Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙኽሩፍ   አንቀጽ:
وَالَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ ۚ— فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ۚ— كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟
او هغه ذات چې له آسمانه يې اوبه را اورولې دي په (يوه ځانګړې) اندازه، بيا مو پر هغو سره مړ (شاړ) ښار را ژوندى كړى، همداسې به تاسو هم راویستل كېږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَالْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَ ۟ۙ
او هغه (الله) چې ټولې جوړې يې پيدا كړې او تاسو ته يې بېړۍ او څاروي پيدا كړي چې ورباندې سپرېږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَمَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ ۟ۙ
تر څو تاسو يې پر شا سپاره شئ بيا د خپل رب نعمت درياد كړئ كله چې ورباندې سم كېنئ او (داسې) ووايئ چې هغه (الله) لره پاكي ده كوم چې دا يې راته تابع كړي حال دا چې موږ يې راټينګونكي نه وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ ۟
او په رېښتيا موږ د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي يو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ۠
او هغه ته يې له خپلو بندګانو يوه برخه ټاكلې ده، بېشكه انسان څرګند ناشكره دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّاَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ ۟
آيا هغه له خپل مخلوقه لورګانې ونيوې او تاسو يې په زامنو سره غوره كړئ؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟
او كله چې له هغوى په كوم يوه د هغه څه زېرى وشي چې رحمان ته يې د هغه مثال بيان كړى نو مخ يې تک تور او له غمه ډک شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوَمَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ ۟
آيا څوک چې په ګاڼه كې لوی شي او په جګړه كې ناڅرګند وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا ؕ— اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ ؕ— سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْـَٔلُوْنَ ۟
او د الله هغه بندګان يې ښځينه وګرځول كوم چې پرېښتې دي، آيا دوى يې په پيدايښت كې حاضر وو؟ د هغوى (دا) شاهدي به ليكل كيږي او وبه پوښتل شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ ؕ— مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۗ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟ؕ
مشرکانو ویلي وو که رحمن ذات غوښتی وای موږ به د دوی عبادت نه وای کړی، نشته دوی سره په دې څه علم، نه دي دوی مګر درواغجن.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ ۟
آيا هغوى ته مو كوم كتاب وركړى چې (اوس) د هغه ټينګ نيوونكي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
نه هیڅ کتاب ورسره نشته بلکه هغوى ويل چې موږ خپل مشران په يو دين موندلي او موږ د هغوى پر پلونو باندې په سمه لار برابر يو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙኽሩፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት