د هغو کافرانو لپاره چې په اخرت ایمان نه لري صفت ناکاره دی، د ضرورت نه بچي ته، او ناپوهي، او کفر، او الله تعالی لره دي ښایسته او اوچت صفتونه د عزت ، کمال او مالدارۍ او علم نه، او هغه الله پاک زورور دی په خپله بادشاهۍ کې هغه چې هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، حکیم دی په خپل پیدایښت، تدبیر او شریعت کې.
او که سزا ورکولی الله پاک خلکو ته د هغوی د ظلم او په هغه باندې د کفر په وجه نو پریښودی به يې نه وای په ځمکه باندې هيڅ یو انسان او نه حیوان چې د ځمکې پر مخ حرکت کوي، خو لیکن هغه پاک ذات وروسته کوي دوی لره نیټې مقرری ته په خپل علم کې، نو کله چې دغه د هغه په علم کې مقرره نېټه راشي دوی نه وروسته کیږي د هغې نه او نه مخکې کیږي د هغې نه، او اګر که لږ وخت هم وي.
او دوی جوړوي الله پاک لره هغه چې هغوی يې بد ګڼي نسبت د هغې خپلو ځانونو ته د لورګانو څخه، او د دوی ژبې په دروغو باندې بیان کوي داچې دوی لره د الله تعالی په نزد ښایسته مرتبې دي که چیرته دا صحیح شي چې دوی به خامخا بیرته راپورته کیږی لکه دوی چې وايې، خامخا دوی لره اور دی، او دوی خامخا پریښودونکي دي په دې اور کې، هیڅکله به د دې نشي راویستل کیدلی.
او مونږ نه دی نازل کړی په تا باندې -ای پیغمبره- قرآن کریم مګر د دې لپاره چې ته تشریح کړې ټولو خلکو ته هغه چې دوی پکې اختلاف کوي د توحید او د بیرته راژوندي کیدلو او د شریعت د احکامو نه، او دا چې قرآن کریم هدایت او رحمت دی ایمان لرونکو لره په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې، او په هغه څه چې په دې قرآن کریم کې دي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې په حق باندې فایده اخلي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من جهالات المشركين: نسبة البنات إلى الله تعالى، ونسبة البنين لأنفسهم، وأَنفَتُهم من البنات، وتغيّر وجوههم حزنًا وغمَّا بالبنت، واستخفاء الواحد منهم وتغيبه عن مواجهة القوم من شدّة الحزن وسوء الخزي والعار والحياء الذي يلحقه بسبب البنت.
د مشرکینو د ناپوهۍ څخه دا دي: الله تعالی ته د لورګانو نسبت کول، او خپلو ځانونو ته د نارینه بچو نسبت کول، او د هغوی نفرت د لورګانو نه، او د دوی مخونه په لور باندې د غم او مصیبت د وجې نه بدلیدل، او پټیدل د یو کس د دوی نه د خلکو سره د مخامخ کیدلو نه د سخت خفګان له وجې نه او د بدې بی شرمۍ او بې حیايۍ له وجې نه چې دې ته به د لور په وجه رسیږي.
• من سنن الله إمهال الكفار وعدم معاجلتهم بالعقوبة ليترك الفرصة لهم للإيمان والتوبة.
د الله تعالی د طریقو نه دا ده: مهلت ورکول کافرانو ته او هغوی لره په تلوار سره سزا نه ورکول د دې لپاره چې دوی ته د ایمان او توبې فرصت پریږدي.
• مهمة النبي صلى الله عليه وسلم الكبرى هي تبيان ما جاء في القرآن، وبيان ما اختلف فيه أهل الملل والأهواء من الدين والأحكام، فتقوم الحجة عليهم ببيانه.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لویه دنده دا ده چې تشریح د هغه څه چې په قرآن کریم کې دي، او بیان د هغه څه چې د ملتونو او خواهش پرستو خلکو پکې اختلاف کړی د دین او احکامو نه، نو په دوی باندې به په دې بیان سره دلیل قایم شي.