Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ሐጅ   አንቀጽ:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَنْ یَّخْلُقُوْا ذُبَابًا وَّلَوِ اجْتَمَعُوْا لَهٗ ؕ— وَاِنْ یَّسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْـًٔا لَّا یَسْتَنْقِذُوْهُ مِنْهُ ؕ— ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوْبُ ۟
ای خلکو! یو مثال وړاندې کولای شي ښه غوږ ورته کیږدئ.بې له شکه کوم څیزونه چې تاسې يي پرته له الله نه رابلئ که ټول سره راټول شي یو مچ نه شي پیدا کولی. بلکې که مچ له هغوی څه پورته کړي دوی یې خلاصولای ترې نه شي.او غوښتونکی[۲۴]او هغه چې غوښتنه ترې کیږي دواړه بې وسې دي.
[۲۴] ـ له طالب نه هدف مشرکان او له مطلوب نه مطلب بوتان دي.او ځینو له طالب نه بوت او له مطلوب نه مچ اخیستی دی.او ځینو له طالب نه مچ او له مطلوب نه بوتان مراد ګڼلي دي.(فتح القدیر).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
الله یې په رښتیني توګه نه دی پیژندلی.بې له شکه الله پاک ډیر پیاوړی او په هر څه برلاسی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا وَّمِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟ۚ
او الله پاک په ملایکو او انسانانو کې ځینې خلک د پيغام رسونې لپاره غوره کوي.بې له شکه الله ښه اوریدونکی،او د هر څه لیدونکی دیږ
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
د هغوی وړاندې او وروسته ټول ورته معلوم دي.او یوازې الله ته به ټول کارونه ور ګرځول کیږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ارْكَعُوْا وَاسْجُدُوْا وَاعْبُدُوْا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَیْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
ای مؤمنانو!رکوع او سجده وکړئ،او د خپل رب عبادت وکړئ،او نیکیو ته ملاوتړئ.تر څو مو خلاصون په برخه شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَاهِدُوْا فِی اللّٰهِ حَقَّ جِهَادِهٖ ؕ— هُوَ اجْتَبٰىكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَیْكُمْ فِی الدِّیْنِ مِنْ حَرَجٍ ؕ— مِلَّةَ اَبِیْكُمْ اِبْرٰهِیْمَ ؕ— هُوَ سَمّٰىكُمُ الْمُسْلِمِیْنَ ۙ۬— مِنْ قَبْلُ وَفِیْ هٰذَا لِیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ شَهِیْدًا عَلَیْكُمْ وَتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ ۖۚ— فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاعْتَصِمُوْا بِاللّٰهِ ؕ— هُوَ مَوْلٰىكُمْ ۚ— فَنِعْمَ الْمَوْلٰی وَنِعْمَ النَّصِیْرُ ۟۠
د الله په لار کې داسې حق جهاد وکړئ چې له هغه سره ښايي. هغه تاسې غوره کړي یي،او په دین کې یې پر تاسو کوم سختوالی او تنګي نه ده ټاکلې. د خپل پلار ابراهیم[۲۵]پر ملت ټینګ ودریږئ.او الله پاک پخوا هم تاسې (مسلمان)نومولي واست او په دې قران کې هم ستاسې همدا نوم دی،تر څو رسول پر تاسې او تاسې پر ټولو خلکو شاهدان واست.نو لمونځ ودروئ،زکات ورکړئ،او له الله سره ځانونه وتړئ.یوازې همغه ستاسې بادار دی.ډیر ښه بادار او ډیر ښه ملاتړ مو په برخه دی.
[۲۵] ـ ابراهیم علیه السلام د ټولو مسلمانانو معنوی پلار دی.او یا په دې حساب چې زمونږ د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) په نیکونو کې راځي.نو زمونږ پلار هم شو(معارف القران د مولانا محمد شفیع صاحب).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ሐጅ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት