او ځان وساتئ له زنا څخه، او ځان وساتئ د هغه څه نه چې د دې سبب کیږي، یقینا دا د بدۍ اخري حد دی، او ډیره بده لاره ده ځکه چې د دې په وجه نسبونه ګډوډیږي، او د دې په وجه د الله تعالی عذاب راځي.
او مه وژنئ تاسې هغه نفس چې الله تعالی یې وینه بچ ساتلی په ایمان او سلامتیا سره مګر که مرګ یې روا شي په ردت سره (د اسلام نه په اوښتلو)، او یا په زنا کولو سره وروسته د واده نه، او یا په قصاص سره (چې یو څوک یې وژلی وي نو دا به د هغه په بدل کې وژل کیږي)، او څوک چې مظلوم ووژل شو پرته له داسې یو سبب نه چې د دې مرګ روا کوي نو یقینا مونږ ګرځولی هغه چا لره چې د دې متولي وي د وارثانو څخه اختیار او غلبه په دې قاتل باندې، نو ده لره روا ده چې د دې قاتل د وژلو مطالبه وکړي د قصاص په ډول، او ده لره د بخښني حق هم شته پغیر د مقابل نه، او دا حق ورله هم شته چې هم دیت واخلي او هم بخښنه وکړي، نو نه به اوړي د هغې اندازې نه چې الله تعالی ده لره روا کړې په غوڅولو د اندامونو د دې قاتل، او یا په وژلو د قاتل پغیر له هغې طریقې نه چې دې پرې هغه کس وژلی، او یا د قاتل په ځای بل څوک وژل، یقینا دا وارث د مړي چې دی د ده مرسته او مدد کړی شوی دی.
او پوره کوئ پیمانه کله چې پیمانه کوئ د بل چا لپاره او مه یې کموئ، او تول کوئ په تله د انصاف هغه چې هیڅ شی هم نه کموي او نه په کې دوکه کوي، دا پوره والی د پېمانې او د تول غوره دی تاسې لره په دنیا او اخرت کې، او ډیر ښایسته دی په اعتبار د انجام سره د کمي کولو نه په کموالي د پېمانو او تلو کې.
او مه زه -ای بنی ادم- په هغه څه پسې چې نشته تا لره د هغه باره کې دلیل،(که ته دا کار وکړې) نو ته به تابعداري وکړې د ګومانونو او اټکل، یقینا انسان ذمه وار دی د هغه څه باره کې چې دې پکې خپل غوږونه او سترګې او زړه استعمال کړي وي د خیر او یا شر نه، نو ثواب به ورکولی شي په خیر باندې، او سزا به ورکولی شي په شر باندې.
دا ټول څه چې مخکې ذکر شول په دې کې بد کارونه په نزد د رب ستا -ای انسانه- ناروا دي، الله تعالی یې نه خوښوي د هغه چا نه چې دا کارونه کوي، بلکې بغض ورسره کوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الأدب الرفيع هو رد ذوي القربى بلطف، ووعدهم وعدًا جميلًا بالصلة عند اليسر، والاعتذار إليهم بما هو مقبول.
اوچت ادب او اخلاق دا دي چې د خپلوانو جوابول په نرمۍ سره، او د هغوی سره ښایسته وعدې کول په کومک کولو د پراخۍ په وخت کې، او هغوی ته عذر وړاندې کول په هغه طریقه چې د قبلیدو وړ وي.
• الله أرحم بالأولاد من والديهم؛ فنهى الوالدين أن يقتلوا أولادهم خوفًا من الفقر والإملاق وتكفل برزق الجميع.
الله رب العزت په بچو باندې د خپل مور او پلار نه هم ډیر مهربانه دی؛ نو مور او پلار یې منعه کړي د خپلو بچو د وژلو نه د ویرې د فقر او مسکینۍ نه او د ټولو د رزق ذمه واري یې اخیستلې.
• في الآيات دليل على أن الحق في القتل للولي، فلا يُقْتَص إلا بإذنه، وإن عفا سقط القصاص.
په دې ایتونو کې دلیل دی په دې خبره چې یقینا په قتل کې واک او اختیار د ولي حق دی، نو قصاص به نشي اخیستل کیدلی مګر د هغه په اجازه، او که چیرته هغه بخښنه وکړه نو قصاص غورځیږي.
• من لطف الله ورحمته باليتيم أن أمر أولياءه بحفظه وحفظ ماله وإصلاحه وتنميته حتى يبلغ أشده.
په یتیم باندې د الله تعالی مهرباني او رحمت دا دی چې د هغه ولي ته یې د هغه او د هغه د مال په ساتلو او برابرولو او د هغه د زیاتي کولو امر کړی تر دې چې دې ځوانۍ ته ورسیږي.