Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አሽ ሹራ   አንቀጽ:
وَتَرٰىهُمْ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا خٰشِعِیْنَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُوْنَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ فِیْ عَذَابٍ مُّقِیْمٍ ۟
او وينې به يې چې هغه (اور) ته ور وړاندې كول کيږي، له (ډېرې) خوارۍ به وېرېدونكي وي د سترګو له كونجو به ورګوري، او چا چې ايمان راوړى وايي به: بېشكه (اصلى) تاوانيان هغه كسان دي چې د قيامت په ورځ يې خپل ځانونه او كورنۍ په تاوان كې راوستلې خبر اوسئ چې ظالمان به رېښتيا په تلپاتې عذاب كې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ
او د هغو لپاره به څوك داسې ملګري هم نه وي چې له الله پرته يې مرسته وكړي، او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا هغه لره هيڅ لار نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِسْتَجِیْبُوْا لِرَبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ مَّلْجَاٍ یَّوْمَىِٕذٍ وَّمَا لَكُمْ مِّنْ نَّكِیْرٍ ۟
د خپل رب حكم ومنئ مخكې تر دې چې د الله له لوري داسې ورځ راشي چې بيا د هغې ايسارېده نشته، په هغه ورځ به تاسي لره نه د پټونې ځاى وي، او نه ستاسي د منكرېدو څه لار.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ؕ— اِنْ عَلَیْكَ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاِنَّاۤ اِذَاۤ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَاِنَّ الْاِنْسَانَ كَفُوْرٌ ۟
بيا كه هغوى مخ واړولو نو ته مو پرې ساتونكى نه يې لېږلى، پر تا له ښكاره تبليغه پرته بل څه نشته، او موږ چې كله انسان ته له خپل لوري څه رحمت وروڅكو نو پرې خوشاله شي او كه څه مصیبت ورورسیږي په سبب د هغه ګناهونو چې مخکې لیږلي لاسونو د دوی (بيا هغه) انسان په رېښتيا نا شكره دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ اِنَاثًا وَّیَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ الذُّكُوْرَ ۟ۙ
الله لره د آسمانو او ځمكې پاچايي ده، څه چې غواړي هغه پيدا كوي، چا ته چې وغواړي انجونې ورکوي او چا ته چې وغواړي نارينه وركوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَّاِنَاثًا ۚ— وَیَجْعَلُ مَنْ یَّشَآءُ عَقِیْمًا ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟
يا جوړه نارينه او ښځينه وركوي، او چا ته يې چې خوښه شي شنډوي يې، بېشكه هغه ډېر پوه قادر دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّكَلِّمَهُ اللّٰهُ اِلَّا وَحْیًا اَوْ مِنْ وَّرَآئِ حِجَابٍ اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا فَیُوْحِیَ بِاِذْنِهٖ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟
او نه ښایی هيڅ انسان ته چې الله ورسره وغږيږي، پرته له دې چې وحي به وي، يا له پردې شاته، يا كوم رسول وليږي او هغه د ده په حكم سره څه چې غواړي وحي كړي، په رېښتيا هغه لوړ [په اعتبار د مرتبې، ذات اوغلبې] حکمت والا دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አሽ ሹራ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት