قَالَتْ فَذٰلِكُنَّ الَّذِیْ لُمْتُنَّنِیْ فِیْهِ ؕ— وَلَقَدْ رَاوَدْتُّهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ فَاسْتَعْصَمَ ؕ— وَلَىِٕنْ لَّمْ یَفْعَلْ مَاۤ اٰمُرُهٗ لَیُسْجَنَنَّ وَلَیَكُوْنًا مِّنَ الصّٰغِرِیْنَ ۟
د عزيز مېرمنې ښځو ته وويل کله چې يې وليدل چې څه هغوی ته ورسېدل: دا هغه ځوان دی چې تاسو د هغه د مينې له امله ماته پېغور راکړی دی، ما له هغه غوښتنه کړې او د هغه د تېر اېستلو چل مې کړی، خو هغه نټه کړې، که چېرې په راتلونکي کې هغه څه ونکړي چې ترې غواړم يې، هرومرو به زندان ته ننوځي او هرومرو به له سپکو څخه شي.
التفاسير: