Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አሽ ሹራ   አንቀጽ:
وَمِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ؕ
او (بل) د هغه له نښانو څخه په سمندر كې د غرونو په شان چلېدونكې بېړۍ دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟ۙ
كه خوښه يې شي باد به غلى كړي او هغه (بېړۍ) به يې په ډډه ولاړې پاتې شي، په رېښتيا په دې كې د هر صبرکوونکي شکرکوونکي لپاره (ډېرې) نښانې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَیَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ ۟ۙ
يا به يې په خپلو كړو وړو سره تباه كړي او له ډېرو (لا) تيريږي هم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَّیَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟
او هغو خلكو ته معلومه شي كوم چې زموږ په آيتونو كې جګړې كوي چې د هغوى لپاره څه خلاصون نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚ
نو څه چې تاسو ته دركړل شوي، هغه معمولي څکه ده د دنیوي ژوند، او څه چې له الله سره دي هغه غوره او همیشه دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى او پر خپل رب بروسه كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَاِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَ ۟ۚ
او هغه كسان چې له سترو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي او كله چې په غوسه شي بيا بخښنه (هم) كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ۪— وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ ۪— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۚ
او هغوى چې د خپل رب (د حكم) منل كوي، لمونځ ترسره كوي، (هر) كار يې په خپل منځي مشورې سره وي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟
او هغوى چې كله تېرى ورباندې وشي نو (يوازې) خپل غچ اخلي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۚ— فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او د بدۍ بدله همغسې بدي ده (نه زياته) خو څوک چې تېر شي او سوله وكړي نو اجر يې پر الله دى، بېشكه هغه ظالمان نه خوښوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ
او څوك چې له مظلوم كېدو وروسته (يوازې) خپل بدل اخلي نو پر هغوى (د پړې) كومه لار نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَیَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
بیشکه لار (د ملامتیا) پر هغو خلكو ده چې پر خلكو ظلمونه كوي او نا حقه په ځمكه كې تېرى كوي، د دوى لپاره دردوونکی عذاب دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟۠
او څوک چې صبر او بخښنه كوي، په رېښتيا دا د مضبوطو كارونو څخه دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَتَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ۚ
او څوک چې الله يې بې لارې كړي نو له هغه وروسته بيا ده لره څوك كار جوړوونكى نشته او (دا) ظالمان به ته وينې كله چې هغوى عذاب وويني وايي به: آيا د بېرته تلو كومه لار شته؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አሽ ሹራ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት