Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም   አንቀጽ:
ذٰلِكَ اَنْ لَّمْ یَكُنْ رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّاَهْلُهَا غٰفِلُوْنَ ۟
دا صحنه به ځکه وي تر څو په ډاګه شي چې ستا رب اولسونه د هغوی د ظلم او تیري له کبله په ناخبرۍ کې له مینځه نه وړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟
او نن هر چا ته د هغه د کړنو په برابر مرتبه ورکول کیږي،او ستا رب د هغوی له کړنو څخه ناخبره نه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَرَبُّكَ الْغَنِیُّ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَسْتَخْلِفْ مِنْ بَعْدِكُمْ مَّا یَشَآءُ كَمَاۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ ذُرِّیَّةِ قَوْمٍ اٰخَرِیْنَ ۟ؕ
او ستا رب بې پروا،او د مهربانۍ څښتن دی،که وغواړي نو تاسې به له مینځه یوسي او پر ځای به مو نور د خپلې خوښې خلک مینځ ته راولي لکه چې تاسې یې د یوه بل قوم له اولاد څخه پيدا کړي یاست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ مَا تُوْعَدُوْنَ لَاٰتٍ ۙ— وَّمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟
د څه وعده چې درسره کیږي هغه هرو،مرو راتلونکې ده او تاسې یې مخه نشئ نیولی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۙ— مَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه ای زما قومه! تاسې خپلې کړنې کوئ او زه به خپلې ـ ډیر ژر به درڅرګنده شي چې پای د چا ښه ده؟خبر اوسئ چې تیري کوونکي بریمن کیدای نشي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ مِمَّا ذَرَاَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْاَنْعَامِ نَصِیْبًا فَقَالُوْا هٰذَا لِلّٰهِ بِزَعْمِهِمْ وَهٰذَا لِشُرَكَآىِٕنَا ۚ— فَمَا كَانَ لِشُرَكَآىِٕهِمْ فَلَا یَصِلُ اِلَی اللّٰهِ ۚ— وَمَا كَانَ لِلّٰهِ فَهُوَ یَصِلُ اِلٰی شُرَكَآىِٕهِمْ ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟
او دې خلکو الله پاک ته په هغو کښتونو او څارویو کې چې الله پاک پیدا کړي دي،یوه برخه ټاکلې ده د خپلې عقیدی په رڼا کې وايې دا د الله برخه ده او دا زمونږ د شریکانو،نو هغه یې چې د شریکانو لپاره ټاکلې ده الله ته نه رسیږي او هغه یې چې د الله لپاره په ګوته کړې ده شریکانو ته یې رسیږي،ددې خلکو پریکړه خورا بده ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَكَذٰلِكَ زَیَّنَ لِكَثِیْرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ قَتْلَ اَوْلَادِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِیُرْدُوْهُمْ وَلِیَلْبِسُوْا عَلَیْهِمْ دِیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟
او په همدې توګه ډیرو مشرکانو ته د دوی شریکانو د خپلو اولادونو وژنه ښایسته کړې ده تر څو یې هلاک او په خپل دین کې له وسوسو سره مخ کړي.که الله غوښتي وای داسې به یې نه وو کړي نو دوی او درواغ یې سره پریږده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት