Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ዩኑስ   አንቀጽ:
وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ نُوْحٍ ۘ— اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَیْكُمْ مَّقَامِیْ وَتَذْكِیْرِیْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَعَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْتُ فَاَجْمِعُوْۤا اَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا یَكُنْ اَمْرُكُمْ عَلَیْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوْۤا اِلَیَّ وَلَا تُنْظِرُوْنِ ۟
او هغوی ته د نوح کیسه ووایه:کله چې هغه خپل قوم ته وویل:ای زما قامه!که چیرې ستاسې په مینځ کې زما اوږد ژوند او د الله په ایاتونو سره پند درکول په تاسې درانه تمامیږي نو واورئ چې زما توکل یوازې په یو الله دی. تاسې خپله خبره پخه،شریکان مو راټول،بیا له یوه ډانګ پیلي دریځ سره زما پر ضد میدان ته راووځئ.زما پر خلاف مو پریکړه اعلان او په عملي کولو کې یې درنګ مه کوئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَمَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ ۙ— وَاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
نو که تاسې له مانه مخ واړاوو نو پر مامو څه؟ځکه چې ما له تاسې نه څه نه دي غوښتي.زما اجر پرته له الله د بل هیچا سره نه دی. او د هغه له لورې ماته امر شوی چې زه له مسلمانانو څخه اوسم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَكَذَّبُوْهُ فَنَجَّیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَجَعَلْنٰهُمْ خَلٰٓىِٕفَ وَاَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟
قام یې درواغجن وګاڼه.نو مونږ دی او هغه ملګري یې چې په کښتۍ کې ورسره وو وژغورل،او همغوی مو د ځمکې پر مخ اباد،او هغه ټول مو غرق کړل چې زمونږ ایاتونه یې درواغ ګڼلي وو. نو وګوره چې د ډارول شوونه منونکو خلکو پای څه شو؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهٖ رُسُلًا اِلٰی قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَذٰلِكَ نَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِ الْمُعْتَدِیْنَ ۟
بیا مو له نوح وروسته ډیر رسولان د خپلو قومونو په لور ولیږل هر یوه خپل قوم ته ښکاره او څرګند دلایل وړاندې کول هیچا هم هغه خبره ونه منله چې د پيغمبر له راتګ نه وړاندې یې درواغ ګڼلې وه.په دې توګه مونږ له پولو نه د اووښتونکو خلکو پر زړونو مهر لګوو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی وَهٰرُوْنَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ بِاٰیٰتِنَا فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟
بیا مو په دوی پسې موسې او هارون،فرععون او د هغه سردارانو ته له خپلو پخو دلایلو سره ولیږل.خو هغوی لویې خپله کړه.ځکه چې دوی مجرم خلک وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْۤا اِنَّ هٰذَا لَسِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
کله چې زمونږ له لورې هغوی ته حق راغی نو ویې ویل:دا خو یو ښکاره سحر دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ مُوْسٰۤی اَتَقُوْلُوْنَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ ؕ— اَسِحْرٌ هٰذَا ؕ— وَلَا یُفْلِحُ السّٰحِرُوْنَ ۟
موسې وویل:ایا تاسې د هغه حق په هکله چې تاسې ته راغلی دی وایې چې:ایا دا سحر دی؟ په داسې حال کې چې ساحران هیڅکله بریمن کیدای نه شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا وَتَكُوْنَ لَكُمَا الْكِبْرِیَآءُ فِی الْاَرْضِ ؕ— وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
د قوم خلکو به ځواب کې وویل:ایا ته راغلی یې چې مونږ د خپلو پلرونو له لیارې واړوي؟ او د ځمکې واکمني تاسو دواړو ورونو ته په لاس درشي؟مونږ په هیڅ ډول ستاسې دواړو منونکی نه یو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ዩኑስ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት