړه، او پر ښوون او د هغه د را شنه کېدو پرځای د فلسطين پر هغه ځمکه لوړه وکړه چې عيسی عليه السلام پکې لېږل شوی دی.
阿拉伯语经注:
وَطُوْرِ سِیْنِیْنَ ۟ۙ
او د سينا پر هغه غره يې لوړه وکړه چې هلته د الله نبي موسی عليه السلام له الله پاک سره مناجات کړي دي.
阿拉伯语经注:
وَهٰذَا الْبَلَدِ الْاَمِیْنِ ۟ۙ
او پر هغه حرام ښار مکه يې لوړه وکړه چې څوک ور ننوځي؛ نو په امن کې وي، چېرې چې محمد صلی الله د نبي په توګه لېږل شوی دی.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْۤ اَحْسَنِ تَقْوِیْمٍ ۟ؗ
پرته له شکه موږ انسان په تر ټولو ښه او غوره صورت کې پيداکړی دی.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ رَدَدْنٰهُ اَسْفَلَ سٰفِلِیْنَ ۟ۙ
بيا مو هغه په دنيا کې زوړوالي او چټياتو ته راوګرځولو چې له خپل جسد څخه ګټه نه شي پورته کولای، لکه څنګه چې له ده ګټه نه شې اخېستی کله چې خپل فطرت له منځه يوسي او اور ته وګرځي.
阿拉伯语经注:
اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَلَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟ؕ
مګر هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي؛ نو هغوی که څه هم زاړه شي، بيا هم هغوی لره تلپاتې نه ختمېدونکې بدله ده او هغه جنت دی، ځکه هغوی خپل فطرت پاک کړی.
阿拉伯语经注:
فَمَا یُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّیْنِ ۟ؕ
نو اې انسانه! څه شی دې د بدلې د ورځې په اړه درواغ ګڼلو ته هڅوي، وروسته تردې چې د هغه د قدرت زياتې نښې دې وليدې؟
阿拉伯语经注:
اَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَحْكَمِ الْحٰكِمِیْنَ ۟۠
ايا الله د قيامت د ورځې د بدلې د ورځې په ګرځولو سره ترټولو حاکمانو لوی حاکم او تر ټولو عادل نه دي؟! ايا دا عقل مني چې الله به خپل بندګان همداسې پرېږدي پرته له دې چې د هغوی ترمنځ دې پرېکړه وکړي، چې نېکي کوونکي ته يې د نېکۍ بدله ورکړي او بدکار ته يې د بدۍ بدله ورکړي؟
阿拉伯语经注:
这业中每段经文的优越:
• رضا الله هو المقصد الأسمى.
د الله له لوري د خپل نبي صلی الله عليه وسلم درناوی چې د هغه لپاره يې ياد لوړ کړ.

• أهمية القراءة والكتابة في الإسلام.
د الله رضا تر ټولو لوړه موخه ده.

• خطر الغنى إذا جرّ إلى الكبر والبُعد عن الحق.
په اسلام کې د ليک او لوست اهميت.

• النهي عن المعروف صفة من صفات الكفر.
د شتمنۍ خطر کله چې هغه د لويۍ او له حقه د لرېوالي لامل کيږي.

• إكرام الله تعالى نبيه صلى الله عليه وسلم بأن رفع له ذكره.
له نېکۍ را ګرځول د کفر له صفتونو څخه يو صفت دی.

 
含义的翻译 章: 提尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。 - 译解目录

古兰经注释研究中心发行。

关闭