دوی غوږ ایښودلی دې ته خو زړونه یې د دې نه غافل دي، او پټه کړې په کفر سره ظلم کوونکو خلکو هغې خبرې لره چې دوی پرې مشورې کوي داسې وایې: نه دی دا کس کوم چې دعوی کوي چې بېشکه دا پېغمبر دی مګر انسان ستاسې په شان، د دې خو ستاسې نه څه غوره والی او فرق نشته؟! او دې چې څه راوړي دا خو جادو دی، آیا تاسې د دې تابعداري کوئ او حال دا چې تاسې پوهیږئ چې ستاسې په شان انسان دی، او دې چې څه راوړي دا هم جادو دی؟!.
او مونږ نه دي لیږلي -ای پېغمبره- مخکې ستا نه مګر سړي د انسانانو څخه چې مونږ هغوی ته وحې کوله، او مونږ هیڅکله ملاېکې نه دی لېږلي، نو تاسې پوښتنه وکړئ د اهل کتابو نه کوم چې ستاسې نه مخکې و که چېرته په دې نه پوهیږئ.
او مونږ نه و ګرځولي پېغمبران هغوی چې دوی ته مونږ لېږلي و صرف جسدونه چې خوراک یې نه کاوه، بلکې هغوی خوراک کاوه لکه څرنګه چې نور خلک خوراک کوي، او نه و دوی په دنیا کې تل پاتي کېدونکي چې نه مړه کېدل.
او یوازې دې الله پاک لره دی اختیار د اسمانونو او ځمکې او د هغه سره چې کومې ملاېکې دي هغه لويي نه کوي د هغه د عبادت نه، او نه ستړي کیږي د هغه د بندګۍ نه.
که په آسمانونو او ځمکه کې له الله پرته نورشمېر معبودان وای، ځمکه او آسمانونه به د هغو معبودانو په پاچايۍ کې د شخړې له امله خراب شوي وو، خو حقيقت د دې پر خلاف دی، نو الله د عرش مالك له هغه څه پاک دی چې مشرکان يې په درواغو ورته بيانوي چې هغه لره شريکان دي.
او وایي مشرکین: الله تعالی د ځان لپاره ملاېکې لورګانې نېولي، پاک دی الله تعالی د هغو دروغو نه چې دوی یې وایي، بلکې ملاېکې د الله تعالی بندګان دي، عزت ورکړی شوی دوی ته د الله تعالی له طرفه، او هغه ته نږدې دي.
آیا نه پوهېږي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی چې بېشکه اسمانونه او ځمکه د یو بل سره یوځای وو، د دواړو ترمنځ خالي ځای نه وو چې باران ترې شوی و، نو مونږ دا دواړه د یو بل څخه جلا کړل، او پیداکړی مو دی د دغه اسمان څخه زمکې ته له نازل شویو اوبو نه هر یو شی که حیوان دی او که بوټی دی، نو آیا دوی عبرت نه اخلي د دې نه، او يوازي په الله تعالی اېمان نه راوړي؟!.
او اسمان مو پرته له ستنو یو ساتونکي چت جوړ کړی له راغورځیدو څخه او ساتل شوی په غلا له غوږ نیولو څخه او مشرکېن د هغو آیتونو نه چې اسمان کې دي -لکه لمر او سپوږمۍ- مخ اړوونکي دي عبرت نه اخلي.
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیداکړی یې ده شپه د ارام لپاره، او پیداکړی یې ده ورځ د زندګۍ د تېرولو لپاره، او پیداکړی یې دی لمر نښه د ورځې لپاره، او سپوږمۍ نښه د شپې لپاره، هر یو د لمر او سپوږمۍ نه ګرځي په خپل خاص مدار (خط) کې، د هغه څخه نه کږیږي او نه ترې اوړي.
هو یو نفس مؤمن او کافر خامخا څکونکی دی مرګ لره په دې دنیا کې، او مونږ ازمېښت کوو په تاسې -ای خلکو- په ژوند د دنېا کې په تکلېفونو او نعمتونو او عذابونو، بیا وروسته د مرګ نه به یواځې مونږ ته تاسې راګرځئ نه بل چا ته، نو خامخا بدلې به درکوو ستاسې په عملونو.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تنزيه الله عن الولد.
د الله تعالی پاکوالی د نازولي (بچي) نه.
• منزلة الملائكة عند الله أنهم عباد خلقهم لطاعته، لا يوصفون بالذكورة ولا الأنوثة، بل عباد مكرمون.
د ملاېکو مرتبه د الله تعالی سره دا ده چې دوی د الله تعالی بندګان دي د خپلې تابعدارۍ لپاره يې پیدا کړي، نه نران دي او نه ښځې، بلکې عزتمند بندګان دي.
• خُلِقت السماوات والأرض وفق سُنَّة التدرج، فقد خُلِقتا مُلْتزِقتين، ثم فُصِل بينهما.
آسمانونه او زمکه په تدرېجي ډول سره پیدا شوي، نو دا دواړه لومړی د یو بل سره پیوسته پیداشوي وو، بیا دواړه د یو بل نه جدا شول.
• الابتلاء كما يكون بالشر يكون بالخير.
لکه څرنګه چې ازمېښت په سختۍ سره وي همدارنګه په ارامۍ او خیر سره هم وي.
که چېرته پوهه وای دا کافران کوم چې انکار کوونکي دي د بېرته راژوندي کېدلو نه کله چې به دوی اور د خپلو مخونو او شاګانو څخه نشي لرې کولی، او دا چې نه به وي دوی لره څوک مددګار چې د دوی مدد وکړي په لري کولو د عذاب سره د دوی نه، نو که چېرته دوی په دې باندې یقين لرلی نو عذاب به یې په تلوار سره نه و غوښتلی.
نه به راځي دوی ته دا اور چې دوی ته پرې عذاب ورکولی شي په داسې حال کې چې دوی ته به پته وي، بلکه ناببره به ورته راځي، نو دوی به یې د ځانه د اړولو توان او طاقت نه لري، او نه به دوی وروسته کېدلی شي تر دی چې توبه وباسي نو دوی ته به مهرباني او رحمت ورسېږي.
او بېشکه مونږ ورکړی و موسی او هارون -علیهما السلام- ته تورات چې جدایي راوستونکی و په ما بین د حق او باطل او حلال او حرام کې، او هدایت دی د هغه چا لپاره چې ایمان یې پرې راوړی، او پند او نصېحت دی د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویرېږي.
او دا قرآن کریم چې نازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې پند دی د هغه چا لپاره چې غواړي چې پند او نصېحت پرې واخلي، د ډېرې فایدې او خیر والا دی، نو آیا تاسې د دې سره لدې څخه انکار کوونکي یاست؟! په دې باندې اقرار کوونکي نه یاست، او نه په دې باندې عمل کوونکي یاست؟!
ابراهیم -علیه السلام- ورته ووېل: بلکې راتګ کړی ما تاسې ته په ریښتیا سره نه په ګپ سره، نو پس رب ستاسې رب د اسمانونو او د ځمکې دی هغه چې دا دواړه یې پیداکړي په نا اشنا شکل چې مخکې یې مثال نه و، او زه په دې خبره چې هغه رب ستاسې او رب د اسمانونو او د زمکې دی خامخا د ګواهي کوونکو څخه یم، او ستاسې د بوتانو په دې کې هیڅ برخه هم نشته.
افسوس او هلاکت دې ستاسې لپاره، او هلاکت دی هغه چا لره چې تاسې یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د دې بوتانو چې نه چا ته ګټه رسولی شي او نه ضرر، نو ایا تاسې ولې د عقل نه کار نه اخلئ، او د هغوی عبادت نه پریږدئ؟!.
او مونږ داخل کړی و ده لره په خپل رحمت کې کله چې مونږ بچ کړ ده لره له هغه عذاب نه چې د دې قوم ته رسېدلی و، بېشکه دی د هغو نېکانو څخه و چې زمونږ په حکم به یې عمل کاوه، او چې مونږ به د څه شي نه منع کاوه د هغه څخه به منعه کېده.
او تابع کړي مو د شیطانانو نه ده لره هغه څوک چې غوپي به یې وهلې د ده لپاره په دریابونو کې راوېستلې به یې ملغلرې او نور شیان، او د دې نه پرته نور کارونه به یې ورله هم کوله لکه ابادي جوړول، او مونږ د دوی تعداد او کارونو لره ساتونکي (یادوونکي) وو، هیڅ شی راڅخه د دې نه نشي پاتي کېدلی.
او یاد کړه -ای پېغمبره- اسماعېل او ادرېس او ذو الکفل -علیهم السلام-، هر یو د دوی نه صبر کوونکی و په مصېبتونو باندې او ولاړ وو په کولو د هغه څه چې الله تعالی پرې مکلف کړي وو.
او داخل کړي وو مونږ دوی ټول په خپل خاص رحمت کې، نو مونږ دوی پېغمبران ګرځولی وو، او دوی مو جنت ته داخل کړی وو، بېشکه دوی د الله تعالی د هغو نېکانو بندګان څخه دي چې د هغه په تابعدارۍ یې عمل کړی، او د هغوی پټ او ښکاره برابر شوي.
د نېک اولاد د غوښتنې فضيلت، ترڅو د انسان له مړينې وروسته پاتې شي.
• الإقرار بالذنب، والشعور بالاضطرار لله وشكوى الحال له، وطاعة الله في الرخاء من أسباب إجابة الدعاء وكشف الضر.
په ګناه باندې اعتراف کول، او الله تعالی ته ځان محتاج ښکاره کول او هغه ته د خپل حالت شکایت کول، او د الله تعالی تابعداري کول د پراختیا او اسانتیا په وخت کې د دعا د قبلېدلو او د تکلېفونو د لرې کېدلو سببونه دي.
نو د دوی څخه چې چا نېک عملونه وکړل او حال دا چې دې ایمان لرونکی و په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو او په ورځ وروستنۍ (د اخرت ورځ) نو د ده د نیک عمل به بې قدرې نشي کېدلی، بلکې الله تعالی به د ده دا عمل قبلوي او ثواب به ورله څو چنده کوي، او دې به خپل عمل د قیامت په ورځ په خپله عمل نامه کې بیامومي، نو په دې به خوشحاله شي.
که چېرته دا معبودان په ریښتیا سره د بندګۍ حقدار وی نو د خپلو تابعدارانو سره به جهنم ته نه ننوتلی، او هر یو د معبودانو او تابعدارانو به په اور کې وي، همېشه به وي دوی په دې کې همېشه، هیڅکله به د دې څخه نه راوځي.
نه به ویروي دوی لره دا لوی مصېبت او بد حالت کله چې به اور په جهنمیانو باندې راتاو شي، او ملاېکې به د دوی استقبال وکړي په هرکلي سره داسې به وایي: دا ستاسې هغه ورځ ده چې تاسې سره یې وعده شوې وه په دنیا کې، او تاسې ته پرې زیری درکول کېده په هغو نعمتونو چې تاسې به ورسره مخامخ کیږئ.
او زه نه پوهېږم چې شاېد ستاسې د عذاب وروستوالی ستاسې لپاره ازمېښت او مهلت وي، او مزې درکول وي تاسې لره تر نېټي مقررې پورې د الله تعالی په علم کې؛ د دې لپاره چې تاسې په خپل کفر او ګمراهۍ کې نور هم ورننوځئ.