Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን   አንቀጽ:
مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ
نشي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې مقررې وعدې او نه ترې وروسته پاتې کیدلی شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟
بيا مو پرله پسې خپل رسولان واستول، كله به چې يو قوم ته د هغوى رسول ورغلو، هغه به يې درواغجن وباله، نو موږ هم يو پر بل پسې تباه كړل، تر دې چې له هغوى مو افسانې جوړې كړې نو تباهي (يا له رحمته لرې والى) دې وي پر داسې خلكو چې ايمان نه راوړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
بيا مو موسىٰ او ورور يې هارون له خپلو نښانو او ښكاره دليل سره ولېږل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ
فرعون او سردارانو ته يې، خو هغوى لويي وكړه او دوى كبرجن خلك وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ
نو هغوى وويل: آيا موږ پر داسې دوو کسانو ايمان راوړو چې زموږ غوندې انسانان دي او قوم يې زموږ مريان دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟
بيايې هغوى دواړه درواغجن وګڼل؛ نو له تباه کېدونکو وګرځېدل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
او بې شكه موسىٰ ته مو كتاب وركړ تر څو هغوى سمه لار ومومي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠
او موږ د مريم زوى او مور يې نښانه وګرځول او هغوى ته مو په يوه داسې هسكه ځمكه كې ځاى وركړ چې د كراري او روانو چينو والا وه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ
ای رسولانو! له پاكو شيانو خوراك كوئ او سم عملونه وكړئ (د قران او سنت موافق)، بې شکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟
او همدغه ستاسو امت يو امت دى او زه مو پالونکی يم را څخه ووېرېږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟
خو بيا يې خپل دين سره ټوټه ټوټه كړ، هرې ډلې سره چې څه وو پرهماغه خوشحاله وه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟
نو تر يوې نېټې يې په خپل غفلت كې همداسې ډوب پرېږده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ
آيا دوى دا انګېري چې موږ په مالونواولادونو كې له دوى سره مرسته كوو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟
چې موږ د هغوى لپاره په ښېګڼه كې هڅه كوو؟ نه، بلكې هغوى نه پوهيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ
بې شكه هغه خلك چې د خپل پالونکي له وېرې لړزېدونكي وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
او هغوى چې د خپل پالونکي پر آيتونو ايمان راوړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او هغوى چې له خپل پالونکي سره څه نه شريكوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት