ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (84) سورة: آل عمران
قُلْ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَعِیْسٰی وَالنَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ ۪— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ ؗ— وَنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
ته ورته ووایه -ای پېغمبره- مونږ د الله په الوهیت باور لرو، او د هغه تابعداري مو کړې په څه چې یې راته امر کړی، او په هغې وحې باور لرو چې پر مونږ یې نازله کړې، او په هغې چې په ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب یې نازله کړې، او په هغې چې د یعقوب د اولادې په پېغمبرانو یې نازله کړې، او په هغه څه چې موسی او عیسی او نورو پېغمبرانو ته کوم کتابونه او آیتونه د خپل رب لخوا ورکړل شوي وو، هېڅ توپير نه کوو د دوی تر منځ چې په ځینو یې باور ولرو او په ځینو یې کافران شو، او مونږ یوازې الله ته غاړه ایښودونکي یو هغه ته تسلیمېدونکي یو.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• يجب الإيمان بجميع الأنبياء الذين أرسلهم الله تعالى، وجميع ما أنزل عليهم من الكتب، دون تفريق بينهم.
په ټولو هغو پېغمبرانو ایمان راوړل واجب دي چې الله تعالی رالېږلې وي، او په ټولو هغو کتابونو چې پر دوی نازل شوي دي، پرته له توپېر کولو د دوی تر منځ.

• لا يقبل الله تعالى من أحد دينًا أيًّا كان بعد بعثة النبي محمد صلى الله عليه وسلم إلا الإسلام الذي جاء به.
الله تعالی له هېچا څخه هېڅ دین د محمد صلی الله علیه وسلم د رالېږلو وروسته نه مني مګر یوازې اسلام کوم چې ده راوړی.

• مَنْ أصر على الضلال، واستمر عليه، فقد يعاقبه الله بعدم توفيقه إلى التوبة والهداية.
څوک چې په بې لارېتوب ټینګار کوي، او پرې روان وي، نو خامخا به الله د توبې او هدایت وس نه ورکولو سزا ورکوي.

• باب التوبة مفتوح للعبد ما لم يحضره الموت، أو تشرق الشمس من مغربها، فعندئذ لا تُقْبل منه التوبة.
بنده ته د توبې دروازه خلاصه ده څو چې ورته مرګ نه وي رسېدلی، او یا لمر له لوېدیځ څخه راوخېژي، دغه مهال یې بیا توبه نه قبلېږي.

• لا ينجي المرء يوم القيامة من عذاب النار إلا عمله الصالح، وأما المال فلو كان ملء الأرض لم ينفعه شيئًا.
د قیامت په ورځ انسان د اور له عذاب څخه پرته له نېک عمل بل څه نشي ژغورلی، او هر چې شتمنۍ دي نو که د ځمکې د ډکوالي په اندازه هم وي هېڅ ګټه نشي ور رسولی.

 
ترجمة معاني آية: (84) سورة: آل عمران
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق