Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拉尔德   段:
وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلٰتُ ؕ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلٰی ظُلْمِهِمْ ۚ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَشَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
او دوى له تا نه تر نېكۍ مخكې بدي په تلوار غواړي، حال دا چې له دوى مخكې هم عذابونه (او مثالونه يې) تېر شوي او بې شکه ستا رب پر خلكو د هغوى د ظلم سره هم د بخښنې څښتن دى او بې شکه ستا رب سخت سزا وركوونكى (هم) دى.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرٌ وَّلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ۟۠
او وايي هغه کسان چې کافران شوي: ولې د خپل رب له لورې څه نښه پرې نازله نه شوه؟ خبره دا ده چې ته خو يوازې وېروونكى يې او د هر قوم لپاره يو لارښود دى.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ اُ وَمَا تَغِیْضُ الْاَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ؕ— وَكُلُّ شَیْءٍ عِنْدَهٗ بِمِقْدَارٍ ۟
الله ښه پوهېږي د هرې ښځينې په هغه بار چې اخلي يې او پر هغه چې رحمونه يې كموي او زياتوي او هر څه له هغه سره په ټاكلې اندازه دي.
阿拉伯语经注:
عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِیْرُ الْمُتَعَالِ ۟
په پټ او ښكاره پوه، ستر او لوړ دى.
阿拉伯语经注:
سَوَآءٌ مِّنْكُمْ مَّنْ اَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَنْ جَهَرَ بِهٖ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِالَّیْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ ۟
هغه ته برابره ده كه تاسو نه څوك په ورو ورو خبره كوي، كه په زوره او څوك چې د شپې پټېدونكى دى او كه د ورځې روان دى.
阿拉伯语经注:
لَهٗ مُعَقِّبٰتٌ مِّنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖ یَحْفَظُوْنَهٗ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاِذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِقَوْمٍ سُوْٓءًا فَلَا مَرَدَّ لَهٗ ۚ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّالٍ ۟
هغه (انسان) لره وړاندې وروسته څارونكي وار په وار راتلونكي پريښتې دي چې د الله په امر يې ساتنه كوي، بې شكه الله تر هغه د يو قوم حالت نه بدلوي څو چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل كړي، او كله چې الله كوم قوم ته د بدۍ اراده وكړي نو بيا يې بېرته ګرځېدل نشته او نه بيا د هغوى لپاره پرته له هغه څوك ملګرى.
阿拉伯语经注:
هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّیُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ ۟ۚ
دى هماغه ذات دى چې برېښنا درښايي له وېرې او هيلې لپاره او درنې وريځې راپورته كوي.
阿拉伯语经注:
وَیُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهٖ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ مِنْ خِیْفَتِهٖ ۚ— وَیُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَیُصِیْبُ بِهَا مَنْ یَّشَآءُ وَهُمْ یُجَادِلُوْنَ فِی اللّٰهِ ۚ— وَهُوَ شَدِیْدُ الْمِحَالِ ۟ؕ
يوه پرېښته (رعد) له ستاينې سره د هغه پاكي بيانوي او نورې پرېښتې يې له وېرې (پاكي وايي) او تندرونه راليږي نو چا ته يې چې خوښه شي پرې غورځوي يې په داسى حال كې چې دوى د الله په اړه شخړې كوي او د هغه سزا او نيول ډېر سخت دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拉尔德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭