Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አዕራፍ   አንቀጽ:
وَلَقَدْ ذَرَاْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِیْرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ۖؗ— لَهُمْ قُلُوْبٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ بِهَا ؗ— وَلَهُمْ اَعْیُنٌ لَّا یُبْصِرُوْنَ بِهَا ؗ— وَلَهُمْ اٰذَانٌ لَّا یَسْمَعُوْنَ بِهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟
او رښتيا چې په پېريانو او انسانانو كې مو ډېر (خلك) د جهنم لپاره پيدا كړي دي، د هغوى زړونه شته خو فكر نه ورباندې كوي او د هغوى سترګې شته خو څه ورباندې نه ويني او غوږونه يې شته خو څه پرې نه اوري، دا خلك د څارويو په شان دي، بلكې زيات بې لارې، همدوى په خپله غافلان دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلِلّٰهِ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی فَادْعُوْهُ بِهَا ۪— وَذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اَسْمَآىِٕهٖ ؕ— سَیُجْزَوْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او د الله ډېر ښه ښه نومونه دي نو په هماغو يې وبولئ او هغه خلك پرېږدئ چې د ده په نومونو كې كوږوالى كوي، دوى چې څه كول د هغو بدله به مومي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمِمَّنْ خَلَقْنَاۤ اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَبِهٖ یَعْدِلُوْنَ ۟۠
او له هغو خلكو نه چې موږ پيدا كړي يوه ډله په حقه ښوونه كوي او په همدې سره انصاف كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۚ
او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي په كرار كرار به يې داسې راونيسو چې دوى به هيڅ نه پوهيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟
او مهلت وركوم، بې شکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا ٚ— مَا بِصَاحِبِهِمْ مِّنْ جِنَّةٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
آيا دوى سوچ نه دى كړى؟ د دوى په ملګري كې هېڅ ليونتوب نشته، هغه خو پرته له يو څرګند ويروونكي بل څه نه دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوَلَمْ یَنْظُرُوْا فِیْ مَلَكُوْتِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— وَّاَنْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَدِ اقْتَرَبَ اَجَلُهُمْ ۚ— فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ ۟
آيا دوى د اسمانو او ځمكې په باچايۍ كې څه سوچ نه دى كړى او كوم شيان چې الله پيدا كړي دي او دا چې ښايي نېټه يې رانږدې شوې وي نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَا هَادِیَ لَهٗ ؕ— وَیَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
څوك چې الله يې بې لارې كړي نو څوك لارښود يې نشته، او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې پرېږدي چې لا لهانده ګرځي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ ۚ— لَا یُجَلِّیْهَا لِوَقْتِهَاۤ اِلَّا هُوَ ؔؕۘ— ثَقُلَتْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَا تَاْتِیْكُمْ اِلَّا بَغْتَةً ؕ— یَسْـَٔلُوْنَكَ كَاَنَّكَ حَفِیٌّ عَنْهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
د قيامت په اړه دې پوښتي، چې كله به يې راڅرګندېدل وي؟ ورته وايه: د هغه معلومات زما رب سره دى، يوازې هغه به يې په خپل وخت راڅرګندوي، دروند دى (ډار يې) په اسمانو او ځمكه كې، نه درته راځي مګر ناڅاپه، داسې دې پوښتي لكه ته چې د هغه په هكله څېړونكى يې، ورته وايه: معلومات يې الله سره دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አዕራፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት