مونږ دې دواړو؛ نېکو او بدو ډلو ته ستا د رب له ورکړې څخه ډیر څه ورکوو پرته لدې چې پرې ویې دروو ای پېغمبره! او په دنیا کې ستا د رب ورکړه له هیچا څخه نه منع کیږي؛ خوا که هغه نیک وي او یا بد.
مه ګرځوه -ای بنده- د الله تعالی سره بل معبود چې بندګي یي وکړې، نو ته به شي بد ویلی شوی د الله تعالی په نزد، او د هغه د نیکو بندګانو په نزد نه به وي ستاینه کوونکی تا لره، شرمیدلی به يې د هغه له طرفه، نه به وي مدد کوونکی تا لره.
او له خاکسارۍ نه کار واخله دې دواړو ته د عاجزئ او مهربانۍ له وجې نه، او ووایه: ای زما ربه! رحم وکړه په دوی باندې خاص رحمت د دې وجې نه چې په وړوکوالي کې یې زما پالنه کړې.
او ورکوه-ای مومنه- خپلوانو ته حق د خپلولۍ (صله رحمۍ)، او ورکړه مسکین ته حق د هغه، او ورکړه لاروي ته په سفر د هغه کې، او مه خرچ کوه مال خپل په ګناه کې، او یا د زیاتي په ډول.