یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِیَسْتَاْذِنْكُمُ الَّذِیْنَ مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ وَالَّذِیْنَ لَمْ یَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلٰثَ مَرّٰتٍ ؕ— مِنْ قَبْلِ صَلٰوةِ الْفَجْرِ وَحِیْنَ تَضَعُوْنَ ثِیَابَكُمْ مِّنَ الظَّهِیْرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلٰوةِ الْعِشَآءِ ۫ؕ— ثَلٰثُ عَوْرٰتٍ لَّكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ وَلَا عَلَیْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ؕ— طَوّٰفُوْنَ عَلَیْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مرېيان، مينځې او هغه آزاد ماشومان چې د بلوغ عمر ته نه وي رسيدلي په دريو وختونو کې دې درڅخه اجازه وغواړي، د سهار له لمانځه مخکې کله چې د خوب جامې د بيدارۍ په جامو بدلوئ، د غرمې پر مهال کله چې د غرمې خوب لپاره جامې وباسئ او د ماخوستن له لمانځه وروسته، ځکه هغه ستاسو د خوب، د بيدارۍ د جامو اېستلو او خوب د جامو اغوستلو وخت دی، دغه درې وختونه ستاسو لپاره د پټولو دي چې هيڅوک به پرته له اجازې نه درننوځي، له دغو وختونو پرته په نورو کې نه پرتاسې کومه ګناه شته او نه پر هغوی چې پر تاسو دې در ننوځي، ځکه هغوی پرتاسو ډېر ګرځېدونکي دي، ستاسې ځينې پر ځينو ګرځي؛ نو په ټولو وختونو کې له ننوتلو را ګرځول ستونزمن وي، مګر په اجازه غوښتلو سره، لکه څنګه چې الله تاسو ته د اجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، ستاسو لپاره هغه آيتونه بيانوي چې هغو حکمونو ته لارښوونه کوي کوم يې چې ستاسو لپاره روا کړي دي، الله د خپلو بنده ګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کوم حکمونه چې ورته روا کوي په هغو کې د حکمت څښتن دی.
التفاسير: