ایا هغه ذات چې دا او نور شیان پیداکولی شي د هغه چا په شان کیدلی شي چې هیڅ نشي پیداکولی؟! ایا تاسې دا الله تعالی لویي او عظمت نه رایادوئ هغه ذات چې هر شی پيداکولی شي، او یواځې هغه د عبادت مستحق وګڼئ، او د هغه سره هغه څوک مه شریکوئ چې هیڅ هم نشي پيداکولی؟
او که چیرته تاسې کوشش وکړئ -ای خلکو- د شمیرلو د الله تعالی د ډيرو نعمتونو هغه چې په تاسې ئې کړي دي، او د هغو د راګیرولو نو دا تاسو نشئ کولی د هغو د ډیروالی او مختلف والی له وجې، بیشکه الله تعالی خامخا بخښنه کوونکی دی داسې چې تاسې يې د هغه د شکر ایستلو نه د غفلت په وجه نه يئ رانیولي، مهربانه دی په تاسې داسې چې ستاسې څخه يې د ګناهونو او ستاسې د کوتاهئ په وجه دا نعمتونه ندي پرې کړي.
او هغه کسان چې مشرکین يې پرته له الله تعالی څخه بنده ګي کوي هیڅ شی هم نشي پیدا کولی او اګر که لږ هم وي، او هغه څوک چې دوی يې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي دوی يې پخپله جوړوي، نو دوی څنګه پرته له الله تعالی د هغو بتانو بنده ګي کوي چې دوی يې په خپلو لاسونو جوړوي؟!
حقدار د بندګۍ ستاسې په حق سره هغه یو معبود دی چې هیڅ شریک ورله نشته او هغه الله تعالی دی، او هغه کسان چې ایمان نه راوړي په دویم ځل راژوندي کیدلو د بدلې لپاره، زړونه د دوی انکار کوونکي دي د الله تعالی یووالي لره ځکه چې دوی ویره نه لري، نو دا ایمان نه لري په حساب کتاب او نه په سزا باندې، او دوی لویي کوونکي دي حق نه قبلوي، او نه ورته غاړه ږدي.
او کله چې وویل شي دې خلکو ته چې انکار کوي د الله تعالی د یووالي نه، او نسبت د دروغو کوي دوباره زندګۍ ته: الله تعالی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې څه رالیږلي، دوی وايې: هیڅ يې هم نه دي رالیږلي، بلکې د ځانه يې د پخوانیو قیصې او دروغ راوړي.
نو عاقبت د دوی د اخري انجام به دا شي چې بار به کړي ګناهونه خپل پغیر له کمي نه، او بار به کړي د بعضې د ګناهونو د هغو کسانو نه چې دوی بې لارې کړي د اسلام دین نه د ناپوهۍ او تقلید د وجې نه، نو څومره زیات دی بدوالی د هغو بارولو د ګناهونو خپلو او د ګناهونو د خپلو پیرویانو.
یقینا راتګ کړی وو مخکې د دوی نه نورو کافرانو په چلونو باندې خپلو پیغمبرانو ته، نو الله تعالی د دوی ابادیانې د بیخه ورانې کړې، او په دوی باندې د چتونو څخه رواغورځیدې، او د داسې ځای څخه ورته عذاب راغی چې دوی يې هیڅ توقع او تمه نه لرله، پس بیشکه دوی خو په دې تمه وو چې د دوی کورونه به دوی وساتي، نو دوی په خپلو کورونو کې هلاک شول.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• في الآيات من أصناف نعم الله على العباد شيء عظيم، مجمل ومفصل، يدعو الله به العباد إلى القيام بشكره وذكره ودعائه.
په دې ایتونو کې د الله تعالی د مختلفو نعمتونو څخه په بندګانو باندې ډیر لوی شی دی، په مختصر او تفصیلي ډول، الله تعالی په دې بیان سره بندګان خپل شکر ادا کولو او خپل ذکر او دعا طرف ته رابلي.
• طبيعة الإنسان الظلم والتجرُّؤ على المعاصي والتقصير في حقوق ربه، كَفَّار لنعم الله، لا يشكرها ولا يعترف بها إلا من هداه الله.
د انسان طبیعت ظلم کول او په ګناه باندې جرات کول او د خپل رب په حقونو کې کوتاهي کول دي، ناشکري کوونکی دی د الله تعالی په نعمتونو، نه يې شکر ادا کوي او نه پرې اعتراف کوي مګر هغه څوک چې الله تعالی ورته هدایت کړی وي.
• مساواة المُضِلِّ للضال في جريمة الضلال؛ إذ لولا إضلاله إياه لاهتدى بنظره أو بسؤال الناصحين.
د ګمراه شوو خلکو برابروالی د ګمراه کوونکو سره د ګمراهۍ په جرم کې؛ ځکه که دې دا نه وي ګمراه کړی نو دا به یا په خپل سوچ او فکر سره په هدایت شوی وی، او یا د خیرخواهانو نه په پوښتنې کولو سره.
• أَخْذ الله للمجرمين فجأة أشد نكاية؛ لما يصحبه من الرعب الشديد، بخلاف الشيء الوارد تدريجيًّا.