Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አዕራፍ   አንቀጽ:
قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنِّی اصْطَفَیْتُكَ عَلَی النَّاسِ بِرِسٰلٰتِیْ وَبِكَلَامِیْ ۖؗ— فَخُذْ مَاۤ اٰتَیْتُكَ وَكُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
ويې فرمايل: ای موسى -علیه السلام-! ته مې په خپلو پيغامونو او خپل كلام سره پر خلكو غوره كړى يې، نو هغه څه مې چې دركړل هغه واخله او له شكر ويستونكو اوسه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَكَتَبْنَا لَهٗ فِی الْاَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْعِظَةً وَّتَفْصِیْلًا لِّكُلِّ شَیْءٍ ۚ— فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَّاْمُرْ قَوْمَكَ یَاْخُذُوْا بِاَحْسَنِهَا ؕ— سَاُورِیْكُمْ دَارَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
او هغه ته مو په تختو كې د هر شي نصيحت او د هر شي لپاره بېل بېل هدايت وليكلو، نو هغه ټينګ ونيسه او خپل قوم ته دې حكم وكړه چې په غوره (احكامو) يې عمل وكړي زه به زر د فاسقانو كور دروښايم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
سَاَصْرِفُ عَنْ اٰیٰتِیَ الَّذِیْنَ یَتَكَبَّرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— وَاِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا ۚ— وَاِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الرُّشْدِ لَا یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا ۚ— وَاِنْ یَّرَوْا سَبِیْلَ الْغَیِّ یَتَّخِذُوْهُ سَبِیْلًا ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ ۟
ډېر زر به له خپلو نښانو د هغو كسانو پام واړوم چې پر ځمكه ناحقه تكبر كوي، دوى كه هر څنګه نښانې وګوري ايمان نه پرې راوړي او كه سمه لار وويني، د لارې په توګه يې نه خپلوي خو كه د كوږوالي لار وويني نو هغه د لارى په توګه خپلوي، دا ځكه چې هغوى زموږ آيتونه دروغ وګڼل او ترې بې خبره وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
او چا چې زموږ آيتونه او آخرت سره مخامخېدل دروغ وګڼل، عملونه يې برباد شول، آيا دوى ته به له خپلو عملونو پرته د بل څه بدله وركړی شي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوْسٰی مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ حُلِیِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ ؕ— اَلَمْ یَرَوْا اَنَّهٗ لَا یُكَلِّمُهُمْ وَلَا یَهْدِیْهِمْ سَبِیْلًا ۘ— اِتَّخَذُوْهُ وَكَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟
او د موسى -علیه السلام- قوم د ده (له تګ) وروسته له خپلو ګاڼو څخه د خوسي (په څېر) بت جوړ كړ چې رمباړه یې هم لرله، آيا دوى نه كتل چې نه خبرې ورسره كوي او نه څه لار ورښايي، خو بيا يې هم په خدايۍ ونيوه او دوى (په خپلو ځانو) ظالمان وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَمَّا سُقِطَ فِیْۤ اَیْدِیْهِمْ وَرَاَوْا اَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوْا ۙ— قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ یَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَیَغْفِرْ لَنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
او كله چې پښېمانه شول او ويې ليدل چې واقعاً دوى بې لارې شوي دي نو ويې ويل: كه خپل رب مو رحم را باندې ونه كړي او موږ ونه بخښي نو خامخا به له تاوانيانو يو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አዕራፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት