Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 宰哈柔福   段:

زخرف

حٰمٓ ۟ۚۛ
حم [1]
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
阿拉伯语经注:
وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ
په (دې) څرګند كتاب قسم.
阿拉伯语经注:
اِنَّا جَعَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟ۚ
چې بېشکه هغه موږ يو عربي قرآن ګرځولى تر څو تاسو له عقل کار واخلئ.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّهٗ فِیْۤ اُمِّ الْكِتٰبِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟ؕ
او بېشكه هغه په لوح محفوط كې زموږ سره دی په هرومرو د لوړې مرتبې حكمت والا دى.
阿拉伯语经注:
اَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا اَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِیْنَ ۟
ایا واړوو له ستاسو څخه دا قران په اړولو؛ له دې کبله چې تاسو مسرفین یاست؟ [دا قران درته بیان نه کړو؟ خاماخا یې درته بیانوو].
阿拉伯语经注:
وَكَمْ اَرْسَلْنَا مِنْ نَّبِیٍّ فِی الْاَوَّلِیْنَ ۟
او موږ په لومړنيو کې هم څومره نبيان ولېږل؟
阿拉伯语经注:
وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او هغوى ته يو نبي هم نه دى ورغلى مګر دا چې هغوی ملنډې پرې وهلې.
阿拉伯语经注:
فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّمَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
خو موږ تر هغوى زورور (جنګيالي) هم تباه كړل او د پخوانيو (ډېر) مثالونه تېر شوي.
阿拉伯语经注:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ
او كه هغوى وپوښتې چې آسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې هغه برلاسي ډېر پوه (الله) پيدا كړي دي.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّجَعَلَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۚ
هغه چې تاسو ته يې ځمكه فرش ګرځولې او لارې يې درته پکې پيدا كړې دي، چې تاسو سمه لار ومومئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 宰哈柔福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭