لَا تَجْعَلُوْا دُعَآءَ الرَّسُوْلِ بَیْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا ؕ— قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ یَتَسَلَّلُوْنَ مِنْكُمْ لِوَاذًا ۚ— فَلْیَحْذَرِ الَّذِیْنَ یُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ فِتْنَةٌ اَوْ یُصِیْبَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو د الله د رسول درناوی وکړئ، کله چې آواز ورکوئ، نو په نوم يې مه رابولئ، لکه اې محمده او د هغه د پلار په نوم لکه اې د عبدالله زويه! لکه څنګه چې ستاسو ځينې له ځينو سره کوي، بلکې وواياست: اې د الله رسوله! اې د الله نبي! او کله مو چې کوم عام کار ته را بولي، نو د هغه رابلل د عامو رابللو غوندې مه کوئ لکه ستاسو ځينې يې ځينو ته عادتا په کوچنيو چارو کې کوي، بلکې د هغې د را بللو منلو ته له يوبل وړاندې کېږئ، بېشکه الله پر هغو خلکو پوهيږي چې له تاسو یې ځينې پرته له اجازې پټ وځي، نو هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امره سرغړونه کوي ودې ډار شي چې هغوی ته به الله کومه ستونزه او کړاو ورسوي او يا به داسې دردوونکې سزا ور ورسوي چې هغوی به يې نشي زغملای.
التفاسير: