Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 法提哈   段:
قُلْ لِّلْمُخَلَّفِیْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ اِلٰی قَوْمٍ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ تُقَاتِلُوْنَهُمْ اَوْ یُسْلِمُوْنَ ۚ— فَاِنْ تُطِیْعُوْا یُؤْتِكُمُ اللّٰهُ اَجْرًا حَسَنًا ۚ— وَاِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّیْتُمْ مِّنْ قَبْلُ یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
له بانډه چيانو وروسته پاتې كړى شوو ته ووايه: تاسي به ډېر زر يو سخت جنګيالي قوم خواته وبلل شئ جګړه به کوئ دوی سره تر دې چې اسلام راوړي، نو بيا مو كه خبره ومنله، الله به غوره اجر دركړي او كه بېرته وګرځېدئ لكه پخوا چې ګرځېدلي وئ نو دردوونکی عذاب به دركړي.
阿拉伯语经注:
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ یُعَذِّبْهُ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
په ړانده څه ګناه نشته او نه په ګوډ څه ګناه ده، نه په ناروغ څه ګناه ده او څوك چې د الله او د هغه د رسول خبره ومني، داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او كه څوك مخ اړوي، دردوونکی عذاب به وركړي.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ رَضِیَ اللّٰهُ عَنِ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ یُبَایِعُوْنَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ فَاَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ عَلَیْهِمْ وَاَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِیْبًا ۟ۙ
الله له هغو مومنانو څخه خوشحاله شو كله چې هغوى له ونې لاندې له تا سره بيعت كاوه، د هغو د زړونو حال هغه ته معلوم دى لدې امله يې پر هغو ډاډينه نازله كړه او هغوی ته يې په انعام كې نږدې فتحه وركړه.
阿拉伯语经注:
وَّمَغَانِمَ كَثِیْرَةً یَّاْخُذُوْنَهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
او (لا) ډېر غنیمتونه چې هغوى به يې ترلاسه كوي او الله خو دى برلاسى، حكمت والا.
阿拉伯语经注:
وَعَدَكُمُ اللّٰهُ مَغَانِمَ كَثِیْرَةً تَاْخُذُوْنَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هٰذِهٖ وَكَفَّ اَیْدِیَ النَّاسِ عَنْكُمْ ۚ— وَلِتَكُوْنَ اٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ وَیَهْدِیَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ
الله د ډېرو غنیمتونو لوز دركړى چې تاسي به يې اخلئ نو دا (برى) يې زر دركړ او د خلكو لاسونه يې درنه ايسار كړل، د دې لپاره چې مومنانو ته يوه نښانه وي او تاسي ته سمه لار دروښايي.
阿拉伯语经注:
وَّاُخْرٰی لَمْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهَا قَدْ اَحَاطَ اللّٰهُ بِهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا ۟
او څه نور (برى او غنیمتونه) هم دي چې لا پرې ځواکمن نه ياست خو (د) الله (علم) پرې چاپېر دى او الله پر هر څه ځواکمن دى.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوَلَّوُا الْاَدْبَارَ ثُمَّ لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
او كه چېرى (په حديبيه كې) هغه کسان درسره جنګېدلي واى چې کفر يې کړی دی، هرومرو به يې شا در اړولې وای بيا به يې نه څوک ملګرى موندلى و او نه مرستندوى.
阿拉伯语经注:
سُنَّةَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ ۖۚ— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۟
دا د الله كړنلاره ده چې له پخوا راروانه ده، او ته به دالله په كړنلاره كې هيڅ بدلون ونه مومې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 法提哈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭