Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Anbiyā’   Ayah:

الأنبياء

Purposes of the Surah:
إثبات الرسالة وبيان وحدة غاية الأنبياء وعناية الله بهم.
د رسالت اثبات او د يووالي بيانول د نبيانو موخه وي او د الله پر هغوی مهرباني وي.

اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ مُّعْرِضُوْنَ ۟ۚ
نږدې شوې خلکو ته حسابي د عملونو د دوی د قیامت په ورځ حال دا چې دوی په غفلت کې مخ اړوونکي دي د آخرت نه، په دنیا د اخته کېدو له امله.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنْ رَّبِّهِمْ مُّحْدَثٍ اِلَّا اسْتَمَعُوْهُ وَهُمْ یَلْعَبُوْنَ ۟ۙ
او نه راځي دوی ته هیڅ یو قرآن (وحې) د دوی د رب له طرفه چې نوي رانازل شوي وي مګر دوی هغه اوري خو داسې اورېدل چې فاېده ورته نه ورکوي، بلکې اورېدل د لوبو چې هیڅ پروا نه کوي په هغه څه چې په دې کې دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَاهِیَةً قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاَسَرُّوا النَّجْوَی ۖۗ— الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۖۗ— هَلْ هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۚ— اَفَتَاْتُوْنَ السِّحْرَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟
دوی غوږ ایښودلی دې ته خو زړونه یې د دې نه غافل دي، او پټه کړې په کفر سره ظلم کوونکو خلکو هغې خبرې لره چې دوی پرې مشورې کوي داسې وایې: نه دی دا کس کوم چې دعوی کوي چې بېشکه دا پېغمبر دی مګر انسان ستاسې په شان، د دې خو ستاسې نه څه غوره والی او فرق نشته؟! او دې چې څه راوړي دا خو جادو دی، آیا تاسې د دې تابعداري کوئ او حال دا چې تاسې پوهیږئ چې ستاسې په شان انسان دی، او دې چې څه راوړي دا هم جادو دی؟!.
Arabic explanations of the Qur’an:
قٰلَ رَبِّیْ یَعْلَمُ الْقَوْلَ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرماېل: رب زما پوهېږي په هغو خبرو چې تاسې یې پټوئ، نو هغه پوهیږي په هره یوه وینا چې وتونکي وي د ویونکي نه په اسمانونو او په ځمکه کې، او هغه ذات ښه اورېدونکی دی د خپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی د هغوی په عملونو، او خامخا به ورله پرې سزا ورکوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
بَلْ قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍ بَلِ افْتَرٰىهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ ۖۚ— فَلْیَاْتِنَا بِاٰیَةٍ كَمَاۤ اُرْسِلَ الْاَوَّلُوْنَ ۟
بلکې دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې په شک کې دي، نو بس کله وایې: دا خو ګډوډ خوبونه دي چې څه تعبېر ورله نشته، او کله وایې: نه، بلکې دې خو دا د ځانه جوړ کړي په غېر د دې نه چې د دې دې څه اصل وي، او کله وایې: دا شاعر دی، او که چېرته دې په خپله دعوه کې ریښتونی وي نو پس رادې وړي مونږ ته یوه معجزه د مخکنیو پېغمبرانو په شان، نو پس یقېنا هغوی راتګ کړی و په غټو معجزاتو، لکه: د موسی امسا، او د صالح اوښه.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَاۤ اٰمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا ۚ— اَفَهُمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟
ایمان نه دی راوړی مخکې د دوی نه د هیڅ یو کلي والا چې د معجزو غوښتنه یې کړې وه نو هغوی ته هغه معجزې ورکړل شوی لکه څرنګه چې هغوی غوښتلې وې، بلکې هغوی ته یې نسبت د دروغو وکړو نو مونږ هلاک کړل، نو آیا دا خلک به ایمان راوړي؟!.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او مونږ نه دي لیږلي -ای پېغمبره- مخکې ستا نه مګر سړي د انسانانو څخه چې مونږ هغوی ته وحې کوله، او مونږ هیڅکله ملاېکې نه دی لېږلي، نو تاسې پوښتنه وکړئ د اهل کتابو نه کوم چې ستاسې نه مخکې و که چېرته په دې نه پوهیږئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا جَعَلْنٰهُمْ جَسَدًا لَّا یَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوْا خٰلِدِیْنَ ۟
او مونږ نه و ګرځولي پېغمبران هغوی چې دوی ته مونږ لېږلي و صرف جسدونه چې خوراک یې نه کاوه، بلکې هغوی خوراک کاوه لکه څرنګه چې نور خلک خوراک کوي، او نه و دوی په دنیا کې تل پاتي کېدونکي چې نه مړه کېدل.
Arabic explanations of the Qur’an:
ثُمَّ صَدَقْنٰهُمُ الْوَعْدَ فَاَنْجَیْنٰهُمْ وَمَنْ نَّشَآءُ وَاَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِیْنَ ۟
بیا مونږ رښتیا کړه خپلو پېغمبرانو سره هغه څه چې مونږ ورسره وعده کړې وه داسې چې بچ مو کړل دوی او هغه څوک چې مونږ غوښتل بچ کېدل د هغوی د مومنانو څخه له هلاکته، او مونږ هلاک کړل تیرېدونکي دحد نه د وجې د کفر د هغوی نه په الله تعالی، او په کولو د هغوی ګناهونو لره.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ كِتٰبًا فِیْهِ ذِكْرُكُمْ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
یقېنا مونږ نازل کړی تاسې ته قرآن کریم په دې کې ستاسې عزت او فخر دی که چېرته تاسې په دې باندې ایمان راوړ، او په هغه څه مو عمل وکړ کوم چې په دې کې دي، آیا تاسې په دې نه پوهېږئ، نو د یو بل نه مخکې والی وکړئ په دې باندې اېمان ته، او عمل کولو ته په هغو احکامو چې په دې کې دي؟!.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• قُرْب القيامة مما يستوجب الاستعداد لها.
نږدې والی د قیامت هغه څه دي چې هغه ته تیاری کول لازم دي.

• انشغال القلوب باللهو يصرفها عن الحق.
په لهو او لعب باندې د زړونو مشغولول زړونه د حق نه اړوي.

• إحاطة علم الله بما يصدر من عباده من قول أو فعل.
د الله تعالی د علم احاطه په هغه څه چې د هغه بندګان یې کوي او یا یې وايي.

• اختلاف المشركين في الموقف من النبي صلى الله عليه وسلم يدل على تخبطهم واضطرابهم.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم باره کې د مشرکېنو اختلاف د هغوی په ګډوډوالی او اختلاف دلالت کوي.

• أن الله مع رسله والمؤمنين بالتأييد والعون على الأعداء.
د الله تعالی مرسته او مدد د خپلو پېغمبرانو او د هغوی د ملګرو سره، او پر دښمن برلاسي کېدل.

• القرآن شرف وعز لمن آمن به وعمل به.
قرآن کرېم شرف او عزت دی د هغه چا لپاره چې اېمان پرې راوړي او عمل پرې وکړي.

وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْیَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَّاَنْشَاْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟
او څومره ډېر دي هغه کلېو والا چې مونږ هلاک کړي د هغوی د ظلم او کفر په وجه، او مونږ پیداکړل وروسته د هغوی نه بل قوم!
Arabic explanations of the Qur’an:
فَلَمَّاۤ اَحَسُّوْا بَاْسَنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَرْكُضُوْنَ ۟ؕ
نو هر کله چې ولېده هلاکېدونکو زمونږ داسې عذاب چې بیخ کندي یې کوله په دغه وخت کې دوی د خپل کلي نه منډې وهلې لپاره د بچ کېدلو د هلاکت نه.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا تَرْكُضُوْا وَارْجِعُوْۤا اِلٰی مَاۤ اُتْرِفْتُمْ فِیْهِ وَمَسٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُوْنَ ۟
نو دوی ته به د مسخرې په ډول اواز وکړی شي: منډې مه وهئ، او وګرځئ هغه څه ته چې تاسې پکې وئ د مزو اخېستلو نه ستاسې په نعمتونو باندې، او خپلو کورونو ته؛ شاېد چې ستاسې نه ستاسې د دنیا باره کې څه پوښتنه وکړی شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
وبه وايي دا ظالمان په داسې حال کې چې اعتراف کوونکي به وي په خپلو ګناهونو: ای هلاکته او تاوانه زمونږ! بېشکه مونږ ظالمان یو ځکه چې مونږ په الله تعالی باندې کفر کړی.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَمَا زَالَتْ تِّلْكَ دَعْوٰىهُمْ حَتّٰی جَعَلْنٰهُمْ حَصِیْدًا خٰمِدِیْنَ ۟
نو همېشه به وي د دوی اعتراف په خپلو ګناهونو او ځان ته ښیرا (بد دعا) کولو د دوی په هلاکت سره، دوی به دا ښېرې بیا بیا کوي تر دې چې مونږ وګرځوو دوی په شان د رېبل شوي فصل، مړه چې هیڅ حرکت نشي کولی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟
او مونږ نه دي پیداکړي اسمان او زمکه او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي لوبې او عبث، بلکې مونږ پیدا کړي دا دواړه لپاره د دلالت کولو زمونږ په قدرت باندې.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوْ اَرَدْنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّاۤ ۖۗ— اِنْ كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟
که چېرته مونږ اراده کړې وه د نېولو د ښځې او بچي نو مونږ به خامخا نېولی وای د هغه چا نه چې زمونږ سره دي، او مونږ نه یو کوونکي دې کار لره ځکه چې مونږ د دې نه پاک یو.
Arabic explanations of the Qur’an:
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَی الْبَاطِلِ فَیَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ ؕ— وَلَكُمُ الْوَیْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ ۟
بلکې مونږ وېشتل کوو په هغه حق سره چې مونږ په هغه سره خپلو پېغمبرانو ته وحي کوو په باطل د کفر والاو باندې نو دا هلاک کړي او وران یې کړي، نو په دغه وخت کې د دوی باطل ختمېدونکی دی، او ستاسې لپاره -ای عقېده لرونکو په نېولو د الله تعالی ښځه او بچې لره- هلاکت دی ځکه چې تاسې الله تعالی ته هغه صفتونه بیانوئ چې د هغه سره مناسب نه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَنْ عِنْدَهٗ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَلَا یَسْتَحْسِرُوْنَ ۟ۚ
او یوازې دې الله پاک لره دی اختیار د اسمانونو او ځمکې او د هغه سره چې کومې ملاېکې دي هغه لويي نه کوي د هغه د عبادت نه، او نه ستړي کیږي د هغه د بندګۍ نه.
Arabic explanations of the Qur’an:
یُسَبِّحُوْنَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لَا یَفْتُرُوْنَ ۟
همېشوالی کوي د الله تعالی په پاکۍ بیانولو، د دې نه نه ستړي کیږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَمِ اتَّخَذُوْۤا اٰلِهَةً مِّنَ الْاَرْضِ هُمْ یُنْشِرُوْنَ ۟
ایا مشرکېنو نېولي نور معبودان پرته له الله تعالی څخه، چې مړي نشي ژوندي کولی، نو څرنګه دوی بندګي کوي د هغه چا چې هغه د دې کار نه عاجز دی؟!
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوْ كَانَ فِیْهِمَاۤ اٰلِهَةٌ اِلَّا اللّٰهُ لَفَسَدَتَا ۚ— فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟
که په آسمانونو او ځمکه کې له الله پرته نورشمېر معبودان وای، ځمکه او آسمانونه به د هغو معبودانو په پاچايۍ کې د شخړې له امله خراب شوي وو، خو حقيقت د دې پر خلاف دی، نو الله د عرش مالك له هغه څه پاک دی چې مشرکان يې په درواغو ورته بيانوي چې هغه لره شريکان دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا یُسْـَٔلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْـَٔلُوْنَ ۟
او الله تعالی یوازې دی په خپله بادشاهۍ او فېصله کې، هیڅوک ترې پوښتنه نشي کولی د هغه څه باره کې چې په تقدېر کې یې لېکلی وي او فیصله یې پرې کړي وي، او هغه د خپلو بندګانو نه د هغوی د عملونو باره کې پوښتنه کوي، او په هغې ورله بدلې ورکوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ ۚ— هٰذَا ذِكْرُ مَنْ مَّعِیَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِیْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۙ— الْحَقَّ فَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
بلکې دوی د الله تعالی نه پرته نور معبودان نېولي، ته ووایه -ای پېغمبره- دې مشرکېنو ته: راوړئ تاسې خپل پوخ دلېل چې دوی د عبادت مستحق دي، نو دا کتاب چې ما ته نازل شوی، او هغه کتابونه چې په مخکنیو پېغمبرانو نازل شوي تاسې لره پکې هیڅ دلېل نشته، بلکې د زیاترو مشرکېنو سره دلېل نه وي مګر جهل او تقلېد، نو دوی د حق د قبلولو نه مخ اړولی.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• الظلم سبب في الهلاك على مستوى الأفراد والجماعات.
ظلم د ټولیو او افرادو په کچه د بربادۍ لامل دی.

• ما خلق الله شيئًا عبثًا؛ لأنه سبحانه مُنَزَّه عن العبث.
الله تعالی هیڅ شي عبث بې فاېدې نه دی پیدا کړی؛ ځکه الله تعالی د بې فاېدې کارونو نه پاک دی.

• غلبة الحق، ودحر الباطل سُنَّة إلهية.
د حق برلاسي کېدل او د باطل ختمېدل الهي تګلاره ده.

• إبطال عقيدة الشرك بدليل التَّمَانُع.
د شرک د عقېدې باطلول په دلیل التمانع (یو بل منع کول په زور) سره.

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا نُوْحِیْۤ اِلَیْهِ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدُوْنِ ۟
او مونږ نه دی لېږلی مخکې ستا نه -ای پېغمبره- هیڅ یو پېغمبر مګر وحې مو ورته کوله چې نشته دی حقدار د بندګۍ مګر زه یم نو خاص یواځې زما بندګي وکړئ، او زما سره هیڅ شی هم مه شرېکوئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ ؕ— بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ
او وایي مشرکین: الله تعالی د ځان لپاره ملاېکې لورګانې نېولي، پاک دی الله تعالی د هغو دروغو نه چې دوی یې وایي، بلکې ملاېکې د الله تعالی بندګان دي، عزت ورکړی شوی دوی ته د الله تعالی له طرفه، او هغه ته نږدې دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا یَسْبِقُوْنَهٗ بِالْقَوْلِ وَهُمْ بِاَمْرِهٖ یَعْمَلُوْنَ ۟
نه مخکې کیږي د خپل رب نه په هیڅ خبره کې، نو خبرې نه کوي تر دې چې امر ورته وکړي، او دوی د هغه په حکم عمل کوي، نو د هغه د هیڅ حکم خلاف نه کوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا یَشْفَعُوْنَ ۙ— اِلَّا لِمَنِ ارْتَضٰی وَهُمْ مِّنْ خَشْیَتِهٖ مُشْفِقُوْنَ ۟
الله تعالی د هغوی مخکني او وروستني ټول اعمال پېژني، او سپارش نه غواړي مګر د هغه په اجازې سره د هغه چا لپاره چې الله تعالی د هغه لپاره سپارش کول خوښ کړي، او دوی د الله تعالی د وېرې نه ځان ساتونکي دي، نو د هغه مخالفت نه کوي په امر او نهی کې.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَنْ یَّقُلْ مِنْهُمْ اِنِّیْۤ اِلٰهٌ مِّنْ دُوْنِهٖ فَذٰلِكَ نَجْزِیْهِ جَهَنَّمَ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
او فرضا که چېرته د ملاېکو نه څوک داسې ووایي: بېشکه زه حقدار د بندګۍ یم پرته له الله تعالی څخه، نو یقېنا چې مونږ به ده ته سزا ورکوو په دې خبرې سره په عذاب ورکولو سره په جهنم کې د قیامت په ورځ همېشه به وي په دې کې همېشه، او د دې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې ظلم ئې کړی په کفر او شرک کولو سره په الله تعالی باندې.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَوَلَمْ یَرَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنٰهُمَا ؕ— وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ ؕ— اَفَلَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
آیا نه پوهېږي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی چې بېشکه اسمانونه او ځمکه د یو بل سره یوځای وو، د دواړو ترمنځ خالي ځای نه وو چې باران ترې شوی و، نو مونږ دا دواړه د یو بل څخه جلا کړل، او پیداکړی مو دی د دغه اسمان څخه زمکې ته له نازل شویو اوبو نه هر یو شی که حیوان دی او که بوټی دی، نو آیا دوی عبرت نه اخلي د دې نه، او يوازي په الله تعالی اېمان نه راوړي؟!.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَجَعَلْنَا فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِیْهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
او پېداکړي مو دي په ځمکه کې غرونه پاخه مضبوط د دې لپاره چې ځمکه په خلکو ونه خوځېږي، او جوړي کړي مو دي په دې کې لارې پراخه د دې لپاره چې دوی په سفرونو کې خپلو مقصدونو ته ورسېږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَجَعَلْنَا السَّمَآءَ سَقْفًا مَّحْفُوْظًا ۖۚ— وَّهُمْ عَنْ اٰیٰتِهَا مُعْرِضُوْنَ ۟
او اسمان مو پرته له ستنو یو ساتونکي چت جوړ کړی له راغورځیدو څخه او ساتل شوی په غلا له غوږ نیولو څخه او مشرکېن د هغو آیتونو نه چې اسمان کې دي -لکه لمر او سپوږمۍ- مخ اړوونکي دي عبرت نه اخلي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیداکړی یې ده شپه د ارام لپاره، او پیداکړی یې ده ورځ د زندګۍ د تېرولو لپاره، او پیداکړی یې دی لمر نښه د ورځې لپاره، او سپوږمۍ نښه د شپې لپاره، هر یو د لمر او سپوږمۍ نه ګرځي په خپل خاص مدار (خط) کې، د هغه څخه نه کږیږي او نه ترې اوړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّنْ قَبْلِكَ الْخُلْدَ ؕ— اَفَاۡىِٕنْ مِّتَّ فَهُمُ الْخٰلِدُوْنَ ۟
او مونږ نه دی ګرځولی هیڅ یو کس لره د انسانانو نه مخکې ستا نه -ای پېغمبره- همېشوالی په دې زندګۍ کې؟ آیا نو که ختمه شي ستا نېټه په دې زندګۍ کې او ته مړ شې نو آیا دوی ستا څخه وروسته پاتي کېدونکي دي؟! نه هیڅ کله نه.
Arabic explanations of the Qur’an:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ؕ— وَنَبْلُوْكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَیْرِ فِتْنَةً ؕ— وَاِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟
هو یو نفس مؤمن او کافر خامخا څکونکی دی مرګ لره په دې دنیا کې، او مونږ ازمېښت کوو په تاسې -ای خلکو- په ژوند د دنېا کې په تکلېفونو او نعمتونو او عذابونو، بیا وروسته د مرګ نه به یواځې مونږ ته تاسې راګرځئ نه بل چا ته، نو خامخا بدلې به درکوو ستاسې په عملونو.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• تنزيه الله عن الولد.
د الله تعالی پاکوالی د نازولي (بچي) نه.

• منزلة الملائكة عند الله أنهم عباد خلقهم لطاعته، لا يوصفون بالذكورة ولا الأنوثة، بل عباد مكرمون.
د ملاېکو مرتبه د الله تعالی سره دا ده چې دوی د الله تعالی بندګان دي د خپلې تابعدارۍ لپاره يې پیدا کړي، نه نران دي او نه ښځې، بلکې عزتمند بندګان دي.

• خُلِقت السماوات والأرض وفق سُنَّة التدرج، فقد خُلِقتا مُلْتزِقتين، ثم فُصِل بينهما.
آسمانونه او زمکه په تدرېجي ډول سره پیدا شوي، نو دا دواړه لومړی د یو بل سره پیوسته پیداشوي وو، بیا دواړه د یو بل نه جدا شول.

• الابتلاء كما يكون بالشر يكون بالخير.
لکه څرنګه چې ازمېښت په سختۍ سره وي همدارنګه په ارامۍ او خیر سره هم وي.

وَاِذَا رَاٰكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ یَذْكُرُ اٰلِهَتَكُمْ ۚ— وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمٰنِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
او کله چې ووینې تا -ای پېغمبره- دا مشرکین نو نیسي دوی تا لره مګر په مسخرو سره په داسې حال کې چې خپل پېروان ستا څخه لري کوي او داسې ورته وایي: آیا دا دی هغه څوک چې کنځلي کوي (بد وایي) ستاسې معبودانو ته د کومو چې تاسې بندګي کوئ؟! او دوی د دې مسخرو سره سره انکار کوونکي دي د هغه څه نه چې الله تعالی په دوی باندې په قرآن کريم کې نازل کړي او په هغو نعمتونو چې دوی لره الله تعالی ورکړي؛ کفر کوونکي دي؛ نو دوی ډیر حقدار دي په عیب ویلو باندې ځکه چې په دوی کې هر قسم بدي شته.
Arabic explanations of the Qur’an:
خُلِقَ الْاِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ ؕ— سَاُورِیْكُمْ اٰیٰتِیْ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْنِ ۟
پیداکړی شوی دی انسان په تلوار کولو سره، نو هغه په شیانو باندې تلوار کوي مخکې د واقع کېدلو نه، او د دې څخه په تلوار سره غوښتل د مشرکېنو دي عذاب لره، خامخا زه به وښاېم تاسې ته -ای په تلورا سره زما د عذاب غوښتونکو- هغه عذاب چې تاسې په تلوار سره غوښتلی و، نو تاسې هغه په تلوار سره مه غواړئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او په تلوار سره وايي کافران هغوی چې انکار کوونکي دي د بېرته راژوندي کېدلو نه:کله به وي هغه بېرته راژوندي کېدل چې تاسې یې زمونږ سره ژمنه کوئ -ای مسلمانانو- که چېرته تاسې ريښتوني یاستئ په هغه څه کې چې تاسې دعوه کوئ د واقع کېدلو؟!
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوْ یَعْلَمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا حِیْنَ لَا یَكُفُّوْنَ عَنْ وُّجُوْهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَنْ ظُهُوْرِهِمْ وَلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟
که چېرته پوهه وای دا کافران کوم چې انکار کوونکي دي د بېرته راژوندي کېدلو نه کله چې به دوی اور د خپلو مخونو او شاګانو څخه نشي لرې کولی، او دا چې نه به وي دوی لره څوک مددګار چې د دوی مدد وکړي په لري کولو د عذاب سره د دوی نه، نو که چېرته دوی په دې باندې یقين لرلی نو عذاب به یې په تلوار سره نه و غوښتلی.
Arabic explanations of the Qur’an:
بَلْ تَاْتِیْهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
نه به راځي دوی ته دا اور چې دوی ته پرې عذاب ورکولی شي په داسې حال کې چې دوی ته به پته وي، بلکه ناببره به ورته راځي، نو دوی به یې د ځانه د اړولو توان او طاقت نه لري، او نه به دوی وروسته کېدلی شي تر دی چې توبه وباسي نو دوی ته به مهرباني او رحمت ورسېږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
او که چېرته مسخرې کوي په تا باندې قوم ستا نو ته په دې کار کې نوی (يواځې) نه یې، نو په تحقيق سره مسخرې شوي په پېغمبرانو باندې مخکې ستا نه -ای پېغمبره- نو یقېنا راګېر کړي وو هغو کافرانو لره چې په پېغمبرانو باندې مسخرې کولی هغه عذاب چې دوی ورپسې مسخرې کولې په دنیا کې کله چې به ورته پېغمبرانو په هغه باندې وېره ورکوله.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلْ مَنْ یَّكْلَؤُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمٰنِ ؕ— بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
ووایه -ای پېغمبره- دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته: څوک دی هغه ذات چې ساتي تاسې په شپه او ورځ کې د هغه عذاب نه چې رحمان ذات یې په تاسې د رالېږلو اراده لري او ساتي تاسې د هلاکېدو نه؟ بلکې دوی د خپل رب د نصېحتونو او پندونو او دلېلونو څخه مخ اړوونکي دي، فکر نه کوي په هیڅ شي باندې د دې نه د ناپوهۍ او کم عقلې د وجې.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَمْ لَهُمْ اٰلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِّنْ دُوْنِنَا ؕ— لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَ اَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِّنَّا یُصْحَبُوْنَ ۟
او که یا شته دوی لره معبودان چې بچ کوي دوی زمونږ له عذابه؟ دوی طاقت نه لري د خپل ځان د مدد کولو په لرې کولو د ضرر د هغوی نه، او نه په راوستلو د فاېدې هغه لره، او څوک چې د خپل ځان مدد نشي کولی، نو د بل چا به څنګه مدد وکړي؟! او نه دوی زمونږ د عذابه بچ کېدلی شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
بَلْ مَتَّعْنَا هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی طَالَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ؕ— اَفَلَا یَرَوْنَ اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— اَفَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟
بلکې مونږ مزي ورکړي دې کافرانو ته، او مزې مو ورکړې وې د دوی پلارانو ته په هغو نعمتونو چې مونږ دوی لره په پراخ ډول ورکړي و؛ دوی لره دا مهلت ورکول وو، تر دې چې اوږده شوه په دوی باندې زمانه نو دوی په دې سره دوکه شول، او په خپل کفر باندې ودرېدل، آیا نه ویني دا دوکه شوي خلک زمونږ په نعمتونو چې په تلورا سره غوښتونکي دي زمونږ عذاب لره چې مونږ راتلل کوو زمکې ته نېمګړې کوو یې د غاړو د هغې نه په هلاکولو زمونږ د دغه غاړو خلکو لره، او په غالب کېدلو زمونږ په هغوی باندې، نو چې عبرت واخلي په دې باندي هسې نه چې ونه رسيږي دوی ته هغه عذابونه کوم چې هغوی ته رسېدلی وو؟! نو دوی غالب نه دي، بلکې دوی مغلوب دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• بيان كفر من يستهزئ بالرسول، سواء بالقول أو الفعل أو الإشارة.
د هغه چا د کفر بیان چې په پېغمبر باندې مسخرې کوي، برابره خبره ده که په وينا سره وي او یا عملي وي او يا په اشارې سره وي.

• من طبع الإنسان الاستعجال، والأناة خلق فاضل.
د انسان په طبېعت کې تلوار دی، او حوصله کول ډیر غوره اخلاق دي.

• لا يحفظ من عذاب الله إلا الله.
د الله تعالی د عذابه هیڅوک څوک نشي بچ کولی مګر الله تعالی یې بچ کولی شي.

• مآل الباطل الزوال، ومآل الحق البقاء.
د باطل اخري انجام زوال دی، او د حق انجام پاتې کېدل دي.

قُلْ اِنَّمَاۤ اُنْذِرُكُمْ بِالْوَحْیِ ۖؗ— وَلَا یَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَآءَ اِذَا مَا یُنْذَرُوْنَ ۟
ته ووایه -ای پېغمبره-: بېشکه زه ویروم تاسې -ای خلکو- د الله تعالی له عذابه په هغې وحې سره چې ما ته یې زما رب کوي، او د حق نه کاڼه خلک نه اوري هغه څه چې دوی ورته رابلل کېږي په اورېدلو د قبلولو سره کله چې ورته د الله تعالی د عذابه وېره ورکېدلی شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَىِٕنْ مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
او که چېرته ورسېږي دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته څه برخه ستا د رب د عذابه -ای پېغمبره- نو خامخا په دغه وخت کې به وايي: ای هلاکته او تاوانه زمونږ، بېشکه مونږ وو ظالمان د الله تعالی سره په شرک کولو او په دروغ ګنلو سره هغه څه لره چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَنَضَعُ الْمَوَازِیْنَ الْقِسْطَ لِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ اَتَیْنَا بِهَا ؕ— وَكَفٰی بِنَا حٰسِبِیْنَ ۟
او د انصاف تلې د قیامت په ورځ د دې لپاره ږدو چې د دوی عملونه پرې وتلل شي، نو ظلم به نشي کېدلی په دغه ورځ په هیڅ یو نفس باندې په کموالي د نیکیو د هغه او یا په زیاتوالي د بدیو د هغه، او اګر که دا تلل کیدونکی شی ډیر لږ هم وي د اوري د دانې په اندازه نو هم به یې مونږ راوړو، او بس یو مونږ حساب کوونکي حسابوو عملونو د بندګانو زمونږ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ الْفُرْقَانَ وَضِیَآءً وَّذِكْرًا لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او بېشکه مونږ ورکړی و موسی او هارون -علیهما السلام- ته تورات چې جدایي راوستونکی و په ما بین د حق او باطل او حلال او حرام کې، او هدایت دی د هغه چا لپاره چې ایمان یې پرې راوړی، او پند او نصېحت دی د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویرېږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَهُمْ مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُوْنَ ۟
متقیان هغه کسان دي چې ویرېږي د خپل رب د سزا نه هغه رب چې دوی پرې اېمان لري سره لدې چې دوی نه دی لېدلی، او دوی د قیامت نه وېرېدونکي دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَهٰذَا ذِكْرٌ مُّبٰرَكٌ اَنْزَلْنٰهُ ؕ— اَفَاَنْتُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟۠
او دا قرآن کریم چې نازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې پند دی د هغه چا لپاره چې غواړي چې پند او نصېحت پرې واخلي، د ډېرې فایدې او خیر والا دی، نو آیا تاسې د دې سره لدې څخه انکار کوونکي یاست؟! په دې باندې اقرار کوونکي نه یاست، او نه په دې باندې عمل کوونکي یاست؟!
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ رُشْدَهٗ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهٖ عٰلِمِیْنَ ۟ۚ
او بېشکه مونږ ورکړی وو ابراهیم -علیه السلام- لره دلیل د خپل قوم مقابل کې په وړوکوالي کې، او مونږ په دې باندې خبر وو، نو ځکه مو ورته ورکړل هغه څه چې دې یې مستحق وو زمونږ په علم کې د دلیل نه د خپل قوم مقابل کې.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا هٰذِهِ التَّمَاثِیْلُ الَّتِیْۤ اَنْتُمْ لَهَا عٰكِفُوْنَ ۟
کله چې هغه خپل پلار آزر او خپل قوم ته ووېل: څه دي دا بوتان چې تاسې په خپلو لاسونو جوړ کړي، او هغه چې تاسې د هغوی په عبادت باندې ولاړ یاست؟
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا لَهَا عٰبِدِیْنَ ۟
قوم یې ورته ووېل: بېشکه مونږ موندلي خپل پلاران (مشران) چې د دوی بندګي یې کوله، نو مونږ یې هم بندګي وکړه د هغوی د پېروۍ له وجې.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
هغوی ته ابراهيم وويل: پرته له شکه اي پيروي کوونکو تاسو او ستاسو پلرونه له حق لارې په څرګنده لار ورکۍ کې ياست.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ اَمْ اَنْتَ مِنَ اللّٰعِبِیْنَ ۟
قوم یې ورته ووېل: آیا راغلی یې ته مونږ ته په ریښتیا سره کله چې تا ووېل هغه څه چې ودې وېل: او که ته ګپ لګوې؟.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ بَلْ رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الَّذِیْ فَطَرَهُنَّ ۖؗ— وَاَنَا عَلٰی ذٰلِكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
ابراهیم -علیه السلام- ورته ووېل: بلکې راتګ کړی ما تاسې ته په ریښتیا سره نه په ګپ سره، نو پس رب ستاسې رب د اسمانونو او د ځمکې دی هغه چې دا دواړه یې پیداکړي په نا اشنا شکل چې مخکې یې مثال نه و، او زه په دې خبره چې هغه رب ستاسې او رب د اسمانونو او د زمکې دی خامخا د ګواهي کوونکو څخه یم، او ستاسې د بوتانو په دې کې هیڅ برخه هم نشته.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَتَاللّٰهِ لَاَكِیْدَنَّ اَصْنَامَكُمْ بَعْدَ اَنْ تُوَلُّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
او ووېل ابراهیم -علیه السلام- کله چې یې قوم خبره وانه ورېدله: قسم په الله خامخا زه به چل جوړووم ستاسې بوتانو ته هغه چې تاسې یې بد ګڼئ وروسته د دې نه چې تاسې د هغوی نه خپلې مېلې ته لاړ شئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• نَفْع الإقرار بالذنب مشروط بمصاحبة التوبة قبل فوات أوانها.
په ګناه باندې اقرار کول انسان لره فاېده ورکوي خو په شرط د توبې کولو مخکې د دې نه چې د توبې وخت تېر شي.

• إثبات العدل لله، ونفي الظلم عنه.
د الله تعالی لپاره د عدل ثابتول، او له هغه نه د ظلم نفي کول.

• أهمية قوة الحجة في الدعوة إلى الله.
د الله تعالی طرف ته په دعوت کولو کې د قوي دلېل اهمیت.

• ضرر التقليد الأعمى.
د ړوند تقلید (پیروۍ) خطر او ضرر.

• التدرج في تغيير المنكر، والبدء بالأسهل فالأسهل، فقد بدأ إبراهيم بتغيير منكر قومه بالقول والصدع بالحجة، ثم انتقل إلى التغيير بالفعل.
د ناروا په بدلون کې له تدرج کار اخېستل او له آسانه پيلول،؛ نو ابراهيم د خپل قوم په ناروا کې بدلون لومړی په وينا او حجت راګرځولو پيل کړ, بيا يې په لاس بدلون راوستلو ته مخه کړه.

فَجَعَلَهُمْ جُذٰذًا اِلَّا كَبِیْرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ اِلَیْهِ یَرْجِعُوْنَ ۟
نو ابراهیم -علیه السلام- د هغوی بوتان مات کړل تر دې چې وړې وړې ټوټې شول، او د هغوی مشر یې پرېښوده چې کیدای شي هغوی دې ته راوګرځي د دې لپاره چې د هغه نه پوښتنه وکړي چې دا بوتان چا مات کړي؟.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا مَنْ فَعَلَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَاۤ اِنَّهٗ لَمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو کله چې دوی راوګرځېدل او خپل بوتان یې ولېدل چې مات شوي نو د یو بل نه یې پوښتنه وکړه چې: دا زمونږ معبودان چا مات کړل؟ یقېنا هر چا چې دا کار کړی نو خامخا دا خو ډیر ظالم دی، ځکه چې د هغه څه بې عزتي یې کړې چې د هغه لويي او احترام پکار وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا سَمِعْنَا فَتًی یَّذْكُرُهُمْ یُقَالُ لَهٗۤ اِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ
ځینو د دوی نه ووېل: مونږ د یو ځوان نه اورېدلي وو چې په دوی پسې به يې بد وېل او د دوی عیبونه به یې بیانول چې ابراهیم نومېږي، شاید چې هغه دا مات کړي وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا فَاْتُوْا بِهٖ عَلٰۤی اَعْیُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَشْهَدُوْنَ ۟
نو د دوی مشرانو ووېل: راولئ تاسې ابراهیم د ټولو خلکو مخې ته؛ شاېد چې دوی ګواهي ورکړي د هغه په اقرار په هغه کار چې دې کړی، نو د هغه اقرار به تاسې لره په هغه باندې دلېل وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْۤا ءَاَنْتَ فَعَلْتَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَا یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ
نو هغوی ابراهیم -علیه السلام- راوست او پوښتنه یې ترې وکړه: ای ابراهیمه! آیا تا زمونږ په بوتانو باندې دا نا اشنا بد کار کړی؟!.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ بَلْ فَعَلَهٗ ۖۗ— كَبِیْرُهُمْ هٰذَا فَسْـَٔلُوْهُمْ اِنْ كَانُوْا یَنْطِقُوْنَ ۟
ابراهیم علیه السلام -ووېل په داسې حال کې چې خندا کوونکی (ټوکې کوونکی) و په هغوی باندې، د خلکو په وړاندې د هغوی د بوتانو د کمزورئ ښکاره کوونکی و: دا کار خو ما ندې کړی، بلکې د دوی مشر بوت دا کار کړی، نو تاسې ترې پوښتنه وکړئ که چېرته دوی خبرې کولی شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَرَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَنْفُسِهِمْ فَقَالُوْۤا اِنَّكُمْ اَنْتُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟ۙ
پس دوی وګرځېدل خپلو ځانونو ته په فکر او سوچ کولو سره، نو ښه ښکاره شوه دوی ته دا خبره چې بېشکه د دوی بوتان نه چا ته ګټه رسولی شی او نه د چا نه ضرر بچ کولی شي، نو دوی ظالمان و کله چې یې بندګي کوله د دوی پرته له الله تعالی نه.
Arabic explanations of the Qur’an:
ثُمَّ نُكِسُوْا عَلٰی رُءُوْسِهِمْ ۚ— لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هٰۤؤُلَآءِ یَنْطِقُوْنَ ۟
بیا دوی راوګرځېدل خپل ضد او عناد ته، نو ویې وېل: یقېنا تا ته ښه معلومه ده -ای ابراهېمه- چې دا بوتان خبرې نشي کولی، نو ته څنګه مونږ ته واېې چې مونږ ترې پوښتنه وکړو؟ دوی دا غوښتل چې دا خو د دوی لپاره دلېل دی، نو هغه په دوی باندې دلېل شو.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ اَفَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یَضُرُّكُمْ ۟ؕ
ابراهیم علیه السلام -هغوی ته ووېل په داسې حال کې چې انکار کوونکی وو په هغوی باندې: ایا تاسې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د هغو بوتانو چې تاسې ته هیڅ ګټه او تاوان نشي دررسولی، نو دوی عاجز دي د ضرر بچ کولو د خپل ځانونو نه، او د ګټې رسولو خپلو ځانونو ته.
Arabic explanations of the Qur’an:
اُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
افسوس او هلاکت دې ستاسې لپاره، او هلاکت دی هغه چا لره چې تاسې یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د دې بوتانو چې نه چا ته ګټه رسولی شي او نه ضرر، نو ایا تاسې ولې د عقل نه کار نه اخلئ، او د هغوی عبادت نه پریږدئ؟!.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا حَرِّقُوْهُ وَانْصُرُوْۤا اٰلِهَتَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟
نو هر کله چې دوی د ابراهیم - علیه السلام- سره په دلېل د مقابلې کولو نه عاجز شول نو خپل قدرت او طاقت ته یې مخه کړه، نو ویې وېل: وسوځوئ ابراهیم لره په اور باندې؛ د وجې د مرستې او مدد کولو ستاسو د بوتانو هغه چې ده مات کړي که چېرته تاسې ده لره مخ نیوونکی، سزا ورکوونکي یاست.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلْنَا یٰنَارُ كُوْنِیْ بَرْدًا وَّسَلٰمًا عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟ۙ
نو دوی اور بل کړو او ابراهیم -علیه السلام- ېې پدې کې ورواچاوه، نو مونږ ووېل: ای اوره! شه یخ او خاوند د سلامتیا په ابراهیم باندې، نو دا همدغه شان شو، نو هیڅ تکلېف ورته ونه رسېد.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَخْسَرِیْنَ ۟ۚ
او د ابراهیم -علیه السلام- قوم هغه ته د چل کولو کوشش وکړ چې هغه وسوځوي، نو مونږ د هغوی چل باطل کړ او خاص همدوی مو هلاک شوي او ناکام وګرځول.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَنَجَّیْنٰهُ وَلُوْطًا اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا لِلْعٰلَمِیْنَ ۟
او مونږ نجات ورکړ هغه ته او نجات مو ورکړ لوط ته، او ومو وېستل دواړه د شام زځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی؛ د هغو پېغمبرانو د وجې چې مونږ په دې ځمکه کې رالېږلي او د هغو نعمتونو له وجې چې مونږ په دې زمکه کې خواره کړي (اچولي دي) د خلکو لپاره.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ ؕ— وَیَعْقُوْبَ نَافِلَةً ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا صٰلِحِیْنَ ۟
او وموبښه هغه ته اسحاق کله چې یې د خپل رب نه دعا وغوښته چې یو زوی ورته ورکړي، او ومو بښه هغه ته لمسی یعقوب زیات، او هر یو د ابراهیم او د هغه د زامنو اسحاق او یعقوب نه مونږ ګرځولي وو نېکان الله تعالی ته غاړه کیښودونکي.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• جواز استخدام الحيلة لإظهار الحق وإبطال الباطل.
د حق د ښکاره کولو او د باطل د ختمولو لپاره د حیلې استعمالول جاېز دي.

• تعلّق أهل الباطل بحجج يحسبونها لهم، وهي عليهم.
د باطل پرستو تعلق د داسې دلېلونو سره وي چې هغوی ګومان کوي چې دا د دوی لپاره دي، پداسې حال کې چې هغه په دوی باندې دلېل وي.

• التعنيف في القول وسيلة من وسائل التغيير للمنكر إن لم يترتّب عليه ضرر أكبر.
سخته خبره کول هم د منکر د بدلولو یوه وسېله ده خو په هغه صورت کې چې په دې باندې د دې منکر نه لوی ضرر نه جوړېږي.

• اللجوء لاستخدام القوة برهان على العجز عن المواجهة بالحجة.
د طاقت استعمالولو ته تلل دا پخپله دلېل دی په دې خبره چې دا کس په دلېل سره د مقابلې کولو نه عاجز دی.

• نَصْر الله لعباده المؤمنين، وإنقاذه لهم من المحن من حيث لا يحتسبون.
د الله تعالی مرسته د خپلو مومنانو بندګانو سره، او د هغوی بچ کول د تکلېفونو او مصېبتونو څخه په داسې طرېقه چې دوی یې ګومان نه کوي.

وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْرٰتِ وَاِقَامَ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءَ الزَّكٰوةِ ۚ— وَكَانُوْا لَنَا عٰبِدِیْنَ ۟ۙ
او کرځولي وو مونږ دوی داسې امامان چې خلک ورپسې د خیر په کار کې پېروي کوي، خلک رابلي یواځې د الله تعالی بندګۍ طرف ته د هغه په حکم، او مونږ هغوی ته وحې کړی وه چې تاسې د خیر کارونه کوئ، او لمونځ په پوره طرېقې سره ادا کوئ، او زکات ورکوئ، او وو دوی مونږ ته غاړه ايښودونکي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلُوْطًا اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا وَّنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ تَّعْمَلُ الْخَبٰٓىِٕثَ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فٰسِقِیْنَ ۟ۙ
او لوط ته مو ورکړی وو علم د پریکړې کولو په منځ د جګړه مارو کې، او د هغه د دین په کار مو ورته پوهه ورکړی وه، او بچ کړی مو وو د هغه عذاب نه چې کوم مو د هغه په کلي (سدوم) باندې نازل کړی و، هغه کلی چې خلکو یې بدکارۍ ته راتلل کول، بېشکه دوی وو قوم فسادیان وتونکي د خپل رب د تابعدارۍنه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَدْخَلْنٰهُ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟۠
او مونږ داخل کړی و ده لره په خپل رحمت کې کله چې مونږ بچ کړ ده لره له هغه عذاب نه چې د دې قوم ته رسېدلی و، بېشکه دی د هغو نېکانو څخه و چې زمونږ په حکم به یې عمل کاوه، او چې مونږ به د څه شي نه منع کاوه د هغه څخه به منعه کېده.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَنُوْحًا اِذْ نَادٰی مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د نوح؛ کله چې یې الله تعالی اواز وکړ مخکې د ابراهیم او لوط نه، نو مونږ د هغه بلنه قبوله کړه په غوښتلو د هغه څه چې غوښتلی یې و، نو مونږ نجات ورکړ ده لره او د ده کورنۍ لره هغوی چې مومنان وو د لوی مصېبت نه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَنَصَرْنٰهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
او بچ مو کړ د چل د هغه قوم نه چې نسبت د دروغو یې کړی و په هغو آیتونو چې مونږ پرې دې مضبوط کړی و، کوم چې د دې په ريښتنولۍ دلالت کوونکي وو، بېشکه دوی وو قوم د فساد او شر، نو دوی ټول مو په اوبو کې غرق کړل.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَدَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ اِذْ یَحْكُمٰنِ فِی الْحَرْثِ اِذْ نَفَشَتْ فِیْهِ غَنَمُ الْقَوْمِ ۚ— وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شٰهِدِیْنَ ۟ۙ
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د داود او د هغه د زوی سلېمان -علیهما السلام- کله چې دواړو فېصله کوله په یوه قضیه کې چې دوی ته مخې ته راغلې وه د دوو جګړه کوونکو په باره کې؛ چې یو د دې دواړو څخه ګډې درلودې او د شپې لخوا د دې بل په فصل (کښت) کې ورګډې شوې وې نو هغه یې ورله خراب کړی و، او مونږ د داود او سلیمان فیصلې کولو ته حاضر وو، د دوی د فېصلې څخه هیڅ شی پر مونږ پټ نه و.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَفَهَّمْنٰهَا سُلَیْمٰنَ ۚ— وَكُلًّا اٰتَیْنَا حُكْمًا وَّعِلْمًا ؗ— وَّسَخَّرْنَا مَعَ دَاوٗدَ الْجِبَالَ یُسَبِّحْنَ وَالطَّیْرَ ؕ— وَكُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟
نو ومو ښودله هغه فېصله سلېمان ته پرته د هغه له پلاره، او هر یو ته د دې دواړو څخه مونږ ورکړې وه پېغمبري او پوهه د دین د احکامو، یوازې سلېمان ته مو نه وه ورکړې، او تابع کړي مو وو داود سره غرونه چې تسبېح به یې ویله د هغه د تسبېح وېلو سره، او تابع کړي مو وو ده لره مرغان، او مونږ کوونکي وو دې ښودنې، فېصلې کولو، پوهې لرلو او تابع کولو لره.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَعَلَّمْنٰهُ صَنْعَةَ لَبُوْسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِّنْ بَاْسِكُمْ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ شٰكِرُوْنَ ۟
او مونږ ښودلې وه داود -علیه السلام- ته پغېر د سلېمان -علیه السلام- نه جوړول د زغرو د دې لپاره چې تاسې وساتي د رسېدلو د وسلې نه ستاسې بدنونو ته، نو آیا تاسې -ای خلکو- شکر وېستونکي یاست دې نعمتونو لره کوم چې الله تعالی په تاسې باندې کړي دي؟!
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ عَاصِفَةً تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖۤ اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَكُنَّا بِكُلِّ شَیْءٍ عٰلِمِیْنَ ۟
او تابع کړې مو وه سلیمان لره هوا د تېزو الوتلو والا چې روانېده به د هغه په امر کله چې به یې ورته امر وکړ د شام ځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی و د دې وجې نه چې مونږ په دې کې کوم پېغمبران لېږلي وو، او د دې وجې نه چې په دې کې څومره برکتونه خواره کړی شوي، او مونږ په هر یو شي باندې پوهه یو، هیڅ څیز په مونږ باندې د دې نه پټ نشي پاتي کېدلی.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• فعل الخير والصلاة والزكاة، مما اتفقت عليه الشرائع السماوية.
د خیر د کارونو کول او ادا کول د لمانځه او ورکول د زکات، د هغو کارونو څخه دي چې ټول اسماني دېنونه پرې متفق دي.

• ارتكاب الفواحش سبب في وقوع العذاب المُسْتَأْصِل.
د ګناهونو کول د بیخ ایستونکي عذاب د راتللو سبب دی.

• الصلاح سبب في الدخول في رحمة الله.
نېکي د الله تعالی په رحمت کې د ننوتلو سبب دی.

• الدعاء سبب في النجاة من الكروب.
دعا د تکلېفونو او مصېبتونو څخه د بچ کېدلو سبب دی.

وَمِنَ الشَّیٰطِیْنِ مَنْ یَّغُوْصُوْنَ لَهٗ وَیَعْمَلُوْنَ عَمَلًا دُوْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَكُنَّا لَهُمْ حٰفِظِیْنَ ۟ۙ
او تابع کړي مو د شیطانانو نه ده لره هغه څوک چې غوپي به یې وهلې د ده لپاره په دریابونو کې راوېستلې به یې ملغلرې او نور شیان، او د دې نه پرته نور کارونه به یې ورله هم کوله لکه ابادي جوړول، او مونږ د دوی تعداد او کارونو لره ساتونکي (یادوونکي) وو، هیڅ شی راڅخه د دې نه نشي پاتي کېدلی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَیُّوْبَ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ایوب -علیه السلام-، کله چې یې دعا وغوښتله د خپل رب څخه کله چې ورته مصېبت ورسېد؛ داسې ووېل: ای زما ربه! بېشکه ما ته مرض رارسېدلی او زما خاندان هم ورک شوی، او ته غوره د ټولو رحم کوونکو څخه یې، نو ما ته چې کوم مصېبت رارسېدلی دا زما څخه واړوه.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَكَشَفْنَا مَا بِهٖ مِنْ ضُرٍّ وَّاٰتَیْنٰهُ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَذِكْرٰی لِلْعٰبِدِیْنَ ۟
نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته چې کوم تکلېف رسېدلی و هغه مو ترې لرې کړ، او کوم بچي او کورنۍ چې ترې ورکه شوي وه هغه مو ورته بېرته ورکړه، او د هغوی په شان مو ورته نور هم ورکړل، دا ټول کارونه مونږ د خپلې مهربانۍ له وجې وکړل، او په دې کې یادداشت او پند دی هر هغه چا لره چې الله تعالی ته یې په بندګۍ سره غاړه کیښودلې وه؛ نو هغه دې صبر وکړي لکه څرنګه چې ایوب صبر کړی وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِدْرِیْسَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
او یاد کړه -ای پېغمبره- اسماعېل او ادرېس او ذو الکفل -علیهم السلام-، هر یو د دوی نه صبر کوونکی و په مصېبتونو باندې او ولاړ وو په کولو د هغه څه چې الله تعالی پرې مکلف کړي وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَدْخَلْنٰهُمْ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او داخل کړي وو مونږ دوی ټول په خپل خاص رحمت کې، نو مونږ دوی پېغمبران ګرځولی وو، او دوی مو جنت ته داخل کړی وو، بېشکه دوی د الله تعالی د هغو نېکانو بندګان څخه دي چې د هغه په تابعدارۍ یې عمل کړی، او د هغوی پټ او ښکاره برابر شوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَذَا النُّوْنِ اِذْ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَیْهِ فَنَادٰی فِی الظُّلُمٰتِ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحٰنَكَ ۖۗ— اِنِّیْ كُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د ماهي والا یونس-علیه السلام- کله چې لاړ پغېر د اجازې د خپل رب نه غصه وو خپل قوم ته د هغوی د سرکشۍ د وجې نه، نو ده دا ګومان وکړ چې مونږ به په ده باندې تنګسیا نه راولو؛ په سزا ورکولو سره د ده په تللو باندې، نو هغه وازماېل شو په سخته تنګسیا سره او په بند پاتي کېدلو سره کله چې ماهي هغه لره تېر کړ، نو د ماهي د خیټې او د دریاب او د شپي په تیارو کې یې د الله تعالی نه دعا وغوښتله؛ په داسې حال کې چې اقرار کوونکی و په خپله خطا باندې الله تعالی ته ورګرځېدونکی و، نو ویې وېل: نشته څوک حقدار د بندګۍ پرته له تا نه، ته پاک یې د هر قسم عیب او شرېک نه، بېشکه زه له ظلم کوونکو څخه وم.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ۙ— وَنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْغَمِّ ؕ— وَكَذٰلِكَ نُـجِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه مو د مصېبت د سختیو نه بچ کړ په راوېستلو د هغه سره د تیارو نه، او د ماهي د خېټې نه، او په شان د یونس د خلاصولو د هغه د مصېبت نه مونږ خلاصوو مومنان کله چې په تلکېف کې پريوځي او د الله تعالی نه دعا وغواړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَزَكَرِیَّاۤ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ رَبِّ لَا تَذَرْنِیْ فَرْدًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۚۖ
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د زکریا -علیه السلام- کله چې یې د خپل رب نه دعا وغوښته داسې یې ووېل: ای ربه زما! مه پرېږده ما لره یوازې چې هیڅ بچی مې نه وي، او یقېنا ته غوره د باقي پاتي کېدونکو څخه یې، نو ما لره یو بچې راکړه چې زما څخه وروسته پاتې شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ؗ— وَوَهَبْنَا لَهٗ یَحْیٰی وَاَصْلَحْنَا لَهٗ زَوْجَهٗ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَیَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّرَهَبًا ؕ— وَكَانُوْا لَنَا خٰشِعِیْنَ ۟
نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته مو یحیی زوی ورکړ، او د هغه ښځه مو دې ته برابره کړه، نو وروسته د شنډوالي د هغې نه بچی راوړونکې شوه، بېشکه زکریا او بي بي د هغه او زوی د هغه وو دوی ټول چې تلوار به یې کاوه د خیر کارونو کې، او وو دوی چې رابللو به یې مونږ په داسې حال کې چې امېد به یې لرلو زمونږ د ثوابونو، او وېرېدل به زمونږ له عذابه، او وو دوی چې مونږ ته به یې عاجزي کوله.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• الصلاح سبب للرحمة.
د ځان برابروالی د الله تعالی د رحمت سبب دی.

• الالتجاء إلى الله وسيلة لكشف الكروب.
الله تعالی ته پناه وړل د مصېبتونو د ختمولو وسېله ده.

• فضل طلب الولد الصالح ليبقى بعد الإنسان إذا مات.
د نېک اولاد د غوښتنې فضيلت، ترڅو د انسان له مړينې وروسته پاتې شي.

• الإقرار بالذنب، والشعور بالاضطرار لله وشكوى الحال له، وطاعة الله في الرخاء من أسباب إجابة الدعاء وكشف الضر.
په ګناه باندې اعتراف کول، او الله تعالی ته ځان محتاج ښکاره کول او هغه ته د خپل حالت شکایت کول، او د الله تعالی تابعداري کول د پراختیا او اسانتیا په وخت کې د دعا د قبلېدلو او د تکلېفونو د لرې کېدلو سببونه دي.

وَالَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهَا مِنْ رُّوْحِنَا وَجَعَلْنٰهَا وَابْنَهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
او یاد کړه -ای پېغمبره- قصه د مریم -علیها السلام- هغه چې خپل فرج (اندام مخصوصه) یې له زنا څخه ساتلی و، نو الله تعالی هغې ته جبرېل -علیه السلام- ولېږه، نو په هغې کې یې پوکی وکړ، نو هغه په عیسی -علیه السلام- باندې حامله شوه، او وو دا او زوی د دې عیسی نښه د الله تعالی د قدرت د خلکو لپاره، او یقینا چې نشي عاجز کولی الله تعالی لره هيڅ یو شي ځکه چې عیسی یې پغیر له پلار څخه پیداکړو.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً ۖؗ— وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْنِ ۟
بېشکه همدا ستاسې دین دی -ای خلکو- دین یو، او هغه توحید دی کوم چې د اسلام دین دی، او زه ستاسې رب یم، نو تاسې ما لره بندګي خاص کړئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ ؕ— كُلٌّ اِلَیْنَا رٰجِعُوْنَ ۟۠
او خلک ټوټې ټوټې شول، نو په دوی کې څوک موحد، څوک مشرک، څوک کافر او څوک مومن شول، او هر یو له دوی څخه خاص مونږ ته راګرځېدونکي دي د قیامت په ورځ، نو د دوی د اعمالو سزا به ورته ورکړو.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْیِهٖ ۚ— وَاِنَّا لَهٗ كٰتِبُوْنَ ۟
نو د دوی څخه چې چا نېک عملونه وکړل او حال دا چې دې ایمان لرونکی و په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو او په ورځ وروستنۍ (د اخرت ورځ) نو د ده د نیک عمل به بې قدرې نشي کېدلی، بلکې الله تعالی به د ده دا عمل قبلوي او ثواب به ورله څو چنده کوي، او دې به خپل عمل د قیامت په ورځ په خپله عمل نامه کې بیامومي، نو په دې به خوشحاله شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَحَرٰمٌ عَلٰی قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَاۤ اَنَّهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟
او ناممکن دي د یو کلي والاو لپاره چې مونږ هلاک کړي وي د هغوی د کفر په وجه چې هغوی دې بېرته دنیا ته راوګرځي، د دې لپاره چې توبه وباسي او د هغوی توبه دې قبوله شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
حَتّٰۤی اِذَا فُتِحَتْ یَاْجُوْجُ وَمَاْجُوْجُ وَهُمْ مِّنْ كُلِّ حَدَبٍ یَّنْسِلُوْنَ ۟
هیڅکله به راونه ګرځي تر دې چې د یاجوج ماجوج دیوال خلاص شي، او دوی به په دغه ورځ د زمکې د هرې اوچتې برخې نه په ګړندیتوب سره راوځي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَاِذَا هِیَ شَاخِصَةٌ اَبْصَارُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— یٰوَیْلَنَا قَدْ كُنَّا فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا بَلْ كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
او ښه رانږدې شوی قیامت د دوی په راوتلو سره، او د هغه سختۍ او تکلېفونه راښکاره شوي، نو یقېنا په دغه وخت کې د کافرانو سترګي به خلاصې وي (بوټي به راوتلي وي) د ډیر مصېبت او وېرې د وجې، او وایې به: ای هلاکت دی مونږ لره، بېشکه مونږ په دنیا کې په لهو او لعب کې وو او دې لویې ورځې ته د تیارۍ کولو نه مشغول وو، بلکې مونږ ظالمان وو په کفر او ګناهونو کولو سره.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ ؕ— اَنْتُمْ لَهَا وٰرِدُوْنَ ۟
تاسې -ای مشرکېنو- او هغه بوتان چې تاسې یې بندګي کوئ پغیر له الله تعالی نه، او هغه څوک چې راضي دی ستاسې په بندګۍ کولو هغه لره د انسانانو او پېریانو څخه- خشاک د جهنم یاست، تاسې او ستاسې معبودان دې ته ورننوتونکي یاست.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوْ كَانَ هٰۤؤُلَآءِ اٰلِهَةً مَّا وَرَدُوْهَا ؕ— وَكُلٌّ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
که چېرته دا معبودان په ریښتیا سره د بندګۍ حقدار وی نو د خپلو تابعدارانو سره به جهنم ته نه ننوتلی، او هر یو د معبودانو او تابعدارانو به په اور کې وي، همېشه به وي دوی په دې کې همېشه، هیڅکله به د دې څخه نه راوځي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّهُمْ فِیْهَا لَا یَسْمَعُوْنَ ۟
وي به دوی لره په دې جهنم کې -د ډیرو تکلېفونو او دردونو د وجې- سخته ساه اخېستل (اسویلي)، او دوی به په اور کې اوازونه نه اوري د ډیر هېبتناک ویروونکي سختو حالاتو د وجې کوم چې دوی ته رسېدلي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ الَّذِیْنَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِّنَّا الْحُسْنٰۤی ۙ— اُولٰٓىِٕكَ عَنْهَا مُبْعَدُوْنَ ۟ۙ
او کله چې مشرکېنو ووېل: (بېشکه عیسی او ملاېکې هغوی چې بندګي يې شوي وه خامخا به اور ته داخليږي) الله تعالی ووېل: بېشکه هغه کسان چې مخکې مقرر شوې ده هغوی لره د الله تعالی په علم کې چې بېشکه دوی به د نېکانو څخه وي لکه عیسی -علیه السلام- لرې کړی شوي د اور نه.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• التنويه بالعفاف وبيان فضله.
پام اړول پاک لمنۍ لره او د هغې د فضېلت بیان.

• اتفاق الرسالات السماوية في التوحيد وأسس العبادات.
د اسماني پېغمبرانو د (پيغامونو) یووالی په توحید او د عباداتو په اساساتو کې.

• فَتْح سد يأجوج ومأجوج من علامات الساعة الكبرى.
د یاجوج ماجوج د دیوال پرانیستل کېدل د قیامت د لویو علامو څخه دي.

• الغفلة عن الاستعداد ليوم القيامة سبب لمعاناة أهوالها.
د قیامت ورځې ته د تیاري کولو نه غفلت د قیامت د ورځې د سختیو د څکلو لامل دی.

لَا یَسْمَعُوْنَ حَسِیْسَهَا ۚ— وَهُمْ فِیْ مَا اشْتَهَتْ اَنْفُسُهُمْ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
نه به رسیږي د دوی غوږونو ته اواز د جهنم او دوی به همېشه په هغو نعمتونو او مزو کې وي چې د دوی نفسونه یې غواړي، د دوی نعمتونه به هیڅکله د دوی څخه نه پرې کېږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا یَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْاَكْبَرُ وَتَتَلَقّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ؕ— هٰذَا یَوْمُكُمُ الَّذِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟
نه به ویروي دوی لره دا لوی مصېبت او بد حالت کله چې به اور په جهنمیانو باندې راتاو شي، او ملاېکې به د دوی استقبال وکړي په هرکلي سره داسې به وایي: دا ستاسې هغه ورځ ده چې تاسې سره یې وعده شوې وه په دنیا کې، او تاسې ته پرې زیری درکول کېده په هغو نعمتونو چې تاسې به ورسره مخامخ کیږئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَوْمَ نَطْوِی السَّمَآءَ كَطَیِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ؕ— كَمَا بَدَاْنَاۤ اَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِیْدُهٗ ؕ— وَعْدًا عَلَیْنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟
په هغه ورځ چې رانغاړو به مونږ اسمان په شان د رانغاړلو د صحېفې (کاغذ یا سند) په هغه لېکلو چې په دې کې وي، او راجمع به کړو ټول مخلوقات د دوی په هغه شکل چې دوی پرې اول ځل پیداشوي وو، وعده کړې مونږ په دې سره وعده داسې چې هیڅ وروستوالی پکې نشته، بېشکه مونږ کوونکي یو هغه څه لره چې مونږ پرې وعده کوو.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِی الزَّبُوْرِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ اَنَّ الْاَرْضَ یَرِثُهَا عِبَادِیَ الصّٰلِحُوْنَ ۟
او بېشکه مونږ لیکلي وو په هغو کتابونو کې چې مونږ نازل کړي په پېغمبرانو باندې وروسته د هغه نه چې مونږ ليکلي وو په لوح محفوظ کې: بېشکه زمکه چې ده مالکان کیږي به د دې د الله تعالی نېکان بندګان هغوی چې عمل کوونکي دي د هغه په تابعدارئ، او دوی د محمد -صلی الله علیه وسلم- امت او ډله دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ فِیْ هٰذَا لَبَلٰغًا لِّقَوْمٍ عٰبِدِیْنَ ۟ؕ
کوم نصحيت مو چې نازل کړی په هغو کې ګټه او د هغو خلکو لپاره چې د خپل پالونکي لمانځونکي دي بسنه ده پر هغه څه چې ورته روا کړي يې دي؛ نو همهغوی ترې ګټه اخلي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
او مونږ ته پېغمبر نه یې لېږلی-ای پېغمبره- مګر رحمت لپاره د ټولو خلکو؛ ستا د هغه صفت د وجې چې ته یې لرې ستا د حرص نه په هدایت د ټولو خلکو او د هغوی د الله تعالی د عذاب نه بچ کېدل.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلْ اِنَّمَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
ته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه ما ته وحي کیږي زما د رب له طرفه د دې خبرې چې بېشکه حقدار د بندګۍ ستاسې په ريښتیا سره یو دی، هیڅ شریک ورله نشته او هغه الله تعالی دی، نو په هغه باندې ایمان راوړلو ته غاړه کیږدئ، او د هغه تابعدارۍ ته غاړه کیږدئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ اٰذَنْتُكُمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— وَاِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ اَمْ بَعِیْدٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ ۟
نو که چېرته دوی مخ واړاوه د هغه څه نه چې تا پرې دوی ته راتګ کړی، نو ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ما تاسې ته خبر درکړی چې بېشکه زه او تاسې په یو برابر حالت کې یو زما او ستاسې ترمنځ د فیصلې کولو نه، او زه په دې نه پوهيږم چې تاسې ته به کله هغه عذاب راځي چې الله تعالی یې تاسې سره وعده کړې.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَیَعْلَمُ مَا تَكْتُمُوْنَ ۟
بېشکه الله تعالی پوهېږي په هغو خبرو چې تاسې یې ښکاره کوئ، او پوهيږي په هغه څه چې تاسې یې پټوئ، په هغه باندې هیڅ شی د دې نه نشي پټېدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاِنْ اَدْرِیْ لَعَلَّهٗ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟
او زه نه پوهېږم چې شاېد ستاسې د عذاب وروستوالی ستاسې لپاره ازمېښت او مهلت وي، او مزې درکول وي تاسې لره تر نېټي مقررې پورې د الله تعالی په علم کې؛ د دې لپاره چې تاسې په خپل کفر او ګمراهۍ کې نور هم ورننوځئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
قٰلَ رَبِّ احْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— وَرَبُّنَا الرَّحْمٰنُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ ۟۠
رسول -صلی الله علیه وسلم- وفرماېل په داسې حال کې چې دعا کوونکی وو د خپل رب نه: ای زما ربه! فېصله وکړه زمونږ او زمونږ د قوم تر منځ هغوی چې په کفر باندې یې همېشوالی کړی په حقه فېصله، او مونږ په خپل رب چې رحمان ذات دی مدد غواړو د هغه کفر او دروغو په مقابل کې چې تاسې یې وايي.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• الصلاح سبب للتمكين في الأرض.
برابروالی د ځان په زمکه کې د واک او قدرت کولو سبب دی.

• بعثة النبي صلى الله عليه وسلم وشرعه وسنته رحمة للعالمين.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم رالېږل (پېغمبر کېدل) او د هغه دین او طرېقې د ټولو خلکو لپاره رحمت دی.

• الرسول صلى الله عليه وسلم لا يعلم الغيب.
پېغمبر صلی الله علیه وسلم په غېبو باندې نه پوهېږي.

• علم الله بما يصدر من عباده من قول.
د الله تعالی د علم احاطه په هغه څه چې د هغه بندګان یې وايي.

 
Translation of the meanings Surah: Al-Anbiyā’
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Translations’ Index

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

close