《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。

external-link copy
7 : 3

هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ مِنْهُ اٰیٰتٌ مُّحْكَمٰتٌ هُنَّ اُمُّ الْكِتٰبِ وَاُخَرُ مُتَشٰبِهٰتٌ ؕ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ زَیْغٌ فَیَتَّبِعُوْنَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَآءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَآءَ تَاْوِیْلِهٖ ؔۚ— وَمَا یَعْلَمُ تَاْوِیْلَهٗۤ اِلَّا اللّٰهُ ۘؐ— وَالرّٰسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ یَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِهٖ ۙ— كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ رَبِّنَا ۚ— وَمَا یَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟

هغه ذات دى چې پر تا يې كتاب نازل كړ، له هغه څخه څه اّيتونه محكم (څرګندې معنا والا) دي چې دا د كتاب بنسټ دى او نور يې متشابه (بې ټاكلې معنا) دي، نو د چا زړونو كې چې كوږوالى وي هغوى يې د فتنې او اصلي معنا په لټون متشابهاتو پسې درومي، حال دا چې په اصلي معنا يې يوازې الله پوهيږي او په علم كې پاخه او کلک كسان بيا وايي: موږ پرې ايمان راوړى، دا ټول زموږ د رب لخوا دي او پند نه اخلي مګر د عقل خاوندان. info
التفاسير: