Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ሐጅ   አንቀጽ:
اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّهُمْ ظُلِمُوْا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ عَلٰی نَصْرِهِمْ لَقَدِیْرُ ۟ۙ
هغو کسانو ته چې جنګ پرې کیږي د جنګ اجازه وشوه،ځکه چې تیری پرې شوی دی.او الله یې پر ملاتړ ښه پياوړی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
١لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِیَعٌ وَّصَلَوٰتٌ وَّمَسٰجِدُ یُذْكَرُ فِیْهَا اسْمُ اللّٰهِ كَثِیْرًا ؕ— وَلَیَنْصُرَنَّ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه یوازې په دې ګناه وشړلی شول چې ویل به یې:زمونږ رب ایکي یو الله دی.هو!که الله پاک د ځینو خلکو په واسطه د نورو مخه نه نیوای نو د راهبانو چیله خانې،د عیسویانو او د یهودیانو کلیساګانې او د مسلمانانو هغه جوماتونه به ټول نړول شوي وای چې د الله نوم پکې ډیر یادیږي. او الله به خامخا د هغو کسانو ملا وتړي چې د هغه د دین ملاتړي وي.بي له شکه الله ډیر توانا او په هر څه برلاسی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَّذِیْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَاَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَلِلّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟
دا همغه خلک دي چې که مونږ یې په ځمکه کې شته کړو نو لمونځ دروي،زکات ورکوي،په نیکۍ امر کوي،او د بدۍ مخه نیسي.او د ټولو کارونو پای الله ته ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّثَمُوْدُ ۟ۙ
او ای محمده!که ته خپل قوم درواغجن وګڼلې،(نو باک مه کوه ځکه چې)له دوی نه وړاندې د نوح قوم عادیانو او ثمودیانو هم خپل پيغمبران درواغجن ګڼلي وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَوْمُ اِبْرٰهِیْمَ وَقَوْمُ لُوْطٍ ۟ۙ
د ابراهیم،او لوط قومونو هم همدا کار کړی و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَّاَصْحٰبُ مَدْیَنَ ۚ— وَكُذِّبَ مُوْسٰی فَاَمْلَیْتُ لِلْكٰفِرِیْنَ ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ ۚ— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟
او د مدین خلکو هم.او موسي هم درواغجن ګڼلی شوی و ما کافرانو ته مهلت ورکړ بیا مې ونیول نوو ګوره چې زمونږ د ناخوښۍ نیونه څنګه وه؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ فَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ؗ— وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَّقَصْرٍ مَّشِیْدٍ ۟
مونږ زښت ډير تیري کوونکي کلي تس،نس کړل چې اوس هغوی پرچتونو پړ مخ پراته،څاه ګانې یي وچې او دنګې او پخې ماڼۍ یي دړې وړې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَتَكُوْنَ لَهُمْ قُلُوْبٌ یَّعْقِلُوْنَ بِهَاۤ اَوْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ۚ— فَاِنَّهَا لَا تَعْمَی الْاَبْصَارُ وَلٰكِنْ تَعْمَی الْقُلُوْبُ الَّتِیْ فِی الصُّدُوْرِ ۟
ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې زړونو ئې پوهه او غوږونو یې اوریدانه کولای شوای؟ځکه سترګې نه بندیږي بلکې په سینو کې پراته زړونه ړانده شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ሐጅ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት