Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉拉   段:

حجر

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
الر [1]، دغه د كتاب او واضح قرآن آیتونه دي.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
阿拉伯语经注:
رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟
ډیر ځلې به ارزو (هېله) کوي هغه کسان چې کافران شوي دي چې کاشکې وی دوی مسلمانان.
阿拉伯语经注:
ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَیَتَمَتَّعُوْا وَیُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
پريږده دوی (ای پیغمبره) چې خوراکونه کوي او مزې اخلي (د دنیا) او غافل کړي دوی لره امیدونو، نو زر دی چې دوی ته به ښکاره شي.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ ۟
او موږ هيڅ كلي والا نه دي تباه كړي مګر د هغوی لپاره ټاکلي لیکل وو.
阿拉伯语经注:
مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟
نه شي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې نېټې څخه او نه وروسته کیدلی شي.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌ ۟ؕ
او ویلی (دغو کافرانو محمد صلی الله علیه وسلم ته) ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی دی پر هغه باندې ذکر (قرآن) بې شکه ته خامخا لیونی يې.
阿拉伯语经注:
لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ولې نه راولې ته موږ ته ملائکې که یې ته له ريښتینو څخه.
阿拉伯语经注:
مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ ۟
نه نازلوو موږ پريښتې مګر له حق سره، او بيا خلكو ته مهلت نه وركول كېږي.
阿拉伯语经注:
اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟
بې شکه موږ پخپله نازل کړې دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او خامخا په تحقیق سره لیږلي و موږ (رسولان) پخوا له تا په ډلو د پخوانیو (خلکو) کې.
阿拉伯语经注:
وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او نه به راته هغوی ته هیڅ رسول مګر حال دا چې وو به دوی چې په هغه پورې به یې مسخری کولې.
阿拉伯语经注:
كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ
همدغه شان موږ ورننباسو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې.
阿拉伯语经注:
لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
هغوى پرې ايمان نه راوړي، له پخوا نه د دغه ډول خلكو همدا كړنلاره ده.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَ ۟ۙ
او که راپرانیزو موږ په دوی باندې یوه دروازه له اسمانه چې شي دوی په دې کې (ټوله ورځ) ورخیژي.
阿拉伯语经注:
لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ ۟۠
بيا به يې هم همدا ويل چې زموږ سترګې غولول كېږي، بلكې پر موږ كوډې شوې دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭