Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን   አንቀጽ:
اَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟
آيا زموږ آيتونه پر تاسو نه لوستل كېدل چې تاسو به هغه درواغ ګڼل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَآلِّیْنَ ۟
وايي به ای زموږ پالونکيه! (رښتيا چې) خپله بد مرغي راباندې غالبه شوې وه او موږ له حق څخه بې لارې خلك وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْهَا فَاِنْ عُدْنَا فَاِنَّا ظٰلِمُوْنَ ۟
ای زموږ ربه! له دې مو وباسه، كه بيا مو هماغسې وكړل؛ نو موږ به خامخا ظالمان يو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ اخْسَـُٔوْا فِیْهَا وَلَا تُكَلِّمُوْنِ ۟
وبه فرمايي: لرې چوپ شئ او مه راسره غږيږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّهٗ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْ عِبَادِیْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ
بې شكه زما بندګانو كې يوه ډله وه: ويل به يې زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو بخښنه راته وكړه او رحم راباندې وكړه او همدا ته له ټولو زيات مهربانه يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاتَّخَذْتُمُوْهُمْ سِخْرِیًّا حَتّٰۤی اَنْسَوْكُمْ ذِكْرِیْ وَكُنْتُمْ مِّنْهُمْ تَضْحَكُوْنَ ۟
نو تاسو دومره ملنډې ورباندې وهلې چې آن زما ياد يې در څخه هېر كړ او تاسو به ورپورې خندل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنِّیْ جَزَیْتُهُمُ الْیَوْمَ بِمَا صَبَرُوْۤا ۙ— اَنَّهُمْ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
بې شکه نن مې هغوى ته په همدې صبر دا بدله وركړه چې همدوى بريالي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِی الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِیْنَ ۟
الله به ووايي: په ځمكه كې مو څومره وخت تېر کړ؟ د كلونو په شمېر.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ فَسْـَٔلِ الْعَآدِّیْنَ ۟
هغوى به وايي: يوه ورځ يا د ورځې څه برخه به ځنډېدلي يو؛ نو شمېرونكي وپوښته!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قٰلَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا لَّوْ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
وبه وايي: نه یاست پاتې شوي مګر لږ، كه تاسو (هغه وخت) پوهېدلى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّاَنَّكُمْ اِلَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ ۟
نو آیا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِیْمِ ۟
نو الله اوچت دى، رېښتينى پاچا، له هغه پرته بل الله نشته، هماغه د لوى (يا عزتمن) عرش څښتن دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَنْ یَّدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۙ— لَا بُرْهَانَ لَهٗ بِهٖ ۙ— فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟
او څوك چې له الله سره بل معبود رابولي چې په اړه يې كوم دليل هم ورسره نشته؛ نو حساب يې له خپل رب سره دى، پرته له شکه چې داسې كافران نه بريالي کيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقُلْ رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠
او ووايه: ای زما پالونکيه بخښنه او رحم وكړې او ته تر ټولو زيات مهربان يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት