Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም   አንቀጽ:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ رَبُّكَ اَوْ یَاْتِیَ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ ؕ— یَوْمَ یَاْتِیْ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ لَا یَنْفَعُ نَفْسًا اِیْمَانُهَا لَمْ تَكُنْ اٰمَنَتْ مِنْ قَبْلُ اَوْ كَسَبَتْ فِیْۤ اِیْمَانِهَا خَیْرًا ؕ— قُلِ انْتَظِرُوْۤا اِنَّا مُنْتَظِرُوْنَ ۟
ایا اوس هغوی دې ته سترګې په لار دي چې ملایکې ورته مخامخ راشي یا ستا رب په خپله راشي او یا ستا د رب له لوری ځینې نښې راښکاره شي؟ په کومه ورځ کې ستا درب له لورې ځینې نښې راښکاره شوي نو بیا به یو داسې چاته ایمان راوړل ګټه ونه رسوي چې پخوا یي ایمان نه وي راوړی او یا یې د ایمان په رڼا کې څه د خیر کار نه وي کړی. ای محمده! ووایه تاسې سترګې په لار اوسئ مونږ هم انتظار کوونکي یو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِیْ شَیْءٍ ؕ— اِنَّمَاۤ اَمْرُهُمْ اِلَی اللّٰهِ ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟
بې له شکه له هغو کسانو سره چې خپل دین یې تار په تار کړی او په جلا جلا لارو وتللي دي ستا هیڅ اړیکي نشته. د هغوی کار الله ته سپارلی شوی دی هغه به یې په خپلو کړنو خبر کړي چې څه یې کول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا ۚ— وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
هر څوک چې یوه نیکي وکړي نو د لس چنده بدلې برخه من دی او څوک چې بدي وکړي نو په انډول یې بې له دې چې تیری پرې وشي جزا ورکول کیږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ اِنَّنِیْ هَدٰىنِیْ رَبِّیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۚ۬— دِیْنًا قِیَمًا مِّلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ۚ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې ماته زما رب د سمې او روغې لارې او د ابراهیم علیه السلام د ملت ښوونه کړې ده. ابراهیم له ټولو باطلو څخه د حق په لور روان او له مشرکانو څخه نه وه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ اِنَّ صَلَاتِیْ وَنُسُكِیْ وَمَحْیَایَ وَمَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
ای محمده! ووایه چې زمالمونځ زما قرباني زما ژوند او زما مرګ یوازې د هغه الله لپاره دی چې رب د عالمیانو دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَا شَرِیْكَ لَهٗ ۚ— وَبِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
شریک نه لري یو دی . په همدې کار زه ګومارل شوی او له هر چا زه لومړنی سرټيټوونکی یم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْ رَبًّا وَّهُوَ رَبُّ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ اِلَّا عَلَیْهَا ۚ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۚ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه ای زه پرته له الله بل څوک په خدایي ونیسم؟ په داسې حال کې چې الله د هر شي رب دی؟ او هر څوک چې څه کوي د ځان لپاره یې کوی. او هیڅ پیټی پورته کوونکی د بل پیټي نه پورته کوي. د خپل رب په لور مو ورتګ دی له هغه څه به مو خبر کړي چې تاسو پکې یو له بل سره شخړی کوئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ الْاَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَبْلُوَكُمْ فِیْ مَاۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ سَرِیْعُ الْعِقَابِ ۖؗۗ— وَاِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او الله هغه ذات دی چې تاسې یې د ځمکې خلیفه ګان ټاکلې یاست د ځینو درجې پر ځینو نورو لوړې کړي دي تر څو تاسو په خپلو درکړی شوو نعمتونو سره وازمایې. بې شکه ستا رب ژر عذاب ورکوونکی او ډیر زیات بښونکی او مهربان دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት