Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙኽሩፍ   አንቀጽ:
وَاِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُوْنِ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او بېشكه هغه (عيسى) د قيامت لپاره يوه نښه ده، نو شک پكې مه كوئ او زما پيروي وكړئ، همدا سيده لاره ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
او شيطان مو له حقه وانه ړوي، په رېښتيا هغه ستاسو څرګند غليم دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟
او كله چې عيسى له څرګندو نښانو سره راغى وېلې دا دى تاسو ته مې حكمت راوړى او (بل) د دې لپاره (راغلم) تر څو ځينې هغه شيان درته بيان كړم چې تاسي پكې اختلاف كوئ، نو له الله وډار شئ او زما خبره ومنئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
بېشكه همغه الله زما او ستاسي رب دى نو (يوازې) د هغه عبادت وکړئ، دا نېغه لاره ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟
خو بيا هغه ډلې خپل منځ كې سره واوښتې، نو د هغو خلكو لپاره تباهي ده چې ظلمونه يې كړي، د يوې دردوونکې ورځې له عذابه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
هغوى پرته له قيامته د بل شي انتظار نه كوي، چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ۠
په دنیا کې چې کومې دوستانې دي یو د بل سره دا به په قیامت کې په دښمنۍ بدلې شي مګر د پرهیزګارانو دوستانې به پر ځای وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟ۚ
ای زما (نېكو) بندګانو! نن پر تاسي نه څه وېره شته او نه به تاسي خپه كېږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟ۚ
هغوى چې زموږ په آيتونو يې ايمان راوړى او مسلمانان وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ ۟
تاسي او مېرمنې مو جنت ته ننوځئ (چې هلته به) خوشاله كړى شئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّاَكْوَابٍ ۚ— وَفِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ— وَاَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
پر هغوى به د سرو زرو كاسې او ګېلاسونه ګرځولى شي او څه چې زړونه يې غواړي او سترګې خوند ترې اخلي، هلته به وي او تاسي به تل پكې اوسېدونكي ياست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او دا هغه جنت دى چې تاسي ته په ميراث دركړی شو، په هغو عملونو سره چې تاسي به كول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟
هلته به ستاسي لپاره ډېره مېوه وي، چې له هغو به تاسي خورئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙኽሩፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት